په واشنګټن کې د پوځي چورلکې سره له ټکر وروسته مساپر وړونکې الوتکه سیند ته ولوېده

په واشنګټن کې د پوځي چورلکې بلک هاک سره له ټکر وروسته مساپر وړونکې الوتکه سیند ته غورځېدلې ده. سي بي اېس نیوز د پولیسو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې تر اوسه پورې لږ تر لږه د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي دي.