طالبان هم له همدې وېرې سره مخ دي؛ هره معامله، د تاوتریخوالي هره پېښه او هره پټه پرېکړه په پای کې افشا کېږي او د ډیجیټلي حافظې برخه ګرځي. دا ډله څو ځله د همدې له کبله زیانمنه شوې ده، له مالي اسنادو نیولې تر محرمو غونډو پورې، ان تر دې چې د رهبرانو داخلي اختلافات هم رسنیز شوي دي.
ولې پړاو په پړاو بندیز؟
داسې ښکاري چې هبتالله اخوندزاده د طالبانو د ځینو نورو مشرانو تر فشار لاندې پرېکړه کړې چې بېسیم انټرنېټ یو وار د تل لپاره بند نه کړي. دا تګلاره له هغې پروسې سره ورته ده چې د رسنیو د بندولو لپاره یې غوره کړې وه؛ لومړی یې واړه محدودیتونه ولګول او وروسته یې د تصویري رسنیو ډېری برخه وتړله.
طالبان په دې ډول هم د ټولنې غبرګون ازمويي او هم د سیاسي لګښتونو کمولو هڅه کوي. پړاویز بندېدل دې ته زمینه برابروي چې عامه ذهنیت ورو ورو عیار او احتمالي اعتراضونه مهار شي.
د سانسور پاراډاکس
سانسور کوونکي هر ځای له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دي؛ هر څومره چې د معلوماتو د بندولو هڅه ډېره شي، د لاسرسي غوښتنه هم دومره لوړېږي. څېړونکي دې حالت ته «د سانسور پاراډاکس» وایي؛ داسې وضعیت چې د یوې محتوا بندېدل خپله په خبر بدلېږي او پام څو برابره ور ډېرېږي. طالبان هم له همدې واقعیت سره مخ دي.
د انټرنېټ پرې کول ښایي لنډمهاله د خبر رسونې بهیر ورو کړي، خو په عمل کې د خلکو تجسس زیاتوي او د نړۍ پام افغانستان ته رااړوي.
په اصل کې د هبتالله وېره د یوې ټولنې له ویښتیا ده. طالبان د ډیالوګپر ځای، چوپتیا او سکوت تحمیلوي. خو نړیوالې تجربې ښيي چې د معلوماتو د سیلاب پر وړاندې هېڅ دیوال مقاومت نه شي کولای.
سربېره پر دې، طالبان بیا هم ښيي چې د نن ورځې له وسایلو سره څومره په ټکر کې دي. په داسې نړۍ کې چې انټرنېټ د اقتصاد، زدهکړو، اړیکو او سیاست نه بېلېدونکې برخه ده، د ډیجیټلي دروازو تړل هم د ټولنې پر وړاندې د طالبانو د بېباورۍ نښه ده او هم د دوی له ناتوانۍ پرده پورته کوي.
طالبان هڅه کوي د منځنیو پېړیو په وسیلو د نوي زمان نظم مهار کړي، خو دا هڅه یوازې هغه درزونه لا ډېر ښکاره کوي چې د دوی او د یوه داسې نسل ترمنځ دي، چې ژوند یې له شبکو او ازادو معلوماتو سره تړلی دی.
طالبان ښایي په موقتي ډول د انټرنېټ سرعت کم کړي یا اړیکې پرې کړي، خو هغه نسل چې په ډیجیټلي نړۍ کې لوی شوی، بېرته د شمعې او د تیلو څراغونو زمانې ته نه ستنېږي.
د افغانستان ځوانان، که په کور دننه دي او که په مهاجرت کې، ژوند او هویت یې له انلاین وسایلو سره تړلی دی. هر نوې انسداد یوازې د حاکمانو او ټولنې ترمنځ واټن پراخوي او څرګندوي چې طالبان له داسې زمانې سره په نابرابره جګړه کې دي چې نور بېرته نه ګرځي.
حکومت د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب پر کارولو بندیز ولګاوه، چې دا کار د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو غوسه راوپاروله. د کار نشتوالی، د فساد کچه، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د "نیپوټیزم" تورونه د جین زي د لاریونونو اصلي عوامل شول. دا خوځښت د حکومت د سقوط او د نوي سیاسي واقعیت د رامنځته کېدو سبب شو.
د افغانستان او نېپال ورته والی
که څه هم افغانستان او نیپال د تاریخ، جغرافیې، عقیدې، زده کړو او سیاسي باور له پلوه ډېر توپیر لري، خو د ځوان نسل د ناخوښۍ عوامل ورته دي.
دا ورته والی د ټولنیزو رسنیو له برکته دی، چې له نړۍ سره ځوانان وصل شوي او د خپل حق په پار غږ پورته کوي.
په نېپال کې زرګونو ځوانانو انټرنېټ او ټولنیزې رسنۍ د خپل کاروبار او ژوند وسیله ګرځولې وه، چې له بندیز سره یې د ځوانانو غوسه راوپارېدله، کټ مټ په افغانستان کې هم یو محدود شمېر ځوانان انټرنېټ د خپل رزق وسیله ګرځولې او همدا راز د اړیکو او کاروبار په پار درې کار اخلي چې محدودیت یې ورته غوسه راپارولی شي.
په افغانستان کې اقتصادي بحران دومره ژور شوی چې د ځوانانو لپاره د کار او فرصتونو نشتوالی د مهاجرت د څپو سبب شوی.
په افغانستان کې دا مهال نېږدې اووه میلیونه انسانان ټولنیزې رسنۍ او انټرنېټ کاروي او پر انټرنېټ بندیز ښايي دا کړکېچ لا پیاوړی کړي.
دا مهال په افغانستان کې د ټولیزو اړیکو ټول وسایل تر سخت سانسور لاندې دي او ټولنیزې شبکې د طالبانو تر فشار لاندې په پرلهپسې ډول بندېږي، چې دا چاره د ځوان کهول د نارضایتۍ او غوسې سبب ګرځي.
همدا راز د ټولنې نیمایي برخه له بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې، چې دا د جین زي د غوسې یو مهم محرک ګرځېدلی شي.
بل خوا طالبان د ټول واک څښتنان دي او د خلکو ګډون په سیاسي بهیر کې نفي کوي چې دا چاره هم د جین زي د انقلاب او درېدو سبب ګرځېدلی شي.
د افغانستان ځانګړې ستونزې
سره له دې چې عوامل ورته دي، خو افغانستان د ځانګړو شرایطو له امله د نیپال د سناریو بشپړه تکرار نه شي کولی:
سخت امنیتي کنټرول: طالبان د پولیسو، استخباراتو، امربالمعروف او سختو سزاګانو له لارې هر ډول مظاهرې یا غونډې په لومړیو ساعتونو کې ځپي، چې له امله یې د راپورته کېدو امکان کمیږي.
انټرنېټي محدودیتونه: په داسې حال کې چې د نیپال جین زي (Gen Z) د ټولنیزو شبکو له لارې منظم شول، په افغانستان کې د انټرنېټ پرېکول او سانسور د همدې وسیلې کارونه ډېر محدودوي، خو که چېرې د سټلایټ له لارې انټرنېټ تنظیم شي د راپورته کېدو هماهنګي زیاتېدی شي.
په افغانستان کې د Gen Z د راپورته کېدو ټول شرایط شته، بېکاري، اقتصادي ستونزې، د بیان د ازادۍ نشتوالی، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل او د انټرنېټ بندېدل؛ خو د طالبانو د امنیتي فشار او ټولنیزو وېشونو له امله دا خوځښت نه شي کولای د نیپال په څېر ښکاره او پراخه بڼه غوره کړي.
افغان جین زي به غالباً خپل غږ په پټو، مجازي او انفرادي لارو ورسوي. که طالبان د ازادۍ د محدودولو لاره همداسې پر مخ یوسي، نو د ځوان نسل غبرګون به د "انلاین مقاومت" په بڼه واورېدل شي او یا به هم د کډوالۍ په څپو کې انعکاس شي.
په هر حال، د افغانستان د راتلونکې سیاسي معادلې پر جوړولو کې د دې نسل رول له پامه نه شي غورځول کېدی.
د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ډېر وخت د پاکستان د پوځ جنرالانو او د هغوی د استخباراتو تر انحصار لاندې پاتې شوی دی او دا وضع تر اوسه بدله شوې نه ده.نو ځکه په ډېرو مواردو کې د پاکستان د ملکي حکومتونو د غړو خبرې خاص اهمیت نه لري.
ګنې دا څنګه کېدای شي چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر معاون اسحاق ډار (څوک چې په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر هم دی) او نور لوړپوړي چارواکي سفر وکړي او هلته د اګست د میاشتې په شلمه نېټه د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شپږمې درېاړخیزې غونډې په حاشیه کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د مفاهمت مجلسونه وکړي، د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنې وکړي او له بلې خوا وروسته پاکستانی ډرونونه په افغانستان کې بریدونه وکړي په دې ادعا سره چې ګویا د ترهګرو مرکزونه یې ویشتي دي او هلته د ښځو او ماشومانو د مرګ خبرونه راځي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴کال په اخر کې د دسمبر په پنځهویشتمه نېټه هم پاکستانی الوتکو په خوست او پکتیکا کې بمباري کړې وه چې پکې ملکی خلکو ته په لویه کچه مرګ او ژوبله اوښتي وه. نو اوس دا یو معمول ګرځېدلی دی چې د پاکستان او افغانستان ملکي چارواکي خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو مناسباتو د ټینګښت اعلانونه وکړي او له بلې خوا پاکستاني پوځیان په افغانستان کې دننه بریدونه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ بیا تازه شي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ګویا هغوی دا بریدونه په افغانستان کې د پېښو په ځواب کې په پښتونخوا کې د ټي ټي پي د بریدونو په وړاندې کوي، خو هغوی دې خبرې ته هېڅ ځواب نه لري چې په تېرو شلو کالونو کې د ټي ټي پي زرګونه کسان (چې پاکستانی اتباع وو) د افغان طالبانو د سازمان غړي شوي وو او د هغوی له امیر سره یې بیعت کړی و. دوی به هره ورځ د ډیورنډ په کرښه اوښتل او په افغانستان کې به یې جګړو کې برخه اخیسته؛ مړي به یې بیرته پاکستان ته د ښخولو لپاره راوړل کېدل او زخميان به یې په پاکستانی روغتونونو کې تداوي کېدل نو د پاکستان حکومت پرې هېڅ اعتراض نه درلود.
له دې علاوه، کله چې په ۲۰۲۱ کې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، هغوی د ټي ټي پي دوهنیم زره هغه غړي له محبسونو څخه ازاد کړل چې د ډاکټر اشرف غني د حکومت په وخت کې د جګړې پر مهال بنديان شوي وو. نو د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه وشوه (د دې غونډې په اړه د عمران خان د خبرو ویډیو په یوټیوب کې شته). په دې غونډه کې د دفاع، داخله او بهرنیو چارو د وزیرانو تر څنګ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د هغه وخت د ایاېس ای رییس جنرال فیض حمید او ځینې نورو جنرالانو هم ګډون کړی و. نوموړې غونډې پرېکړه کړې وه چې د پاکستان حکومت به د ټي ټي پي ټول غړي پاکستان ته راولي او دلته به یې بیا په خپلو سیمو کې له سره ابادوي؛ د دې کار لپاره لس میلیارده روپۍ بودیجه هم تخصیص شوې وه. نو له دې نه خو دا خبره په اثبات رسیږي چې ټي ټي پي پاکستان ته راوستل شوی و، خو اوس پاکستان په دې واقعیت باندې هیڅ تبصره کولو ته چمتو نه دی.
حقیقت دا دی چې پاکستان او طالبان دواړه یوه بله دوهمخې لوبه کوي. هغوی له یوې خوا له چین سره د دوستۍ سر خوځوي او د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي تجارتي کوریدور (CPEC) کې د افغانستان د ګډون پرېکړې کوي، له چین سره د غټو اقتصادي پلانونو لپاره د مفاهمت اسناد لاسلیک کوي او له بلې خوا لوېديځ ته ډاډ ورکوي چې دوی دواړه په سیمه کې د چین د نفوذ په مخنیوي کې د لوېدیځ کلک ملګري دي. او رښتیا هم چې کله په پاکستان کې د ټي ټي پي او داعش فعالیتونه زیات شوي دي، نو د چین-پاکستان د جوړېدونکي کوریدور سيپیک کار په ټپه ولاړ دی، ځکه تر اوسه په پاکستان کې د چینایي متخصصینو او کارکوونکو خلاف ډېر ترهګریز بریدونه شوي چې چین په پاکستان کې خپل کارونه بند کړي دي.
له بلې خوا پاکستان له لوېدیځ او چین دواړو نه په اصطلاح د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره مرستې غواړي. عجیبه دا ده چې د پاکستان حکومت وړومبۍ ادعا کوله چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتونکو د ټي ټي پي د جنګیالیو شمېر درې-څلور زره دی؛ اوس وایی چې دغه شمېر اته زره تنو ته رسېدلی دی، خو دوی دې خبرې ته هېڅ ځواب نه وايي چې حتا که د ټي ټي پي د اته زره جنګیالیو د ننوتلو خبره رښتیا هم وي نو بیا همدغو اته زره کسانو څنګه د پاکستان د شپږ لکه پوځ په وړاندې د پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د پښتونخوا په هر ګوټ کې بېلابېلې سیمې نیولې دي؟
ټي ټي پي په پاکستان کې د اسلامي شریعت د نافذولو لپاره د جنګ کولو ادعا کوي، خو له تېرو شلو، پنځهویشتو کالونو راهیسې یې جګړه په پښتونخوا کې متمرکزه کړې ده، او کلهناکله په بلوچستان کې هم یو څه فعالیت کوي. په دې جګړه کې ډېر پښتانه مري او د هغوی کورونه ورانیږي؛ په داسې حال کې چې که دوی رښتیا هم د اسلامي شریعت د نافذولو تصمیم لرلو نو باید تر ټولو زیات پام یې پنجاب ته کړی وای، ځکه د پاکستان د نفوس نیمایي څخه زیات په پنجاب کې دی او د پاکستان ټول مهم اقتصادي، سیاسي او دولتي مرکزونه هم په پنجاب کې دي، خو ټي ټي پي هېڅ پنجاب ته نه ګوري.
حقیقت دا دی چې د پاکستان پنجابي جنرالان له طالبانو نه هېڅ وېره نه لري، ځکه دا د هغوی خپله جوړه شوې پروژه ده، او په دې سربېره دوی له طالبانو سره تر اوسه ستراتیژیک مفاهمت لري. هغوی په دې باور دي چې اصلی خطر د پښتنو او بلوڅو ملي غورځنګونه دي؛ نو ځکه یې د ټي ټي پي جګړې په پښتونخوا متمرکزې کړي دي او لکه چې مخکې مې وضاحت کړی، په دې جګړه کې د ابرقدرتونو ترمنځ روان کشمکش کې هم برخه اخلي او ګټه ترې پورته کوي. چل یې ټول د افغان/پښتون وینې تویولو او بربادۍ ته جوړ کړی دی.
له تخنیکي نظره هم دا خبره منطقي ګڼل شوې وه. ډېری امریکايي ډرونونه د څار لپاره له نوري او انفرارېډ کامرو کار اخلي. ورېځې او ګردجنه هوا د تصویر کېفیت خرابوي او د اپراتور یا الګوریتمونو د پېژندنې کار ستونزمنوي.
ایراني ډاکټران؛ د ځای موندلو له الو وېره
سټیو کول لیکي چې بنلادن په خپلو لیکونو کې اندېښنه ښودلې وه چې «ایراني ډاکتران به د درملنې په نوم د هغه زامنو ته د ځای پېژندلو یا مالومولو ځانګړي چېپونه د هغوی په بدنونو کې ولګوي.» هغه ان د چېپ بڼه او اندازه هم تشریح کړې وه. د القاعده شبکې وژل شوي مشر ویلي وو: «پیچکاري ښايي عادي ښکاري، خو ستنه به یې له عادي هغو نه لویه وي. چېپ به د غلې د یوې دانې په اوږدوالي وي، خو ډېر نری او نرم به وي.»
راپورونه ښيي چې د بنلادن کورنۍ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو پر مهال د امنیتي فشارونو له امله ایران ته لاړه. د هغه زوی سعد او دوه مشرانې مېرمنې یې په ۲۰۰۲ کې په پاسپورټونو او رسمي ویزو د کراچۍ له لارې ایران ته ورسېدل. وروسته موندل شویو لیکونو هم د هغوی اوږدمهاله پاتې کېدل تأیید کړي. بنلادن په ۲۰۱۰ کې فکر کاوه چې حمزه له ایرانه قطر ته انتقال کړي، خو د القاعده یو مشر عطیه عبدالرحمن مشوره ورکړې وه چې هغه دې په ایران کې پاتې شي ځکه د ایران او پېښور ترمنځ لاره له خطر ډکه ده.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کړی چې نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړۍوالو قوانینو له مخې هم دا ډول بریدونه مشروعیت نه لري. که چېرې د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، سیمهییزو تړونونو، د بشري حقونو اصولو او د ګاونډیتوب د اصولي ماهیت په اساس دا ډول بریدونه وڅېړو؛ نو جوتیږي چې دا بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری، له بشري حقونو سرغړونه او د د نړۍوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض دی.
۱. د دولتي حاکمیت اصل او د ملګرو ملتونو منشور
د ملګرو ملتونو منشور په دویمه ماده کې د هر دولت د ملي حاکمیت، سرحدي بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د نه نقض اصل روښانه کړی دی. د ملګرو ملتونو د چارټر په دویم ارټیکل په څرګند ډول د هر ډول زور استعمال یا د زور ګواښ پر دولتونو بندیز لګوي.
د دې مادې له مخې یوازې دوه استثناوې شته:
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه
د ځانساتنې حالت
د پاکستان وروستي بریدونه په دې دواړو کې نه راځي، ځکه نه امنیت شورا اجازه ورکړې او نه هم د ځانساتنې شرایط ثابت شوي دي.
که څه هم پاکستان بار - بار ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاکستاني طالبان ژوند او فعالیت کوي، خو په وروستیو بریدونو کې یوازې عام وګړي وژل شوي دي.
۲. د ځانساتنې (Self-Defense) ادعا او حقوقي ننګونې
پاکستان او افغانستان دواړه د سارک غړي دي. د دې ټولنې منشور د یو بل د خاوري د نه نقض، د ګډې سولې او د غیرمداخلې اصل تاییدوي.
سربېره پر دې، د پاکستان اقدامات د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) له اصولو سره هم ټکر لري، کوم چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې او خپلواکۍ درناوی اړین بولي.
۵. د نړۍوالو بشري حقونو اړخ
د بشري حقونو نړۍوال اسناد لکه:
Universal Declaration of Human Rights (1948)
International Covenant on Civil and Political Rights (ICCPR)
د ژوند حق یو نهماتېدونکی اصل ګڼي. د ډرون بریدونه چې د بېمحاکمې وژنې سبب کېږي، د ژوندانه د حق ښکاره نقض دی او د نړۍوالو بشري قوانینو پر وړاندې لویه پوښتنه راپورته کوي.
۶. د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېزې
د ډرون بریدونه یوازې د سرحدي شخړو د زیاتېدو لامل کېږي. د عامو خلکو وژل د افغانانو پر پاکستان د باور کچه له منځه وړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي دښمنۍ اور ته تېل اچوي او په نړۍواله کچه دا کړنې د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای د افراطي ډلو د جلب او جذب وسیله ګرځي.
که څه هم طالبان په نړۍواله کچه د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي، خو د واک ټول وسایل یې په لاس کې دي. د همدې له امله د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د ملي حاکمیت د دفاع مسوولیت په عملي توګه له دوی سره دی.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، حتا de facto واکمن ځواکونه د خلکو د اساسي حقونو په ساتنې مکلف دي. خو که چېرې طالبان که د پاکستان پر وړاندې چوپ پاتې شي، د ولس د اعتماد وروستۍ کچه هم له لاسه ورکوي. که جدي غبرګون ښکاره کړي، د پاکستان له سختو سیاسي فشارونو سره به مخ شي.
د طالبانو د ګڼو چارواکو کورنۍ، کاروبارونه او سیاسي اړیکې په پاکستان کې ځانګړې ریښه لري، دوی د یاد ریښه يي مجبوریت په اساس نه شي کولی چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي او یا هم یو غښتلی دریځ ونیسي.
د خوست، ننګرهار او کونړ ډرون بریدونه د نړۍوال حقوقي نظام له نظره هېڅ ډول مشروعیت نه لري. دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت، د خلکو پر ژوند او د سیمهییزې سولې پر ثبات ښکاره ګواښ دي.
همدا رنګه د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له لارې د بشري حقونو د سرغړونو دوسیه ثبت کړي او سیمهییزو سازمانونو لکه، سارک او اسلامي همکاریو سازمان له لارې د پاکستان پر ضد ډېپلوماټیک فشار زیات کړي.
دا چې دا مهال افغانستان په نړۍواله کچه هېڅ ډول رسمیت نه لري، نو اوسني حاکمان هم حق نه لري چې په ملګرو ملتونو او یا نورو نړۍوالو سازمانونو کې د شکایت دوسیه ثبت کړي.
خو دا چې د ډرون ړانده بریدونه یوه بشري سرغړونه ده، اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه چوپ پاتې نه شي.
که نړۍواله ټولنه د دغو بریدونو پر وړاندې بېپروا پاتې شي، نه یوازې د افغانستان خاورې ته به تاوان رسېږي، بلکې د نړۍوالو قوانینو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راځي.