• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي ووژل شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

الجزیرې راپور ورکړی، چې د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي په دغه هېواد کې وژل شوی دی. سیف‌الاسلام قذافي د خپل پلار له وژل کېدو وړاندې تر ۲۰۱۱ کال پورې د لېبیا په سیاسي جوړښت کې د دویم ځواکمن کس په توګه پېژندل کېده.

په لېبیا کې د الجزیرې عربي شبکې خبریال احمد خلیفه د سې‌شنبې په ورځ ویلي، د شته معلوماتو له مخې، سیف‌الاسلام قذافي د لوېدیځ لېبیا په زنتان ښار کې هغه ځای چې نوموړی له تېرو لسو کلونو راهیسې په‌کې مېشت و، په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د دغه ۵۳ کلن کس وژل کېدل د هغه سیاسي سلاکار عبدالله عثمان هم تایید کړي دي؛ خو تر اوسه د بریدګرو هویت او دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، روښانه نه ده. د لېبیا رسمي چارواکو هم تر دې مهاله د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سیف‌الاسلام قذافي که څه هم هېڅکله د لېبیا په حکومت کې رسمي دنده نه درلوده، خو له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې له خپل پلار وروسته د هېواد د واک په جوړښت کې د دویم کس په توګه مطرح و. ۲۰۱۱ کال هغه وخت و چې د لېبیا مخالفو ځواکونو معمر القذافي وواژه او د هغه د څو لسیزې واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

سیف‌الاسلام قذافي د خپل پلار د رژیم تر نسکورېدو وروسته، په ۲۰۱۱ کال کې د زنتان په ښار کې ونیول شو او تر ۲۰۱۷ کال پورې په زندان کې وساتل شو؛ هماغه کال چې له بند څخه خوشې شو.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترېش: له اوربند سربېره په تېرو څلورو میاشتو کې ۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) اندېښنه څرګنده کړه، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند سره سره اسراییل بیا هم له هغې نېټې راهیسې ۵۰۰ فلسطینیان وژلي دي. نوموړي له ټولو لوریو وغوښتل، چې په بشپړه توګه د اوربند درناوی وکړي.

نوموړي همداراز پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې اسراییل باید د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او د بشري مرستو تېرېدو ته هم اجازه ورکړي. ګوترېش خپله لیکنه کې زیاتوي: «زه له ټولو لوریو غواړم چې دا تړون په بشپړه توګه عملي کړي‌ او درناوی یې وکړي».

د یادونې وړ ده، چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د حماس او اسراییل ترمنځ د تېر زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې اوربند وشو، خو ادعا شوې چې تل‌ابیب له دغه تړون څخه سرغړونه کوي او غزه کې یې بریدونو ته لا هم دوام ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې بورډ په نوم د فلسطین د خپلواک دولت اعلانېدو او هلته د بشري مرستو لپاره یو بورډ هم جوړ کړی دی.

امریکا ته د ۷۵هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز؛ د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو محکمې ته شکایت کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د کډوالو له حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ ادارې د کډوالۍ تګلارې پر وړاندې په یوه رسمي اعتراض کې د قضايي عریضې په سپارلو سره د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو بندېدل «تبعیضي چلند» بللی او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د کډوالۍ له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

په امریکا کې د کډوالۍ د حقونو مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو د امریکا محکمو ته یوه رسمي عریضه وړاندې کړې او د ۷۵ هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزو د غوښتنلیک پروسې ځنډولو پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.

یاد مرکز په دغه اعلامیه کې د ټرمپ حکومت نوې تګلاره «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه به ګڼې کورنۍ د قانوني کډوالۍ له پروسې بې‌برخې کړي. په دغه عریضه کې ویل شوي، چې یاد اقدام د توجیه لپاره د ټرمپ اداره د کډوالو په اړه «ناسم روایت» کاروي او د امریکا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي.

دغه عریضه پرون په امریکا کې په قضايي سیسټم کې ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، د هغو هېوادونو د وګړو کډوالۍ ویزې به له سره وکتل شي چې د دغه وزارت د ادعا له مخې کډوال یې «ډېر له دولتي مرستو کار اخلي».

په دغه ۷۵ هېوادونو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایران، سوریې، یمن، عراق او سومالیا نومونه شامل دي او همدارنګه د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه هم په دغه نوملړ کې راغلي دي.

د کډوالۍ د محدودولو اړوند د ټرمپ پراخ واک

دغه عریضه وروسته له هغه وشوه، چې په ۲۰۱۸کال کې د امریکا سترې محکمې د کډوالۍ د محدودولو لپاره د ولسمشر پراخ واک تایید کړ. له بلې خوا په نومبر میاشت کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو تر برید وروسته واشنګټن دغه هېواد ته د ۱۹ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

په ډسمبر میاشت کې دغه بندیز هغو پنځو نورو هېوادونو ته هم وغځېد، چې د فلسطین ادارې اسناد لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې له ۱۰۰زره ډېرې ویزې یې لغوه کړې چې په‌کې شاوخوا ۸زره تحصیلي او ۲۵۰۰ مسلکي ویزې شاملې دي.

واشنګټن پوسټ: منځګړي غواړي د وېټکاف او عراقچي ترمنځ خبرې پر اټومي موضوع محدودې شي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰

واشنګټن پوسټ د عراقچي-وېټکاف د ناستې جوړولو په هڅو کې د ښکېل سیمه‌ییز چارواکي په حواله لیکلي، تمه کېږي چې د ترکیې، قطر، مصر، سعودي عربستان، عمان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغه سیمه‌ییز چارواکي په وینا؛ د ټرمپ زوم جرډ کوشنر به هم د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې په ناسته کې برخه واخلي. دوو سیمه‌ییزو چارواکو یادې ورځپاڼې ته دا هم ویلي، د امریکا عرب او ترک متحدین هڅه کوي چې د خبرو اترو ساحه د ایران اټومي پروګرام پورې محدوده کړي؛ ترڅو تهران هوکړې ته وهڅوي.

له دې ډلې یوه چارواکي ویلي، که خبرې اترې وشي؛ نو تمرکز به یې د ایران پر اټومي پروګرام وي او بیا به د واشنګټن د غیر اټومي غوښتنو د حل لپاره د لارو موندلو هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول کې سره ګوري. یو امریکایي چارواکي ویلي، « ټرمپ غواړي دواړه خواوې هوکړه وکړي».

روسیې پر کیف او د اوکراین پر یو شمېر نورو ښارونو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۹ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د دغه هېواد پر پلازمېنه کیف ښار پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې استوګنیزې ودانۍ، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز تاسیسات زیانمن شوي او لږترلږه دوه کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.

د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو پر ټېلګرام پاڼې لیکلي، چې د دنیپرو سیند ختیځو سیمو کې څو استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونیز بنسټ او یوه سوداګریزه ودانۍ زیانمنه شوې ده.

په همدې حال کې د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف ویلي، د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف هم په پرله‌پسې ډول ډرون او توغندیز بریدونه شوي چې له امله یې لږترلږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین دولتي رسنۍ «سوسپیلنې» هم راپور ورکړی، چې د هېواد په سوېل ختیځ کې د دنیپرو ښار او د روسیې پولې ته نږدې په سومي ښار کې هم څو چاودنې شوې دي. تر دې دمه د بریدونو د بشپړ زیان او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سیمې د امنیتي اندېښنو په مرکز بدل شوی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په منځنۍ اسیا کې امنیتي ګواښونه او په افغانستان کې بدلونونه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

هغه د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان له عمومي منشي تالاتټ بک مسادیکوف سره د لیدنې پر مهال وویل، چې نوې امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړي ډول هغه څه چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې روان دي؛ د دغه سازمان د اندېښنو په سر کې ځای لري.

د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان یوه سیمه‌‌ییزه پوځي ټلواله ده، چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي او د دغه سازمان د تګلارو له مخې پر یو غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې لپاره یو له حساسو امنیتي موضوعاتو څخه بلل کېږي.