• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهاریان وایي د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسر بیې لوړوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

کندهاریان د تېلو له لوړې بیې شکایت لري او وایي، چې د کندهار د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول تېلو ته بیې ټاکي او د تېلو په کاروبار کې د طالب چارواکو د لاس لرولو له امله د تېلو کیفیت ټېټ شوی او په لوړه بیه یې پر خلکو پلوري.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د تېلو د لوړو بیو څخه شکایت کړی او ویلې یې دي، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه په خپلسري ډول د تېلو بیې لوړوي.

په کندهار کې د تېلو د یو ټرانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د تېلو اتحادیه د ځینو طالبانو په همکارۍ په خپلسري ډول د تېلو قیمتونه لوړ کوي.

نوموړی وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د یو لیټر پټرول بیه له ۶۳ افغانۍ څخه ۷۱ افغانۍ ته لوړه شوې.

نوموړی وايي:«لومړۍ خو د تېلو کیفیت ډېر ټېټ دی، بیا نو همدا تېل هره ورځ په لیټر کې یوه افغانۍ ګرانیږي. د طالبانو د انحصاراتو ریاست او د تېلو اتحادیه یو مافیايي سیسټم جوړ کړی دی او په خپل سر د تېلو قیمتونه لوړوي. دوی نه نړیوال بازار ته ګوري او نه د ډالر او افغانۍ قیمتونه په نظر کې نیسي.»

د معلوماتو له مخې د اګسټ میاشت په ۱۳مه نېټه کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه ۶۳ افغانۍ وه خو نن په کندهار کې د یو لیټر تېلو بیه تر ۷۱ افغانۍ لوړه شوې ده.

د جانان علیزي په نوم د کندهار ښار اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د تېلو کیفیت دومره خراب دی چې حد یې نشته. موږ که تېل موټر یا موټرسایکل ته واچوو هغه خرابیږي، مجبوره یوو چې د جوړېدو لپاره یې دوه برابره پیسې مستري ته ورکړو. مخکې د تېلو کیفیت ښه و، خو اوس هم کیفیت خراب دی او هم یې قیمتونه ورځ په ورځ لوړیږي.»

له کندهار څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو له ایران او روسیې څخه د تېلو د وارداتو مسولیت په غاړه اخیستی او د یادو کسانو په خوښه په ازاد بازار کې تېلو ته بیې ټاکل کیږي.

طالبانو څه موده وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلورل بند کړل چې له امله یې د تېلو سلګونه کاروباریان بیکاره شول.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې، خو کندهاریان وايي، د یادو سټنډرډونو د تصویب وروسته د تېلو کیفیت ټیټ شوی او قیمتونه یې لوړ شوي دي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د اوبو سخت کمښت جدي اندېښنې راپارولې دي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د اوبو سخت کمښت جدي اندېښنې راپارولې دي
100%

د اوبو نړۍوالې اوونۍ له پای ته رسېدو سره جوخت، اروپايي ټولنې افغانستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد په پلازمینه کابل کې د اوبو کمښت یوه جدي اندېښنه بللې ده. یادې ټولنې ویلي، چې د اوبو کمښت د خوړو پر خوندیتوب او عامې روغتیا مستقیمه اغېزه لري.

یادې ټولنې پنج‌شنبه (د وږي په ۶مه نېټه) ټینګار کړی، چې د اوبو سرچینو سم مدیریت د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید هڅه وشي چې اوبه په سمه توګه استفاده او د راتلونکو انسانانو لپاره یو دوامداره راتلونکی جوړ شي.

اروپايي ټولنې په خپل پیغام کې ټینګار کړی دی: «اوبه ژوند دی. راځئ چې د هغې لپاره کار وکړو.»

څه موده مخکې ملګري ملتونه خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۳۰کاله پورې ښايي د ښار ځمکنۍ اوبه بشپړې وچې شي او له دې سره به کابل د نړۍ لومړنی عصري ښار وګرځي چې له اوبو بې‌برخې کېږي.

طالبان وايي تېره یوه اوونۍ لسګونه افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد شول

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۹ GMT+۱
طالبان وايي تېره یوه اوونۍ لسګونه افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۱۴۰ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي. د طالبانو په وینا؛ دغه کسان له یوې تر ۷ ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

طالبانو زیاته کړې، چې یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ په ډېرې چټکۍ سره روانه ده.

همدا نن د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه ډېری راستنېدونکي د اېستلو په بهیر کې له ناوړه چلند، توقیف او د کورنۍ له غړو جلاوالي سره مخامخ دي. د دغه بنسټ په وینا؛ ځینو یې د راستنېدو په بهیر کې خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم له لاسه ورکړې دي.

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستل؛ ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړ

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۱
له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستل؛ ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړ
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ چارواکي وايي، چې له ایران او پاکستانه ډېری راستنېدونکي د اېستلو په بهیر کې له ناوړه چلند، توقیف او د کورنۍ له غړو جلاوالي سره مخامخ دي. د دغه بنسټ په وینا؛ ځینو یې د راستنېدو په بهیر کې خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم له لاسه ورکړې دي.

نوموړي سازمان پنج‌شنبه (د وږي ۶مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له ایران او پاکستانه تر یو مېلیون ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد بنسټ په وینا؛ دغه راستنېدونکي له سختو بشري ناروینونو، د سرچینو نشتوالي او ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱.۴ مېلیون ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. یوازې له ایرانه یو مېلیون او له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰زره کسان د اپرېل په میاشت کې بېرته راغلي دي. د مارچ له ۲۰مې راهیسې تر ۶۰۰زره ډېر کسان ستانه شوي، چې نږدې ۳۵۰زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.
ورته مهال، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. راستنېدونکو د زیاتو محدودیتونو، ځورونې او تبعیض راپور ورکړی دی. قومي او مذهبي لږکۍ، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له پراخ ګواښ سره مخامخ دي.

افغانستان اوس‌مهال د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، وچکالۍ، د زلزلو او سېلابونو له امله د زیانونو په څېر له لویو ننګونو سره مخامخ دی. د کډوالو په لویه کچه اېستل د دغه هېواد پر محدودو سرچینو لوی فشار راوړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې و نه‌شي؛ نو د بېرته راستانه‌شویو کسانو ملاتړ کول به یوازې د څو نورو اوونیو لپاره شونې وي. نوموړي بنسټ له نړۍوالې ټولنې او خلکو غوښتي، چې د خوړو، روغتیايي مرستو، سرپناه، اوبو او کار په ګډون کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د مدني ټولنو غوښتنه: د افغانستان لپاره دې د «ځواب‌ویلو» یو خپلواک مېکانېزم جوړ شي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱
د مدني ټولنو غوښتنه: د افغانستان لپاره دې د «ځواب‌ویلو» یو خپلواک مېکانېزم جوړ شي
100%

د افغان او نړۍوالو مدني ټولنو یوې لویې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د دغې شورا غړو هېوادونو استازو ته په یوه پرانيستي لیک کې د افغانستان د ناوړه بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې د ځواب‌ویلو د یوه خپلواک مېکانېزم جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې ټینګار شوی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې روانې دي او تر ډېره د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې د جرمونو عاملان له عدالت نه خوندي پاتې شي. د دغه لیک پر بنسټ؛ دغه مېکانېزم باید «د بشري حقونو او نړۍوالو بشرپاله قوانینو د سرغړونو څېړنه وکړي، شواهد راټول او خوندي کړي، د مجرمانو د پېژندنې لپاره کار وکړي او د عدالت بهیر ته حقوقي ملاتړ برابر کړي.»

افغان او نړۍوالو مدني ټولنو زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو کلونو کې د ښځو، نجونو، لږکیو او د LGBTQI+ ډلې پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي او د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، هنرمندانو او د ټولنې د نورو فعالو غړو ځورونې، ربړول، خپل‌سرې نیونې او سزاګانې دوام لري.

په لیک کې راغلي، چې د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته د طالبانو له لوري د لاس‌رسي نه ورکول د ځواب‌ویلو بهیر لا پسې زیانمن کړی او یوازینۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه یو خپلواک او باصلاحیته نړۍوال مېکانېزم جوړ کړي.

د دغه لیک لاسلیک‌کوونکو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو شورا دې په خپله راتلونکې (۶۰مه) غونډه کې دغه مېکانېزم تصویب او لازمې سرچینې د ځانګړي راپور ورکوونکي او نورو څارونکو جوړښتونو لپاره برابرې کړي.

په یاد لیک کې ټینګار شوی، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي، د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو غږ واوري او د هغوی د عدالت‌غوښتنې ملاتړ وکړي.

پر افغانستان د طالب وسله‌والې ډلې تر بیاځل واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت په بې‌سارې توګه ناوړه شوی دی. ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو بې‌برخې شوې، مذهبي او قومي لږکۍ له تبعیضي چلند سره مخ دي او د بیان ازادي په سختو محدودیتونو کې اېساره شوې ده.

په تېرو څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو راپورونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو په وار-وار خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی حالت د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مخکې هم پر دې ټینګار کړی و، چې باید د سرغړونو د ثبت، څېړنې او د عدالت د خوندي کولو لپاره یو خپلواک نړۍوال مېکانیزم جوړ شي.

د ځان‌وژنو دوام؛ په خوست کې یو بل ماشوم هم ځان‌‌وژنه وکړه

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱
د ځان‌وژنو دوام؛ په خوست کې یو بل ماشوم هم ځان‌‌وژنه وکړه
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ځان‌وژنو پېښو پر دوام؛ د خوست لږترلږه دوو ځايي باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۵ کلن ماشوم ځان‌وژنه کړې ده. د سرچینو په وینا؛ دغه ماشوم «کوثر» نومېده او د ښوونځي زده‌کوونکی و.

سرچینو پنج‌شنبه (د وږي ۶مه) زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د خوست تڼیو ولسوالۍ په «روښاني» کلي کې شوې ده. سرچینې وايي، د دغې ځان‌وژنې لامل روښانه نه‌دی او نه هم ځايي طالبانو په دې تړاو څه ویلي دي.

100%

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حاکمیت تر سیوري لاندې افغانستان کې د ماشومانو د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي. تر دې مخکې هم د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د یوه ۱۳ کلن ماشوم د ځان‌وژنې خبر ورکړی و.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د روان کال په چنګاښ میاشت کې موندلې وه، چې د هغې میاشتې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې. اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دې پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.