ګارډین: ستانکزی د نجونو د تعلیم په ملاتړ له وینا وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ اېستل شو

برېتانوي ورځپاڼې ګارډین راپور خپور کړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی د نجونو د زدهکړو پر بندیز له نیوکې وروسته اړ اېستل شو چې له افغانستان څخه ووځي او متحده عربي امارتو ته ولاړ شي. هغه په دې برخه د ملا هبتالله تګلاره وننګوله.