د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې وېبپاڼه وتړل شوه

د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې رسمي وېبپاڼه د تېرې شپې راهیسې تړل شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ غواړي دغه اداره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر کنټرول لاندې راولي.
د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې رسمي وېبپاڼه د تېرې شپې راهیسې تړل شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ غواړي دغه اداره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر کنټرول لاندې راولي.
د دغې وېبپاڼې د بندېدو لامل لا نه دی په ډاګه شوی او نه هم دغې ادارې په دې تړاو په رسمي توګه کوم خبر خپور کړی دی؛ خو ورسره د دغې پروژې کارونه او فعالیتونه هم له لاسه ورکړي دي.
له دغې ادارې لهخوا خړوبېدونکې شاوخوا ۵۰ نورې موسسې دا مهال په افغانستان کې تړل شوې دي.
دغه ګډوډۍ د امریکا د ولسمشر ټرمپ له هغه اعلان ورسته رامنځته کېږي، چې په ټوله نړۍ کې یې د امریکا متحده ایالاتو مرستې وځنډولې.
(USAID) چې د نړۍ په کچه د پرمختیایي مرستو د یوې نامتو ادارې په توګه پېژندل کېږي، له ۱۹۶۱ کال راهیسې یې د نړۍوالو مرستو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.