• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

پر افغانستان د پاکستاني ډرون بریدونه؛ نامشروع واکمني، د نړۍوالو او سیمه‌ییزو قوانینو نقض

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۸ GMT+۰

تازه د خوست، ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري د ډرون بریدونه شوي چې یو شمېر عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کړی چې نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړۍوالو قوانینو له مخې هم دا ډول بریدونه مشروعیت نه لري.
که چېرې د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، سیمه‌ییزو تړونونو، د بشري حقونو اصولو او د ګاونډیتوب د اصولي ماهیت په اساس دا ډول بریدونه وڅېړو؛ نو جوتیږي چې دا بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری، له بشري حقونو سرغړونه او د د نړۍوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض دی.

۱. د دولتي حاکمیت اصل او د ملګرو ملتونو منشور

د ملګرو ملتونو منشور په دویمه ماده کې د هر دولت د ملي حاکمیت، سرحدي بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د نه نقض اصل روښانه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د چارټر په دویم ارټیکل په څرګند ډول د هر ډول زور استعمال یا د زور ګواښ پر دولتونو بندیز لګوي.

د دې مادې له مخې یوازې دوه استثناوې شته:

  • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه
  • د ځان‌ساتنې حالت

د پاکستان وروستي بریدونه په دې دواړو کې نه راځي، ځکه نه امنیت شورا اجازه ورکړې او نه هم د ځان‌ساتنې شرایط ثابت شوي دي.

که څه هم پاکستان بار - بار ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاکستاني طالبان ژوند او فعالیت کوي، خو په وروستیو بریدونو کې یوازې عام وګړي وژل شوي دي.

۲. د ځان‌ساتنې (Self-Defense) ادعا او حقوقي ننګونې

پاکستان ډېر ځله خپلې نظامي مداخلې د ترهګرو ډلو د ځپلو تر نامه لاندې توجیه کوي. خو د نړۍوالو قوانینو له مخې، د ځان‌ساتنې اصل یوازې هغه وخت منل کېږي چې لاندې شرطونه پوره کړي:

  • فوري ګواښ (Imminent Threat): باید ښکاره شي چې له افغانستانه پر پاکستان مستقیم او فوري برید شونی دی، چې تر اوسه داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې.
  • ضرورت او تناسب (Necessity & Proportionality): برید باید وروستی حل وي او د تاوان اندازه یې د ګواښ په پرتله متناسبه وي، چې د ټي ټي پي په مساله کې برید وروستی حل نه دی.

په ډرون بریدونو کې چې اکثره ماشومان او ښځې قربانیان دي، د تناسب اصل نه یوازې نقض کېږي، بلکې په نړۍوالو محکمو کې د جنګي جرم په کټه‌ګورۍ کې راځي.

100%

۳. نړۍوال بشردوستانه قوانین او د ملکي وګړو ساتنه

د جنیوا تړونونه (1949) او د هغوی ضمیمه يي پروټوکولونه د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې اصل بنسټیز ګڼي.

  • درېیم ارټیکل څرګندوي چې پر غیرنظامیانو مستقیم برید د هر ډول شرایطو لاندې منع دی. په وروستیو بریدونو کې درېیم ارټیکل تر پښو لاندې شوی دی.
  • د ډرون بریدونو مستندې پېښې ښيي چې د ملکي تلفات زیات دي، له همدې امله پاکستان د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونکی ګڼل کېدی شي.

۴. د سیمه‌ییزو تړونونو سرغړونه

پاکستان او افغانستان دواړه د سارک غړي دي. د دې ټولنې منشور د یو بل د خاوري د نه نقض، د ګډې سولې او د غیرمداخلې اصل تاییدوي.

سربېره پر دې، د پاکستان اقدامات د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) له اصولو سره هم ټکر لري، کوم چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې او خپلواکۍ درناوی اړین بولي.

۵. د نړۍوالو بشري حقونو اړخ

د بشري حقونو نړۍوال اسناد لکه:

  • Universal Declaration of Human Rights (1948)
  • International Covenant on Civil and Political Rights (ICCPR)

د ژوند حق یو نه‌ماتېدونکی اصل ګڼي. د ډرون بریدونه چې د بې‌محاکمې وژنې سبب کېږي، د ژوندانه د حق ښکاره نقض دی او د نړۍوالو بشري قوانینو پر وړاندې لویه پوښتنه راپورته کوي.

۶. د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېزې

د ډرون بریدونه یوازې د سرحدي شخړو د زیاتېدو لامل کېږي. د عامو خلکو وژل د افغانانو پر پاکستان د باور کچه له منځه وړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي دښمنۍ اور ته تېل اچوي او په نړۍواله کچه دا کړنې د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای د افراطي ډلو د جلب او جذب وسیله ګرځي.

که څه هم طالبان په نړۍواله کچه د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي، خو د واک ټول وسایل یې په لاس کې دي. د همدې له امله د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د ملي حاکمیت د دفاع مسوولیت په عملي توګه له دوی سره دی.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، حتا de facto واکمن ځواکونه د خلکو د اساسي حقونو په ساتنې مکلف دي. خو که چېرې طالبان که د پاکستان پر وړاندې چوپ پاتې شي، د ولس د اعتماد وروستۍ کچه هم له لاسه ورکوي. که جدي غبرګون ښکاره کړي، د پاکستان له سختو سیاسي فشارونو سره به مخ شي.

دغه وضعیت طالبان د یوې حقوقي او سیاسي معضلې سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د ګڼو چارواکو کورنۍ، کاروبارونه او سیاسي اړیکې په پاکستان کې ځانګړې ریښه لري، دوی د یاد ریښه يي مجبوریت په اساس نه شي کولی چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي او یا هم یو غښتلی دریځ ونیسي.

د خوست، ننګرهار او کونړ ډرون بریدونه د نړۍوال حقوقي نظام له نظره هېڅ ډول مشروعیت نه لري. دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت، د خلکو پر ژوند او د سیمه‌ییزې سولې پر ثبات ښکاره ګواښ دي.

افغانستان په هغه وخت کې کولی شي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي، چې دا هېواد نړۍوال رسمیت ولري.

همدا رنګه د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له لارې د بشري حقونو د سرغړونو دوسیه ثبت کړي او سیمه‌ییزو سازمانونو لکه، سارک او اسلامي همکاریو سازمان له لارې د پاکستان پر ضد ډېپلوماټیک فشار زیات کړي.

دا چې دا مهال افغانستان په نړۍواله کچه هېڅ ډول رسمیت نه لري، نو اوسني حاکمان هم حق نه لري چې په ملګرو ملتونو او یا نورو نړۍوالو سازمانونو کې د شکایت دوسیه ثبت کړي.

خو دا چې د ډرون ړانده بریدونه یوه بشري سرغړونه ده، اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه چوپ پاتې نه شي.

که نړۍواله ټولنه د دغو بریدونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي، نه یوازې د افغانستان خاورې ته به تاوان رسېږي، بلکې د نړۍوالو قوانینو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راځي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور دوه افغانان محکمې ته وړاندې شوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱
په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور دوه افغانان محکمې ته وړاندې شوي
100%

بریتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکي د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تیري په تور محکمې ته وړاندې شوي دي. تورن کسان احمد مولاخیل او محمد کبیر نومیږي او ۲۳ کاله عمر لري. دواړو تورنو د واروېک کراون محکمې پر وړاندې ویلي چې بې‌ګناه دي.

ډیلي میل ورځپانې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) راپور ورکړی چې پېښه د جولای په ۲۲مه د ننیټون ښار په یوې خاموشه سیمه کې پېښه شوې.

پولیس وايي، احمد مولاخیل پر نجلۍ درې ځله جنسي تېری کړی، دوه ځله یې جنسي ځورونه کړې او هڅه یې کړې نجلۍ وتښتوي.

همدا ډول محمد کبیر بیا په دغه عمل کې د همکارۍ او د ماشومې د تښتولو د هڅې په تور محاکمه کېږي.

څارنیزو کامرو د پېښې د شپې هغه ویډیو ثبت کړې چې پکې یو سړی د نجلۍ ترڅنګ روان ښکاري. پولیس وايي، برید تر هغې شاوخوا نیم ساعت وروسته شوی.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه تورن کسان په هغو کورونو کې اوسېدل چې د مالیه ورکوونکو له پیسو په کرایه اخیستل شوي.

د قضیې په تړاو د بریتانیا په سیاسي ډګر کې هم سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

د رېفورم یو کې ګوند مشر نایجل فراج او د واروېکشایر د ولایتي شورا مشر جورج فینچ پولیسو باندې نیوکه کړې چې د تورنو کسانو د کډوالۍ او تابعیت جزییات یې پټ ساتلي دي.

هغوی ټینګار کوي چې د داسې پېښو پټول نه یوازې د خلکو باور زیانمنوي، بلکې د ټولنې تر منځ د کړکېچ سبب هم ګرځي.

د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر بیا ویلي چې پولیس باید په ورته قضیو کې زیاته روڼتیا ولري او عامو خلکو ته د تورنو کسانو د شالید په اړه سم معلومات ورکړي.

ټاکل شوې چې د دې دوسیې بله اورېدنه د نومبر په ۲۱مه او د اصلي محاکمې نېټه د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۶مه وي.

کرزي ته د هبت‌الله دستور‌لیک؛ هبت‌الله د کرزي د جلاوطنه کولو لپاره کابل ته پلاوی استولی

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۱
کرزي ته د هبت‌الله دستور‌لیک؛ هبت‌الله د کرزي د جلاوطنه کولو لپاره کابل ته پلاوی استولی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده له کندهاره یو ځانګړی پلاوی کابل ته لېږلی څو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او ترې وغواړي چې هېواد پرېږدي. کرزي ویلي، افغانستان یې هېواد دی او نه غواړي له خپل هېواده ووځي.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د هبت‌الله اخوندزاده پلاوي ته ویلي، چې له هېواده نه وځي.

د سرچینو په وینا ښاغلي کرزي ټینګار کړی، چې افغانستان یې هېواد دی او نه غواړي له هېواده ووځي.

د طالبانو د مشر د پلاوي او حامد کرزي د لېدني د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه پلاوي حامد کرزي ته د هبت‌الله اخوندزاده پنځه ماده‌ییز دستور‌لیک سپارلی دی.

د دغه دستور‌لیک یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، چې په هغه کې «د طالبانو د رژیم اطاعت، د هر ډول سیاسي او رسنیزو فعالیتونو منع او په ملي او نړیوالو مسلو د تبصرو پر محدودیت» ټینګار شوی دی.

په دغه دستور‌لیک کې لیکل شوي:«د مشهورو شخصیتونو ستاینې، د ځانګړو مناسبتونو نمانځل، یا د ملي او نړیوالو مسلو په اړه څرګندونې کول» منع دي.

د طالبانو د مشر دستورلیک
100%
د طالبانو د مشر دستورلیک

سرچینو دا هم ویلي، چې په دې ورستیو میاشتو کې د بهرني ډېپلوماټانو او کرزي ترمنځ لېدني هم محدودي شوې دي.

کرزي د وروستي ځل لپاره میرویس عزیزي سره لېدلي او په دغه لېدنه کې یې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د پانګې اچونې او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په اړه خوښي ښودلي.

کرزي په تېرو څلورو کلوونو کې څو ځله له بهرنیو ډېپلوماټانو سره لېدلي او کله نا کله یې په ځانګړي توګه د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونې کړې دي. هغه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار له ملاتړو څخه دی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

دغو سرچینو ویلي، چې طالبانو له کرزي غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه له څرګندونو ډډه وکړي.

حامد کرزي څه موده وړاندې پر کونړ د پاکستان د هوايي برېدونه په اړه اندېښنه څرکنده کړې وه، د تقاعد شویو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه یې د طالبانو د پرېکړې هرکلی کړی و او د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په اړه یې پیغام خپور کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مشر مخبرانو د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې، چې پخواني ولسمشر پکې ویلي، دی د هبت‌الله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبت‌الله ترې ډېر وېرېږي.

سرچینې وایي، د طالبانو د مشر مخبرانوله یوه مېلمه سره د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړې دي.

کرزي په دې لیدنه کې مېلمه ته ویلي: «ملا هبت‌الله له هیچا دومره نه وېرېږي لکه له ما، ځکه زما حضور د هغه سیاسي ژوند پای ته رسوي او زه یې پر وړاندې یوازینی ریښتینی سیاسي ګواښ ګڼل کېږم».

د دې لیدنې د وخت او مېلمه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغانستان او پاکستان سبا د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې سره مخامخ کېږي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱
افغانستان او پاکستان سبا د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې سره مخامخ کېږي
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا ماښام د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي. دغه سیالۍ به د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبغاړو د سیالیو تر پیل وړاندې خپل تمرینات بشپړ کړي او د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا د لوبډلې هدف دا دی چې د راتلونکي اسیا جام لپاره غوره چمتووالی ولري.

د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د سپتمبر په اوومه نېټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

پاکستان تر دې دمه افغانستان سره اووه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې څلور پاکستان او درې افغانستان ګټلي دي.

سږکال په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱
سږکال په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، سږکال تر اوسه په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا وژونکی ویروس پکې پاتې دی.

په افغانستان کې د پولیو دغه دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي.

همدارنګه، د هېواد له نهو ولایتونو څخه د پولیو ویروس چاپېریالي نمونې موندل شوي. هممهاله پاکستان کې د ۲۱ نوو پېښو راپور ورکړل شوی، چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا په ناامنه سیمو کې دي.

کندهاریان وایي د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسر بیې لوړوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱
کندهاریان وایي د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسر بیې لوړوي
100%

کندهاریان د تېلو له لوړې بیې شکایت لري او وایي، چې د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول تېلو ته بیې ټاکي او د تېلو په کاروبار کې د طالب چارواکو د لاس لرولو له امله د تېلو کیفیت ټېټ شوی او په لوړه بیه یې پر خلکو پلوري.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د تېلو د لوړو بیو څخه شکایت کړی او ویلې یې دي، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول د تېلو بیې لوړوي.

په کندهار کې د تېلو د یو ټرانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه د ځینو طالبانو په همکارۍ په خپلسري ډول د تېلو قیمتونه لوړ کوي.

نوموړی وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د یو لیټر پټرول بیه له ۶۳ افغانۍ څخه ۷۱ افغانۍ ته لوړه شوې.

نوموړی وايي:«لومړۍ خو د تېلو کیفیت ډېر ټېټ دی، بیا نو همدا تېل هره ورځ په لیټر کې یوه افغانۍ ګرانیږي. د طالبانو د انحصاراتو ریاست او د تېلو اتحادیه یو مافیايي سیسټم جوړ کړی دی او په خپل سر د تېلو قیمتونه لوړوي. دوی نه نړیوال بازار ته ګوري او نه د ډالر او افغانۍ قیمتونه په نظر کې نیسي.»

د معلوماتو له مخې د اګسټ میاشت په ۱۳مه نېټه کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه ۶۳ افغانۍ وه خو نن په کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه تر ۷۱ افغانۍ لوړه شوې ده.

د جانان علیزي په نوم د کندهار ښار اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د تېلو کیفیت دومره خراب دی چې حد یې نشته. موږ که تېل موټر یا موټرسایکل ته واچوو هغه خرابیږي، مجبوره یوو چې د جوړېدو لپاره یې دوه برابره پیسې مستري ته ورکړو. مخکې د تېلو کیفیت ښه و، خو اوس هم کیفیت خراب دی او هم یې قیمتونه ورځ په ورځ لوړیږي.»

له کندهار څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو له ایران او روسیې څخه د تېلو د وارداتو مسولیت په غاړه اخیستی او د یادو کسانو په خوښه په ازاد بازار کې تېلو ته بیې ټاکل کیږي.

طالبانو څه موده وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلورل بند کړل چې له امله یې د تېلو سلګونه کاروباریان بیکاره شول.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې، خو کندهاریان وايي، د یادو سټنډرډونو د تصویب وروسته د تېلو کیفیت ټیټ شوی او قیمتونه یې لوړ شوي دي.