د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۶۱ زرو لوړ شو

د غزې چارواکو د اسراییل په جګړه کې لادرکه شوي کسان هم وژل شوي اعلان کړل، چې له دې سره په دغې جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱ زره او ۷۰۹ ته لوړ شو. غزه کې چارواکي وايي، چې لا هم له ۱۴ زرو ډېر مړي تر خارو لاندې پراته دي.