• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی افغان امنیتي سرتېری له ایران نه تر شړل کېدو وروسته په کاپیسا کې وژل شوی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نامعلومو کسانو پخوانی افغان سرتېری نبي‌الله احمدي د کاپیسا ولایت په ریګراوان ولسوالۍ کې له تښتولو وروسته وژلی. د سرچینو په وینا، احمدي د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و، خو پنځه میاشتې وړاندې بېرته افغانستان ته اخراج شوی و.

هغه له درې کلنې کډوالۍ وروسته د روان کال په وږې میاشت کې کاپیسا ته راستون شوی و.

ویل کېږي نوموړي څه باندې دوه میاشتې مخکې یو موټر اخیستی و او د کاپیسا ـ کابل پر لار یې موټرواني کوله. سرچینې زیاتوي چې د سې‌شنبې په شپه نامعلومو کسانو د هغه موټر وتښتاوه، خپله یې هم وژلی او مړی یې د سړک غاړې ته غورځولی دی.

داحمدی د جنازې مراسم د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۵مه، د ملاخېل کلي په جومات کې ترسره شول.

احمدي د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې د دفاعي چارو د پخواني کمېسیون رییس میر حیدر افضلي ساتونکی هم پاتې شوی و.

میر حیدر افضلي په فېسبوک کې د یوې خبرپاڼې له لارې دا پېښه تایید کړې، د هغه مرګ یې «نامعلوم» بللی او له کورنۍ او دوستانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. د نوموړي کورنۍ هم د ټولنیزو شبکو له لارې د هغه مړینه تایید کړې ده.

سرچینې وایي، طالبانو دې پېښې ته پاملرنه نه ده کړې او ان د کورنۍ غړي یې د خبرو کولو څخه منع کړي دي. تر اوسه د دې قتل عاملین نه دي پېژندل شوي او طالبانو هم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

راپورونه ښيي چې په تېرو کلونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو هدفي وژنې دوام لري.

د څو رسنیو د ګډې څېړنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ د پخواني افغان پوځي غړي وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د مرستو بندېدو له تصویب وروسته؛ مولوي کبیر وايي نړۍوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰

وروسته له هغې چې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستان سره د مرستو بندېدو لایحه تصویب کړه، د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.

دا د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له پرېکړې وروسته د لومړي طالب چارواکي څرګندونې دي چې له نړۍوالو یې په سیاست پورې د مرستو نه تړلو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د سنا مجلس یو شمېر غړو ویلي وو، چې له افغانستان سره کېدونکو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي او دوی نه غواړي د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې طالبانو ته ورکړل شي.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي جمال عرفات ویلي چې دوی کونړ ته د مرستو نوې چوپه چمتو کړې ده.

د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي کورنۍ وايي ډینس کوایل له رسمي تور پرته زنداني دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو په بند کې د امریکایي وګړي ډینس کوایل کورنۍ وايي، چې له یو کال زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو له بند څخه د هغه د خوشې کېدو هڅې بې پایلې دي. د هغه د کورنۍ په وینا، کوایل پرته له دې چې پرې کوم رسمي تور ولګول شي، طالبانو بندي کړی.

د ډینس کوایل خور مولي لانګ وايي چې ورور یې یو ژبپوه او څېړونکی دی او شاوخوا شل کاله کېږي چې افغانستان ته تګ راتګ لري.

د هغې په وینا، کوایل تل هڅه کړې چې خپله پوهه د خلکو او ټولنو د مرستې لپاره وکاروي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له سختو ژوندیو شرایطو سره مخ دي.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، ۶۴ کلن ډینس کوایل د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا نیول شوی او له نیول کېدو وروسته نږدې په بشپړه انزوا کې ساتل شوی دی.

مولي لانګ وايي، کورنۍ یې له هغه سره څو میاشتې هېڅ اړیکه نه لرله او یوازې د بند له شپږو میاشتو وروسته یې د هغه یو لیک ترلاسه کړ، حال دا چې د هغه غږ یې نهه میاشتې وروسته واورېد.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، همدا اندېښنې وې چې دوی یې اړ کړل د ډینس کوایل د بند په اړه په عامه توګه خبرې وکړي، څو د هغه د خوشې کېدو بهیر چټک شي.

کورنۍ یې وايي، د امریکا حکومت په وروستیو میاشتو کې د دې قضیې په تړاو جدي ګامونه پورته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «لېوینسن قانون» له مخې، ډینس کوایل په ناحقه بندي شوی کس اعلان کړی او د سپینې ماڼۍ چارواکو هم ویلي چې د هغه د راستنولو لپاره هڅې روانې دي.

قزاقستان او پاکستان د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ټیکاو اساسي شرط بللی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۰

پاکستان او قزاقستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سیمه‌ییزو ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره پر پیاوړې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی. دغه راز د ازبکستان او پاکستان ترمنځ هم هوکړه شوې چې د ترانس ـ افغان رېل‌لارې عملي چارې پیل شي.

پاکستان او قزاقستان اسلام اباد ته د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف د سفر په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې د دواړو هېوادونو مشرانو پکې د سیمه‌ییزو ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره پر پیاوړې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د ګډې اعلامیې له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قزاقستان ولسمشر د ټرانس افغان او همداراز د قزاقستان-قرغیزستان-چین-پاکستان د لارو له لارې د څو اړخیزو نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د لا پیاوړتیا ملاتړ اعلان کړی.

اعلامیه زیاتوي چې لومړي وزیر شهباز شریف د ولسمشر توکایف هغه نوښت وستایه چې موخه یې د ترانس‌افغان رېل‌پټلۍ د دهلېز له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا نښلول دي.

د پاکستان د حکومت اعلامیه کې راغلي، چې د خبرو اترو پر مهال، د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی او دواړو لوریو ټینګار کړی چې په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره یو اساسي شرط دی.

د اعلامیې په وینا، هغوی بیاځلي ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ رامنځته کولو لپاره ونه کارول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو او د اتصال په زیربنایي پروژو کې د افغانستان شاملول نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي او کولی شي د دوامدارې ودې او ثبات لامل شي.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف ویلي، پاکستان او قزاقستان د ټرانس افغان ترانسپورتي دهلېز په جوړولو سلا شوي، څو د سیمې اتصال لا پیاوړی کړي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان قزاقستان ته د خپلو ترانزیټي زیربناوو او سمندري بندرونو بشپړ لاسرسی ورکړی دی.

شهباز شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو همکاریو د هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو مراسمو په جریان کې وویل چې د انرژۍ په برخه کې په دواړو هېوادونو کې پراخ فرصتونه شته او ګډ کار به د دواړو لوریو لپاره ګټور وي.

هغه زیاته کړې چې د کلتور او معلوماتو په برخو کې هم د همکارۍ پراخ ظرفیت موجود دی او دواړه هېوادونه به په دې برخو کې په راتلونکې کې مهم فرصتونه ولري.

القاعدې افغانستان ته د خپلې مشرتابه پر انتقال له ملا هبت الله سره سلا مشوره کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د القاعدې شبکې مشر سیف العدل د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته په یوه لیک کې افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د موقتي انتقال په اړه له هغه سره سلا مشورې کړې دي. ددې انتقال لامل، پر ایران د امریکا او اسراییل برید ګڼل کیږي.

د سرچینو په وینا، په دغه لیک کې ویل شوي چې که د امریکا او اسراییل تر فشار لاندې د ایران حکومت سقوط وکړي، نو القاعده شبکه به اړه شي چې خپله رهبري عراق یا سوریې ولېږدوي.

په لیک کې وړاندیز شوی چې تر هغې مودې پورې د القاعدې مشرتابه په لنډمهالي ډول په افغانستان کې واوسي.

دغه لیک شاوخوا درې اونۍ وړاندې د عبدالرحمان وردک، الملا محمد حکیم او د «افغاني» په نوم د یوه بل کس له لارې کندهار ته لېږل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې زیاتوي چې سیف‌العدل په خپل لیک کې ملا هبت‌الله ته ډاډ ورکړی چې نه غواړي یو ځل بیا د «اسلامي امارت» لپاره ستونزې جوړې کړي او له هغه څخه یې د لارښوونې غوښتنه کړې ده.

سرچینې وایي چې د طالبانو مشر تر اوسه د القاعده د دې وړاندیز په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او د ایران د وضعیت د روښانه کېدو په تمه دی.

د معلوماتو له مخې، دغه لیک د القاعده د مشر سیف‌العدل له خوا د طالبانو مشر ته استول شوی دی.

سیف‌العدل، چې د افغانستان انټرنشنل د یوه رپوټ له مخې په افغانستان او ایران کې د تګ راتګ په حال کې دی، د ایمن‌الظواهري تر وژل کېدو وروسته، د القاعده مشري پر غاړه واخیسته.

د ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې افغانستان انټرنشل په یوه ځانګړي رپوټ کې وویل، چې سیف العدل د جمهوري نظام له سقوط وروستهخپل ټول مخکیني پورونه ادا کړي او پاکستاني طالبانو ته یې د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې پېرلې دي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو د پلټنو پر بنسټ، سیف العدل او د القاعدې مخکینی مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو له جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر سره له پاکستان نه هلمند ته لاړل او کله چې کابل ونیول شو، د الظواهري او سیف العدل د سمبالښت او امنیت چارې حقاني شبکې ته وسپارل شوې.

په پکتیکا کې حقاني شبکې ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې سیف العدل کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لومړی په پکتیکا کې اوسېده خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای میاشتو کې د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې وشوې او دې سیمو ته ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو او د خیریه موسسو کارکوونکو سفرونه پیل کړل، سیف العدل او ددې شبکې نورو مشرانو ځانونه خوندي محسوس نه کړل او کونړ او نورستان ته لاړل.

له ایراني ډیپلوماټ سره د سیف العدل تبادله

حقاني شبکې ته نږدې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ایران سپاه پاسداران مامورانو سیف العدل د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي د تبادلې په بهیر کې حقاني شبکې ته وسپاره.

نیاکی د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ایران د کونسلګرۍ ډیپلوماټ و چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې د دې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې په میرانشاه او د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.

سرچینې دغه راز وايي، ایران د القاعدې یو شمېر نور مشران هم حقاني شبکې ته وسپارل چې د ایمن الظواهري زوم شیخ ابودجانه المصري او د ظواهري لور پکې شامل وو.

ابودجانه د القاعدې له خوا د پاکستاني طالبانو او جنګیالیو ډلو د چارو د تنظیم مسوول و.

د دې تبادلې د شرایطو له مخې، ایران د بن لادن ۱۸ کلنه لور ایمان هم د هغې مور نجوا بن لادن ته وسپارله او سوریې ته لاړه.

د بن لادن د کورنۍ ګڼ غړي او د هغه لمسیان د طالبانو د لومړني نظام له پرځېدو وروسته د ایران له لارې د تګ پرمهال نیول شوي وو.

سرچینو چې د دې تبادلې بهیر له نږدې څارلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ایراني ډیپلوماټ له تبادلې وروسته میرانشاه ته د جنګیالیو د هر ګروپ پر سر پنځه میله نوي کلاشنیکوف، یوه پیکا، یو میل راکټ لانچر او یو میل لرې نښه ویشتونکي سنایپر ټوپک راغلل چې لیبلونه یې په ماشین له منځه وړل شوي وو او ټولو جنګیالیو ډلو ته ووېشل شول.

سرچینه وايي، هغه مهال د طالبانو په منځ کې ویل کېدل، چې دا وسلې له ایران نه راغلې دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څیړنو له مخې، سیف العدل د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر پیرلي وو چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د نفوذ د ساحې په ډیرولو کې مرسته وکړه.

خو په ورته وخت کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف‌بي‌ای) پخواني چارواکي په دې باور دي، چې سیف‌العدل له ۲۰۰۳ کال راهیسې په ایران کې ژوند کوي. نوموړی چې په بېلابېلو نومونو لکه محمد صلاح‌الدین زیدان، محمد ابراهیم مکّاوي او ابراهیم المدني هم پېژندل کېږي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په تور لېست کې شامل دی. هغه په مصر کې زېږېدلی او۶۶ کلن دی.

د راپورونو له مخې، هغه انځور چې د امریکا پولیسو د سیف‌العدل د تعقیب اعلان سره خپور کړی، په ۱۳۹۱ کال کې په تهران کې اخیستل شوی دی.

د طالبانو سرې میاشتې د بریتانیا له سره صلیب نه د بهرنیو سفرونو په برابرولو کې مرسته غوښتې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن د بریتانیا د سره صلیب د قانون او پالیسۍ له مسوولې سیویا کولونا سره په لیدنه کې له نوموړې غوښتنه کړې، چې د بهرنیو سفرونو په تنظیم او همغږۍ کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ویلې، د کډوالو د پرله‌پسې راستنېدو، طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله د اړمنو کورنیو شمېر زیات شوی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ده.

هغه همداراز د مرستو د جلبولو او نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه لپاره د بهرنیو سفرونو د تنظیم او همغږۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

یاده اداره وایي، د بریتانیا د سره صلیب استازې د افغاني سرې میاشتې هڅې وستایلې او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري همکاریو د پراخېدو او ګډ کار ژمنه وکړه.