بشرا ګوهر: د جرمونو نړۍواله محکمه باید د دوحې تړون د لاسلیک کوونکو د نیولو غوښتنه وکړي

د پښتونخوا لپاره د ملي جمهوري غورځنګ مشرې بشرا ګوهر د جرمونو نړیوالۍ محکمې له خوا د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د لوی قاضي د نیولو د غوښتنې په غبرګون کې ویلي، دغه غوښتنه به افغان ښځو ته ډېر واک ورکړي. هغه وايي، یاده محکمه باید د دوحې تړون لاسلیک کوونکو د نیولو غوښتنه هم وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال له دې ادارې غوښتي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د لوی قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.
د جرمونو نړیوالې محمکې د لوی قاضي دغه وړانديز ته په غبرګون کې په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «د نړیوالې جنایي محکمې د تاریخي اقدام لپاره افغان ښځو ته ډیر واک ورکړل شو. راتلونکې د جرمونو نړیواله محکمه باید د دوحې تړون لاسلیک کونکو لپاره د نیولو امر وغواړي. د دوحې تړون لغوه کړئ، د طالبانو پروژه بنده کړئ، افغان نجونې زده کړه، افغانستان ازاد پرېږدۍ».
یاده دې وي چې د جرمونو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخي د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.
په دغه اعلامیه کې هبت الله او عبدالحکیم د بشریت ضد جرمونو او د افغان نجونو او ښځو د زورونې مسوول ګڼل شوي.