د کورمې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو له رسیدو سره بیې نیم په نیمه راټیټې شوې دي

په پاړه چنار کې ځایي خبریالان وایي چې د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته په خوراکي توکو بار د موټریزو کاروانونو له رسیدو وروسته د خوراکي توکو بیې نیم په نیمه ټیټې شوې دي.