د لبنان په ختیځ کې د اسراییل په هوايي برید کې ۶ تنه وژل شوي دي

د لبنان د ملي خبري اژانس(اېن اېن ای) د راپور له مخې، د لبنان په ختیځ بعلبیک ولسوالۍ د شېرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د لبنان د ملي خبري اژانس(اېن اېن ای) د راپور له مخې، د لبنان په ختیځ بعلبیک ولسوالۍ د شېرا په سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي: "د جنتا ښارګوټي ته څېرمه په شېرا سیمه کې د اسراییل د هوايي برید له امله شپږ تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
خو بلخوا د اسراییل پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د استخباراتي خدماتو تر لارښوونې لاندې برید کړی او ادعا یې کړې، چې د بیکا په دره کې یې د حزب الله غړي په نښه کړي.
له اوربند سره - سره، اسرايیل تر ۸۴۰ زیاتې سرغړونې کړي، چې په لبنان کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د اوربند د موافقې له مخې، اسراییل باید د جنورۍ تر ۲۶ نېټې پورې له سوېلي لبنان څخه د خپلو ځواکونو وتل بشپړ کړي، خو وروسته له دې چې اسراییل له دې موافقې انکار وکړ، دغه ضرب الاجل د فېبرورۍ تر ۱۸ پورې وغځول شو.


شمالي کوریا د شنبې په ورځ وویل، چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ په جریان کې د دوی اټومي وسلې د جنګي کارونې لپاره ډیزاین شوي دي، نه د "سوداګرۍ" لپاره.
تر هغه وروسته چې امریکا وویل، واشنګټن به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ "د شمالي کوریا بشپړ بې وسلې کولو" هڅه وکړي، پیونګ یانګ په یوه تبصره کې ویلي، چې د دوی اټومي ځواک د خبرو اترو لپاره نه، بلکې د جګړې لپاره کارول کېږي.
دغه تبصره چې په کې سي اېن ای خپره شوې په کې راغلي: "زموږ د هېواد اټومي ځواکونه د دوامداره جنګي کارولو لپاره دي، ترڅو د دوښمن ځواکونو لخوا د هر ډول یرغل هڅې ژر تر ژره له منځه یوسي چې د هېواد حاکمیت او د خلکو خوندیتوب ته زیان رسوي او سیمه ییزه سوله ګواښي."
د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د جمعې په ورځ د ولسمشر ټرمپ سره د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې دوی د شمالي کوریا د اټومي او توغندیو پروګرام ته د رسېدو اړتیا تاییدوي، کوم چې جاپان او امریکا ته "جدي ګواښ" دی.
هغه وویل، "جاپان او امریکا به د شمالي کوریا د بشپړې بې وسلې کولو لپاره په ګډه کار وکړي."
بلخوا، د ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو بیا ټینګار کړی چې دوی به شمالي کوریا د اټومي ځواک په توګه ونه مني.
شمالي کوریا دا څرګندونې "مسخره" وبللې
ټرمپ د متحده ایالاتو لومړنی اوسنی ولسمشر شو، چې په ۲۰۱۹ کې یې د شمالي کوریا په خاوره کې پښه کېښوده.
د پیونګ یانګ سره د هغه د غیر قانوني اټومي او بالسټیک توغندیو پروګرامونو په اړه د خبرو اترو د یوې برخې په توګه، هغه د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې کېم جونګ اون سره ولیدل.

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند ۲۷ کلونه وروسته په پلازمېنه کې واک بېرته ترلاسه کړ، چې دا د تیر کال له مایوسوونکو ملي ټاکنو وروسته د هندو ملتپال مشر لپاره یو پرمختګ دی. د هند د ټاکنو کمېسیون دمعلوماتو له مخې د مودي بهارتیا جنتا ګوند په ډیلي کې له ۷۰ څوکیو ۴۸ څوکۍ ګټلې دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د مودي د حکومت سیال د اروند کیجریوال په مشرۍ د عامو خلکو ګوند ۲۲ څوکۍ ګټلي دي.
د کیجروال په مشرۍ دغه ګوند په ۲۰۱۲ کال کې د فساد ضد مبارزې سره راپورته شو او په ډیلي کې یې خپله لومړۍ ټاکنیزه بریا خپله کړه او هغه دوه دورې واکمني وکړه .
۵۵ کلن کیجروال هغه سیاستوال و، چې د فساد پرضد راپورته شوی و؛ خو هغه تېر کال د عمومي ټاکنو مخکې د مودي د حکومت له خوا د فساد په تور ونیول شو.
دغه ګوند مودي په سیاسي غچ اخیستنې تورن کړ خو د مودي په مشرۍ بي جي پي دا ادعاوې رد کړې.
کیجریوال، چې په ضمانت خوشې شو او د ډیلي د سر وزیر په توګه یې استعفا ورکړه؛ ترڅو د ایالتي ټاکنو لپاره کمپاین باندې تمرکز وکړي.
دغه ګوند په تیرو دوو ټاکنو کې د ناچاره لپاره د وړیا اوبو او برېښنا تر شعار لاندې یې په لوی اکثریت سره بریالی شو.
خو په دې ټاکنو کې د مودي په مشرۍ بي چي پي ژمنه کړې چې د ګټلو په صورت کې د بې وزلو ښځو ته د میاشتې ۲۵۰۰ هندي روپۍ چې ۲۸ ډالره کېږي او هرې میندواره میرمنې ته د یو ځل لپاره ۲۱۰۰۰ هندي روپۍ او زیات عمره کسانو ته به ۲۵۰۰ هندي روپۍ ورکوی.
همدارنګه دغه کوند به د ګاز په برخه کې سبسایډي ورکوي.
مودي تیر کال د هند په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ خو د سیمه ییزو ګوندونو په ملاتړ سره د دریم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه بیرته واکمن شو.
د مودي په مشرۍ بي جي پي د څلورو ایالتونو له ټاکنو درې ګټلي دي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې له یوې میاشتې په کمه موده کې، په انقره او استانبول کې له سلو ډېر کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې موده کې، ۲۳۰ نور کسان د الکولو د څښلو له امله په روغتون کې بستر شوي دي.
د ترکیې اېن ټلوېزیون د شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه راپور ورکړ، چې د جنوري له ۱۴مې راهیسې په استانبول کې ۷۰ کسان د زهرجنو الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي.
د انقرې د پولیسو مشر واصف شاهین وویل، چې په دې موده کې په پلازمېنه کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي دي.
د ترکیې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ .چې د دې الکولو له څښلو وروسته ۴۰ کسان چې روغتون ته وړل شوي دي، په جدي حالت کې دي.
تر دې مخکې، د ترکیې دولتي خبري اژانس د مرغومي په ۱۸مه راپور ورکړ، چې په استانبول کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور په روغتون کې بستر شوي دي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د الکولو د بیو د لوړېدو له امله مصرفوونکو محلي شرابو ته مخه کړې ده.
ترکي رسنیو دا هم راپور ورکړی، چې په هیواد کې د غیر معیاري شرابو د څښلو له امله مړینې مخ په زیاتیدو دي.
په ترکیه کې د الکولي مشروباتو د بیې لوړوالي مصرفوونکي دې ته اړ کړي، چې ارزانه بدیلونو او کور جوړ شرابو ته مخه کړي، چې د زهري کېدو خطر یې زیات کړی دی.
رسنیو دا هم یادونه کړې چې په هیواد کې د الکولو د بیو د لوړوالي وروسته، د مشهورو برانڈونو بدلو شرابو تولید هم زیات شوی دی.

د پاکستان ده نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې، یوه پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل چې په «سایکو ارباب» هم پېژندل کېږي، د جمعې په ورځ د پښتونخوا د صوابۍ مرکز په ورسک سړک سیمه کې په مرموز ډول وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی.
د سمیا ګل ورور، محمد یاسین چې د اسلام اباد اوسېدونکی دی، پولیسو ته ویلي، چې خور یې سیما ګل په خپل کور کې وه او ناڅاپي یې روغتیایي حالت خراب شوی و.
هغه پولیسو ته ویلي، چې د درملنې لپاره یې د پېښور (لیډي ریډینګ) روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې پر لاره ساه ورکړې وه.
یاسین د خپلې خور د مړینې د لامل په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل چې، ښايي د زهرجنو موادو د خوړلو یا طبیعي لاملونو له امله وي. خو هغه روښانه کړه چې د دوی کورنۍ له هیڅ چا سره دښمني نه لري.
د پولیسو چارواکو دغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د سیما ګل له کوره یې مهم شواهد راټول کړي او پلټنې روانې دي.
پولیس زیاتوي، چې د مړینې دقیق لامل به د عدلي طیب راپور د ترلاسه کولو وروسته معلوم شي.
پښتونخوا په وروستیو کلونو کې د ښځينه هنرمندانو او اوسنیو خواله رسنیو د فعالانو لپاره په هدیره بدله شوې، او ډیری دغه ښځينه فعالانې د غیرت په نوم وژل کیږي.

د پاکستان جیونیوز په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا کې حکومتي چارواکي او پولیس په سیاسي غونډو او لاریونونو کې له ګډون څخه منعه کړای شوي دي. ویل کېږي چې دغه خبرتیاوې د سوات، ملاکنډ، دیر او بونیر په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د چارواکو لهخوا خپرې شوې دي.
سربېره پردې، د پښتونخوا په څو پوهنتونونو هم په هر ډول سیاسي غونډو کې د ګډون بندیز لګولی شوی دی.
په دې برخه کې خپره شوې خبرپاڼه کې ولایتي پولیسو ته لارښوونه شوې چې په لاریونونو کې له ګډون او اسانتیاوو ورکولو څخه ډډه وکړي.
ورته مهال د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمیټې څو غړو د پښتونخوا حکومت او ادارو د دې خبرپاڼې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.
له بلې خوا، د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دا خبرې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې: «زه به د تېر په څیر د لاریون مشري وکړم، دغه ټولې خبرې بې بنسټه دي، داسې کومه پرېکړه نه ده شوې».
دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تېرو دوو ورځو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې له مېشت افغان کډوالو غوښتي، چې په سیاسي غونډو او لاریونونو کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.