اوچا په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه وکړه

د پوهنې نړۍوالې ورځې په را رسېدو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې دې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو بندیز پای ته ورسیږي. اوچا ټینګار کړی چې زده‌کړې د انسانانو بشري حق او ورته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.