• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: له اسلام اباده نیول شوي ۷۸۱ بې‌اسناده افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو له حوالې راپور ورکړی، چې له اسلام اباده نیول شوي ۷۸۱ بې اسناده افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په دغه راپور کې د دغو کډوالو د اېستنې مودې ته اشاره نه ده شوې.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له‌خوا په ګډې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال له پیله بیا تر دې دمه یوازې له پېنډۍ او اسلام اباده د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۸۰۰ څخه زیات افغانان له نیول کېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.
جیونیوز د پاکستان په کورنیو چارو وزارت کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستان د بې‌اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ پیل کړې.
د جیونیوز د راپور له مخې، هغه افغانان چې په پاکستان کې اروپایي او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي؛ لا له دغه هېواده نه دي اېستل شوي.
خو د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې په اسلام اباد کې مېشت ګڼ هغه افغانان له دغه هېواده اېستي، چې د نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه وو.
د سرچینو په وینا، د دغو کسانو د ویزو موده ختمه شوې وه او د تمدید لپاره یې غوښتنلیک هم استولی و؛ خو د پاکستان حکومت دوی ونیول او څو ورځې یې په حاجي کمي کې وساتل او له هغه وروسته یې افغانستان ته ستانه کړل.
د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله‌ییزې اېستنې یو نوی پړاو پیل کړي.
د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت تېره چهارشنبه د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل تصویب کړل.
هغه افغانان چې د بیا مېشتیدنې په موخه درېیم هېوادونو ته ځي د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې به له اسلام اباد او راولپنډۍ و اېستل شي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي