رفیع الله، چې تازه یې ګوډه ماته فارسي زده کړې، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«اول کال چې کوکنار بند شول د هلمند باغران ولسوالۍ ته ولاړو، په یوه دره کې مو کوکنار وکرل، زه وم او دوه مې وروڼه راسره وو».
خو په باغران کې هم طالبانو هغه وڅاره او کروندو ته پسې ورغلل.
نوموي زیاته کړه، « کله چې کوکنار ګل ته ورسېدل، طالبان راخبر شول او زموږ لس جریبه بوټي یې واړول».
هغه څو ورځې وروسته په لښکرګاه کې د نشه يي توکو له سوداګرو سره ولیدل او د هغوی په مشوره د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ ته لاړ. دلته هغه او دده په څېر ګڼو نورو بزګرانو یا ځمکې ګرو کړې او یا یې دوه پردرې برخې د کر لپاره په اجاره واخېستې.
د کندهار یو بزګر، چې د رفیع الله په څېر ارګو ته تللی، وايي، یو شمېر بزګران او د کوکنارو د کرکیلې مسلکي کسان د هغو شرکتونو مسوولانو له ځان سره کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته بېولي، چې په دغو ولایتونو کې دویم او درېیم لاس قراردادونه لري.
هغه زیاته کړه، « دغه بزګران او کارګر په کمه لاسباړه کار کوي او پاتې وخت د کوکنارو په کروندو کې بوختیږي».
خو رفیع الله دلته هم د طالبانو د کوکنارو اړولو له ځواکونو په کراره نه دی.
د غويي پر ۱۹مه د ارګو د اتین جلو سیمې کروندګرو د طالبانو د کوکنارو اړولو د ځواکونو خلاف پراخ لاریونونه وکړل، چې په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول. د طالبانو د ارګو ولسوالۍ چارواکو دغه کروندګر بلوا کوونکي وبلل.
د ارګو ولسوالۍ اتین جلو دره، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د کوکنارو د کروندګرو ترمنځ د شخړو شاهده وه د هلمند او بدخشان د نشه يي توکو یو شمېر سوداګرو په وردوج، درواز او یاوان ولسوالیو کې د نشه يي توکو د پروسس فابریکې جوړې کړې او اوس لنډ دوی له ارګو نه خپل تاریاک د پروسس لپاره وردوج، درواز او یاوان ته لیږدوي.
د رفیع الله په وینا، په دغو ولسوالیو کې د طالبانو یو شمېر محلي چارواکي او د بدخشان، هلمند او کندهار له نشه يي توکو سره تړلې شبکه په ګډه د کوکنارو د کر او تاریاکو د پروسس چارې مدیریت کوي.
محلي سرچینې وايي، چې سیمه ییز کروندګر د کوکنارو په کروندو کې د بوختېدو لپاره د کندهار خلکو ته له دې امله لومړیتوب ور کوي، چې د کوکنارو کرکیلې ډېری د کندهار د طالبانو له خوا له منځه وړل کیږي، خو کله کله د کندهاري بزګرانو په مرسته یا واسطه ددوی کروندې له بشپړ له منځه تلو ژغورل کیږي.
د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوکنارو د کر خلاف د طالبانو اقدامات ددې لامل شوي چې د نشه يي توکو د قاچاق لويي شبکې د کوکنارو کر او د کاروبار جغرافیا د افغانستان له سویل څخه شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو ته ولېږدوي.
په لښکرګاه کې د کوکنارو له کر سره تړلي یو تن له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل:«په کندهار، هلمند او ارزګان ولایت کې طالبان بزګرانو ته د کوکنارو د کر له امله سزاوې ورکوي. ځینې خلک د نورو پیسه دارو په لمسون بدخشان، تخار او کندوز ته ولاړل او هلته یې په ځینو داسې درو او سیمو کې کوکنار کرل پیل کړل چې د طالبانو تګ راتګ پکې کم دی».
یو شمېر بزګران وايي، چې د نشه توکو د قاچاق له لویو شبکو سره عام کروندګر هم خوښ دي، ځکه د دوی په باور، د نورو کرکیلو په پرتله د کوکنارو کښت ورته ډېره اقتصادي ګټه رسوي.
افغانستان له دوو لسیزو څخه د زیاتې مودې لپاره د نړۍ د تاریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد پېژندل کېده، خو له ۲۰۲۲ کال وروسته دغه وضعیت له پراخو بدلونونو سره مخ شو او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او اپینو د تولید کچه په بېساري ډول راکمه شوې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د تاریاکو تولید په اوج کې و. د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په دغه کال کې شاوخوا ۲۳۳ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه او د تاریاکو ټول تولید نږدې ۶۲۰۰ ټنو ته رسېده. افغانستان پر همدې کال د نړۍ نږدې ۸۰ سلنه ناقانونه تاریاک تولیدول.
په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو د کر ساحه څه باندې لس زره هکټاره ته راښکته شوې او د اپینو ټول تولید هم په همدې موده کې له څه باندې ۶۰۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راکم شوی دی.
افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوکنارو د کر خلاف د طالبانو اقدامات ددې لامل شوي چې د نشه يي توکو د قاچاق لويي شبکې د کوکنارو کر او د کاروبار جغرافیا د افغانستان له سویل څخه شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو ته ولېږدوي. خو په دې منځ کې ګڼ شمېر بزګران چې کلونه یې د کوکنارو له لارې ژوند کاوه، له بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ شول او د رفیع الله په څېر ځینې اړ شول چې د کر سیمه بدله کړي. ځینو بزګرانو پر خپلو ځمکو هینجه وکرله او ځینو نورو د انارو او زردالو بڼونه جوړ کړل، خو ډېر بزګران د وړ بدیل د نشتوالي، سوداګریزو لارو د بندېدو او کم حاصله فصلونو له امله لاهم کوکنار بې «بدیله کښت» ګڼي.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین ابراهیم ازهر د افغانستان له سویل نه د شمالي ولایتونو پر لور د کوکنارو د جغرافیا د لېږد لامل پر بزګرانو د طالبانو فشارونه او بدیل طبیعي شرایط ګڼي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « څو مهم عوامل پکې رول لري. لومړی د طالبانو فشارونه او د کوکنارو د کښت منع کول، بل په شمالي او شمال ختیزو سیمو کې مناسب طبعي شرایط، یانې غرنیزي او لرې سیمې لري چې د طالبانو ورتګ ستونزمن دی. بل لامل هم د بزګرانو اقتصادي ستونزي، د معیشتي فرصتونو کمښت، د قاچاقي شبکو پراخ فعالیت او په لرې پرتو سیمو کې د قانون نه پلي کېدل دي».
د هغه په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق شبکې هڅه کوي چې تولید په بېلابېلو سیمو کې وساتي او کله چې په یوه سیمه کې فشار زیات شي ښايي خپل فعالیتونه نورو سیمو ته ولېږدوي.
خو ځینې نور پر کوکنارو د طالبانو بندیز له سیاسي موخو سره تړلی ګڼي او په دې باور دی، چې طالبان له دې لارې پر ځان نړیوال فشارونه را کموي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانۍ وزیرې سلامت عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د تریاکو د تولید کمښت تر ډېره بریده واقعي دی، خو میداني واقعیتونه ښيي چې دا کمښت په ټولو سیمو کې یو شان نه دی. په ځینو سیمو کې بزګرانو په پټه د کوکنارو کښت ته دوام ورکړی او یا یې په راتلونکي کې د بیا کرلو تکل لري. له همدې امله، د تولید کمښت واقعي دی، خو بشپړ او دوامدار نه دی».
نوموړي په دې باور ده، چې د بدیل معیشت نشتوالي ډېر کروندګر دې ته اړ کړي چې په ځینو سیمو کې د طالبانو له بندیز څخه سرغړونې وکړي، ځکه بېوزلي، د کافي عاید نشتوالی، په ځینو سیمو کې کمزورې څارنه، د کوکنارو د کښت لوړه ګټه او د قاچاقي شبکو فعالیتونه لا هم بزګران دې ته هڅوي چې کوکنار وکري.
ځینو بزګرانو پر خپلو ځمکو هینجه وکرله او ځینو نورو د انارو او زردالو بڼونه جوړ کړل، خو ډېر بزګران لاهم کوکنار بې «بدیله کښت» ګڼي. د افغانستان نشهيي توکي تر ډېره له دوو مهمو لارو نړیوالو بازارونو ته رسېږي؛ لوېدیځ مسیر چې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته غځېږي او شمالي مسیر چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې روسیې او اروپا ته ځي. د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او تاریاکو د تولید له کمېدو سره هممهاله، د نشهيي توکو نړیوال بازار د «میتامفتامین» په څېر د مصنوعي توکو پر لور روان دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د کوکنارو د کښت کمېدل له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې یو مهم بدلون دی، خو د بزګرانو لپاره د اقتصادي بدیل نشتوالی او د قاچاقي شبکو دوام کولی شي د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې وساتي.
یادونه: د رفیع الله نوم د هغه په غوښتنه مستعار کارېدلی.