سیما سمر: د افغان ښځو حقونه تل «دین او کلتور» ته د درناوي په پلمه تر پښو لاندې شوي

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشرې سیما سمر د جرمونو نړیوالۍ محکمې له خوا د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د لوی قاضي د نیولو د غوښتنې په غبرګون ویلي: «د ښځو حقونه تل «دین او کلتور» ته د درناوي په پلمه تر پښو لاندې شوي.»