• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند له شاوخوا څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزې ورکول بیا پیل کړل

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۱

هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نوي‌ډیلي له څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړې لړۍ بیا پيل کړې ده. د هندي چارواکو په خبره، افغانان په ځانګړې توګه پانګه وال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي د هند ويزې لپاره غوښتنه وکړي.

هند دا اقدام د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په وروستیو کې د نوي انلاین ویزې د ويب پاڼې په پرانېستلو سره پیل کړ.

هند د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل.

دغه هېواد په کابل او نورو ولایتونو کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ هم وتړلې او په زرګونو ویزې چې دوی صادرې کړې وې هم لغوه کړې.

د هند حکومت تر اوسه د ویزې د خدماتو د بیا پیل په اړه په رسمي ډول څه نه دي خپاره کړي؛ خو یوې حکومتي سرچینې «هندو ورځپاڼې» ته ویلي، چې د اپرېل په وروستیو کې د افغانانو لپاره د ویزې غوښتنلیکونو لپاره یو نوی انلاین پورټل پیل شوی.

سرچینې زیاته کړې: «افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، تعلیم او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کولی شي.»

د هند د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ څانګې د ویب پاڼې د معلوماتو مخې، په سیسټم کې د «افغانانو لپاره نوې ویزې» برخه اضافه شوې ده، چې افغانان کولی شي په انلاین بڼه د ویزې لپاره غوښتنه وکړي.

غوښتونکي باید د سپین شالید سره یو عکس، د پاسپورټ د معلوماتو پاڼه او د هویت کارټ چې شخصي توضیحات لکه نوم، د زېږون نېټه، تابعیت او د پای نېټه ولري، دغه ويب پاڼې ته اضافه کړي.

د ويزې په کټګوريو کې د «زده کونکي، سوداګر، ناروغان او د ملګرو ملتونو ډيپلوماتان» شامل دي.

هنرمندان، کلتوري شخصیتونه او مسلکي کسان چې غواړي، په کلتوري مراسمو کې پرته له پيسو اخیستلو برخه واخلي او هغه افغانان، چې په هند کې اوسېږي یا زده کوونکي وي هم د ويزې غوښتنه کولی شي.

د سوداګرو په کټګورۍ کې لوبغاړي، روزونکي او پانګه وال هم غوښتنه کولی شي.

هند د طالبانو له حکومت سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په ټلیفون خبرې وکړې.

دا ټلیفوني خبرې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتې څخه څو ورځې وروسته وشوې.

تېره لړم مياشت کې امیرخان متقي په کابل کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي جي پي سینګ سره ولیدل او ویې ویل، دوی تمه لري چې له ډیلي سره یې اړیکې پراختیا ومومي.

د ليدنې په جریان کې متقي د افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو لپاره د ویزې د صادرولو د اسانتیا غوښتنه هم کړې وه.

هند په ۲۰۲۱ کال کې یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې په کابل کې یې خپل سفارت بند کړ او له افغانستان څخه ووت.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سوریې د حکومت یوه پلاوي د کُردانو تر واک لاندې شمال ختیځ کې د یوه بدنام کمپ لیدنه وکړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د سوریې د حکومت یوه پلاوي د کُردانو تر واک لاندې شمال ختیځ کې له هغه بدنام کمپ څخه لیدنه وکړه، چې پکې د داعش ډلې د شکمنو افراطیانو کورنۍ اوسېږي.

په شمال ختیځ کې د کُردانو تر واک لاندې کمپونه او زندانونه په لسګونو زره خلک ساتي، چې ډېری یې د داعش ډلې سره د اړیکو ادعا لري.

د کُردانو د ادارې چارواکي شیخموس احمد وویل، د شنبې په ورځ په الحول کمپ کې درې اړخیزه غونډه وشوه، چې پکې یو حکومتي پلاوی، د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف څخه چې د داعش سره مبارزه کوي او د کُردانو د ادارې غړي شامل وو.

الحول د سوریې د شمال ختیځ ترټولو لوی کمپ دی، چې د لسګونو هېوادونو څخه شاوخوا ۳۷۰۰۰ خلک پکې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

احمد د دغه ناستې په تړاو وویل: «د الحول کمپ څخه د سوریې د کورنیو د اېستلو لپاره د میکانیزم رامنځته کولو» په اړه بحثونه وشول.

دا سفر له دوو میاشتو څخه زیات وخت وروسته له هغه کېږي، چې ولسمشر احمد الشرع او د کُردانو په مشرۍ د سوریې د ډېموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي موافقه وکړه، چې د کُردانو ملکي او نظامي ادارې په ملي حکومت کې مدغم کړي.

اوکراین له روسیې سره د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې ۳۰۷ جنګي بندیان خوشې کړل

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې په ۲۴مه اعلان وکړ، چې د روسیې سره د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې یې ۳۰۷ اوکرایني سرتېري له روسیې څخه بېرته هېواد ته راوستي دي.

ورته مهال د روسیې دفاع وزارت هم وویل، چې ۳۰۷ روسي جنګي بندیان هم له اوکراین څخه بېرته راوستول شوي او بلاروس ته روان دي.

ویل کېږي، چې د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې موافقه د مې په ۱۶مه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو یوازینۍ محسوسه پایله وه، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره داسې خبرې اترې وشوې.

دواړو خواوو د مې په ۲۳مه په لومړي پړاو کې هر یو ۳۹۰ بندیان تبادله کړل، چې ټاکل شوې وه دا پروسه د مې تر ۲۵مې پورې دوام وکړي.

د اوکراین او روسیې حکومتونو تایید کړه، چې دوی د جګړې بندیانو لیستونه ترلاسه کړي چې د مې په ۲۲مه به تبادله شي.

د بندیانو د تبادلې په اړه زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «یوازې په دې دوو ورځو کې، ۶۹۷ کسان کور ته راوړل شوي دي. موږ تمه لرو چې دا پروسه سبا هم دوام ومومي.»

نوموړې زیاته کړه: «د هغو کسانو په منځ کې چې نن بېرته راستانه شوي زموږ د وسله والو ځواکونو، د ایالتي سرحدي ساتونکو خدماتو، د اوکراین د ملي ګارد جنګیالي دي.»

د اوکراین د جنګي بندیانو د درملنې د همغږۍ مرکزي دفتر ویلي، چې په نویو خوشې شویو جنګي بندیانو کې ۲۷ سرتیري شامل دي، چې د ماریوپول دفاع یې کړې وه او همدارنګه هغه کسان چې په دونستک، خیرسن، خارکیف، زاپوریزیا او لوهانسک سیمو کې یې جګړه کړې وه.

د محتسب دیمیترو لوبینټس په وینا، د ډلې تر ټولو ځوان غړی ۲۵ کلن دی، په داسې حال کې چې تر ټولو زوړ ۶۱ کلن دی.

د ځینو واحدونو لپاره دا د دوی د سرتېرو لومړۍ بېلګه وه، چې د روسیې له بند څخه خوشې شوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندري یرماک وویل، چې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې وروسته، د روسیې سره راتلونکې خبرې اترې تنظیم کېدای شي.

د ولسمشرۍ دفتر مرستیالې مشرې اېرینا ویریشچوک د مې په لومړۍ نېټه وویل، چې لږترلږه ۸۰۰۰ اوکرایني سرتېري د روسیې له خوا بندیان دي.

کییف دا ارقام نه خپروي، چې اوس مهال څومره روسي جنګي بندیان د اوکراین په توقیف کې دي.

لاوروف: روسیه به د بندیانو له تبادلې وروسته اوکراین ته د سولې شرایط څرګند کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مې په ۲۳مه اعلان وکړ، چې مسکو به د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې له بشپړېدو وروسته سمدلاسه کییف ته د سولې خپل شرایط وړاندې کړي، کوم چې اوس مهال روان دی.

لاوروف همداراز زیاته کړې، چې مسکو په اوکراین کې د جګړې لپاره د اوربند د شرایطو په نوملړ په فعاله توګه کار کوي.

لاوروف وویل، چې دا نوملړ به د جنګي بندیانو د تبادلې بشپړېدو سره سم چمتو شي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د مې په ۱۶مه چې د لومړي ځل لپاره د اوکراین او روسیې ترمنځ په استانبول کې سره خبرې وشوې، د ۱۰۰۰ بندیانو په تبادلې هوکړه وشوه.

د تبادلې پروسه د مې په ۲۳مه پیل شوه او د مې تر ۲۵مې پورې به دوام وکړي.

د پروسې په لومړي پړاو کې دواړو خواوو هر یو ۳۹۰ بندیان او د مې په ۲۴مه هر یو ۳۰۷ بندیان تبادله کړل.

د استانبول په خبرو اترو کې، اوکراین او روسیې موافقه وکړه چې د خپلو اړوندو اوربند شرایطو په اړه اسناد تبادله کړي.

په جلا توګه، روسیه د «راتلونکي احتمالي سولې تړون په اړه یو یادښت» چمتو کوي.

ددغه تړون په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړی د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د وروستي ټلیفوني خبرو په جریان کې یادونه کړې وه.

د کریملین چارواکو روښانه کړې، چې یادښت د اوربند شرایطو له لیست څخه جلا دی چې اوس مهال چمتو کېږي.

د دې اوونۍ په پیل کې د مې په ۲۲ مه لاوروف دا هم وویل، چې مسکو په اوکراین کې د اوربند سره علاقه نه لري او ټینګار کوي، چې د جګړې "اصلي لاملونه" باید لومړی حل شي.

طالبانو په کندهار کې ښځې د ویالو او سیندونو پر غاړو له کالیو مينځلو منع کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱

طالبانو په کندهار ولایت کې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ښځې دې د ویالو او سیندونو پر غاړه د کاليو او د کور د نورو توکو مینځلو لپاره نه پرېږدي. طالبانو د ښځو دا کار «د شریعت خلاف» بللی او زیاته کړې یې ده، چې د کالیو مینځلو پر مهال مېرمني خپل «حجاب مراعات کولی نه شي»

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) ویلي، چې له تېري يوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خلکو په پرله پسې ډول غوښتي، چې د کور ښځې دې د کالیو مينځلو لپاره د ویالو او سیندونو غاړو ته نه پرېږدي.

د سرچينې په خبره، طالبانو دغه کار د «شریعت» خلاف بللی دی.

په کندهار ښار او ولسواليو کې اکثره مهال ځينو مېرمنو کالي، د کور فرشونه، کمپلې او یو شمېر نور توکي د ویالو او سیندونو غاړو ته اېستل او هلته به یې مينځل، خو اوس طالبانو منع کړي دي.

په کندهار کې ګڼ خلک د طالبانو دغه کړنه د ښځو پر وړاندې يو بل سخت ګام یادوي.

عبدالباري چې د ښار په یوه سیمه کې ژوند کوي، وایي: «موږ غریبان خلک یو، د کور دننه د کالیو مینځلو لپاره نه برېښنا لرو، نه ماشین او نه هم ډېري اوبه لرو، زموږ مېرمنې له مجبورۍ څخه د ویالې پر غاړه کالي مینځي او اوس که دا هم بند شي، ژوند نور څنګه وچلوو؟»

دا بندیز د طالبانو د پرله پسې محدودیتونو یوه بله بېلګه ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دوی د بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو لګول کېږي.

له زده کړو، کار، تفريح، سفرونو، حجاب او نورو برخو کې پر افغان ښځو بنديز او دا ځل د ویالو پر غاړه د کاليو مینځلو بندول ټول د طالبانو دوامداره سخت دريځه تګلاره ښيي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان، ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو په وار-وار دا ډول پالیسي د ښځو د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.

په کندهار کې د ښځو پر ازاد فعالیت یو بل بندیز دا څرګندوي، چې طالبان لا هم د خپلې سخت ‌دریځې ایډیالوژۍ له مخې د ټولنې نیمه برخه له اساسي انساني حقونو بې برخې کوي.

خلک وايي، که څه هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو پر ښځو دا ډول بندیزونه نه یوازې کورنۍ اقتصادي حالت اغېزمنوي، بلکې د ټولنې ټولنیز جوړښت ته هم سخت زیان سوي.

بوینګ د امریکا له عدليې وزارت سره د ۱.۱ مېلیارده ډالرو د تاوان ورکولو موافقه وکړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د بوینګ د الوتکو جوړوونکی شرکت د جمعې په ورځ د امریکا د عدلیې وزارت سره هوکړې ته ورسېد، چې له مخې به یې شرکت د ۱.۱ مېلیارده ډالرو تاوان ورکوي او له دې لارې به له جزایي تعقیب څخه ځان خلاص کړي.

یاد تړون د هغو دوو مرګونو پېښو له امله شوی، چې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکو سره تړاو لري.

د لاین اسیر پرواز ۶۱۰چې په ۲۰۱۸ کال کې سقوط وکړ او د اتیوپیا اییرلاینز پرواز ۳۰۲چې په ۲۰۱۹ کې رالوېدلی وه. په دواړو پېښو کې ټول ۳۴۶تنه وژل شوي وو.

د عدلیې وزارت په وینا، د دې پیسو ډېره برخه به د بوینګ د امنیت، کیفیت او قانون‌پالنې د پروګرامونو ښه‌والي لپاره وکارول شي او شاوخوا ۴۴۵ مېلیونه ډالر به د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره ځانګړي شي.

د محکمې اسناد ښيي، چې دا هوکړه بوینګ ته دا فرصت ورکوي چې د ۷۳۷ مکس الوتکو د خوندیتوب په اړه د امریکا له تنظیموونکو ادارو سره د فریب ورکولو تورونو په تړاو له جزایي محاکمې خوندي پاتې شي.

د قربانیانو یو شمېر خپلوانو دا موافقه په کلکه غندلې ده او ویلي یې دي، چې دوی له دې پرېکړې نه یوازې خواشیني، بلکې غوسه دي.

د کورنیو یو استازی پاول کاسیل ویلي: «د داسې یوه لویو قربانیانو لرونکي شرکت لپاره دا ډول بې‌محاکمې هوکړه بې‌سارې او په ښکاره ډول ناسم عمل دی. دا په امریکا کې تر ټولو وژونکې سوداګریزه جرمي پېښه ده.»

کاسیل زیاته کړه: «کورنۍ باور لري چې بوینګ باید د خلکو پر وړاندې حساب ورکوونکی شي. موږ به اعتراض وکړو او تمه لرو چې محکمه دا موافقه ونه مني.»

بوینګ په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو عدلیې وزارت دا هوکړه دفاع کړې ده.

چارواکو ویلي: «د قربانیانو د کورنیو نظریاتو، حقایقو، قوانینو، د فډرالي محاکمې اصولو او د څارنوالانو مسلکي اصولو ته په کتو دا موافقه یوه عادلانه، مشروع او د عامه ګټې لپاره مناسبه پرېکړه ده.»

که څه هم د قربانیانو کورنیو له کلونو راهیسې غوښتنه کړې وه چې دا موضوع باید په علني ډول جزایي محاکمه شي، پخواني بوېینګ چارواکي محاکمه شي، او پر شرکت لا زیات مالي فشار واچول شي، خو عدلیې وزارت ویلي چې دا هوکړه د عملي پایلو له پلوه تر ټولو عادلانه پایله ده.