د طالبانو د مرستیال لوی درستیز مالي خان صدیق زوی برهان اتل پر خپله فیسبوک پاڼه د طالبانو وروستیو بندیزونو او د منتقدانو نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ نظامونه راغلي او بېرته تللي، خو ظالم حکومتونه نه دي پاتې شوي.
نوموړی وايي، « د تاریخ په پاڼو کې هر څه تکرار شوي، د کفر نظامونه راغلي او تللي دي، خو د ظلم په نوم یو هم داسې نه دی پاتې شوی چې کامیاب شوی وي».
نوموړي دغه راز په یوه بل پوسټ کې لیکلي، چې طاهر اشرفي، مفتي عبدالرحیم، طارق مسعود او د پاکستان لسګونه نور ملایان لګیا دي او د افغانستان خلاف فتوې ور کوي خو طالبان ستانکزی په سپینه ږیره جلا وطن کوي او د شکر ناروغ مبین غږ د زندان د پنجرو تر شا ورکوي او ۸۰ کلن ډاکټر فاروق اعظم زندانيکوي.
د طالبانو مشر تازه په بلخ ولایت کې پر انټرنېت بندیز لګولی او دلیل یې د« منکراتو» مخنیوی بللی دی.
دې ډلې خپل د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار له دې امله زندان ته اچولی، چې د ښځو د زده کړو او عصري علومو ملاتړ یې کاوه.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د نوموړي قضیه خپلې نظامي محکمې ته راجع کړې ده.
د طالبانو په ځوان نسل کې یو شمېر کسان وخت ناوخته ددې ډلې د مشرانو د بندیزونو او سخت دریځیو مخالفت کوي.
له دې وړاندې د حقاني شبکې اړوند کسانو هم ددې ډلې د حکومت پر څرنګتیا او د مولوي هبت الله پر فرمانونو او حکمونو نیوکې کړې وې.