روسیې د کوچنیو وسلو د ترمیم او اکمال ژمنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې او د منځنۍ اسیا له پولو سره نږدې د طالبانو پوستې پیاوړې شي.
خو د طالبانو غوښتنې تر دې ډېرې او پراخې دي.
د طالبانو د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هڅه کړې د روسیې له نظامي-صنعتي کمپلکس سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي، څو د وسلو د پېر او ترمیم دواړه امکانات برابر کړي.
طالبانو د AK کورنۍ د ۱۴زره او ۸۰۳ بېلابېلو ډولونو نوملړ چمتو کړی، چې له مخې به یې روسیه دغه وسلې ترمیموي او د مهماتو مرسته به یې کوي. په دغو وسلو کې AK-47، AKM، AKMS او AK-74 شامل دي، چې په افغانستان کې په «کلاشنکوف» مشهور دي.
سربېره پر دې، ۸۶۳۲ میله AKS-7 لنډي(کرینکوف)، SKS نیمهاتومات ټوپک او SVD دراګونوف سنایپر ټوپک هم په نوملړ کې شامل دي چې باید ابتدايي ترمیم او پالش شي. په دغه نوملړ کې ۲۱ زره او ۳۲ ماکاروف، TT-33 او Stechkin اتوماتې تومانچې هم غوښتل شوې دي.
د پوځي چارو کارپوهان وايي، د دغو وسلو ډېری برخه د شوروي اتحاد، د پخوانيو حکومتونو او یا هم د څو لسیزو جګړو پر مهال افغانستان ته رسېدلې ده.
د طالبانو په لاس کې موجودې امریکایۍ وسلې سره له دې، چې تر روسۍ هغو پرمختللې دي، خو د پرزو، مرمیو او ترمیم د محدودیتونو له امله یې د دې ډلې په جنګیالیو کې استعمال ورځ تر بلې کمیږي.
سربېره پر دې، د ۱۲ نورو MiG-21، MiG-23، Su-22 او Su-25 جنګي الوتکو د ترمیم غوښتنه هم شوې ده.
دا الوتکې د کابل، هرات، جلال اباد، خوست، بګرام او کندهار هوايي ډګرونو په هنګرونو کې ولاړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دا غوښتنې د «دفاعي اړتیاوو» پر بنسټ دي. د سرچینې په وینا، طالبان هڅه کوي له روسیې سره اړیکې له سیاسي هغو نه امنیتي او اقتصادي اړخونو ته هم وغځوي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو او روسیې د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون اصلي محور د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ده چې روسیې ته مطلوبې دي.
د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته، که څه هم د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پراخې زېرمې د طالبانو لاس ته ولوېدې، خو د دغو تجهیزاتو ساتنه، تخنیکي ملاتړ او ترمیم د دوی لپاره لویه ستونزه پاتې شوې ده.
روسیې تر اوسه په رسمي ډول د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو د طالبانو او مسکو ترمنځ همکاري د منځنۍ اسیا د امنیت، د داعش د نفوذ د مهارولو او د لویدیځ له نفوذ سره د سیالۍ په چوکاټ کې ارزولې ده.
داسې ښکاري چې کرملین له طالبانو سره محدودې تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو د درنو وسلو خرڅلاو به د نړیوالو حساسیتونو او احتمالي غبرګونونو له امله له احتیاط سره مل وي.
ځینو بزګرانو پر خپلو ځمکو هینجه وکرله او ځینو نورو د انارو او زردالو بڼونه جوړ کړل، خو ډېر بزګران لاهم کوکنار بې «بدیله کښت» ګڼي.
د افغانستان نشهيي توکي تر ډېره له دوو مهمو لارو نړیوالو بازارونو ته رسېږي؛ لوېدیځ مسیر چې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته غځېږي او شمالي مسیر چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې روسیې او اروپا ته ځي. د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او تاریاکو د تولید له کمېدو سره هممهاله، د نشهيي توکو نړیوال بازار د «میتامفتامین» په څېر د مصنوعي توکو پر لور روان دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د کوکنارو د کښت کمېدل له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې یو مهم بدلون دی، خو د بزګرانو لپاره د اقتصادي بدیل نشتوالی او د قاچاقي شبکو دوام کولی شي د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې وساتي.