• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سندونه:د طالبانو مخابراتو وزارت او اترا ادارې د ډیجیټلي کارونو لپاره هندي انجینران ګومارلي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د خپلو ډیجیټلي کارونو لپاره له ځینو هندي انجینرانو څخه کار اخیستی دی.

د دغو خپرو شویو سندونو په منځ کې د یوه هندي انجینر د پاسپورټ انځور هم راغلی، چې ورسره د ورکړل شویو پیسو یو ضمني رسید هم پکې ښکاري.
ښايي طالبانو ځیني هندي انجینران په «فري لانس» یا ازاده توګه د خپلو ځینو کارونو لپاره ګومارلي وي او د مخابراتو وزارت تر څنګ د اترا ادارې د ځینو چارو لپاره هم ترې ګټه واخلي.

د طالب لیکس د هېکرانو ډلې له‌خوا په خپرو شویو اسنادو کې موندل شوی پاسپورټ د یوه ۴۴ کلن هندي انجینر دی، چې « جین ټوشار » نومېږي او د هندوستان د اتر پردېش ایالت اوسېدونکی دی.

په یوه سند کې ښکاري، چې نوموړي ۲۴۶زره پیسې ترلاسه کړې چې ښايي افغانۍ وي او طالبانو ورته لېږلې وي.
دغه پیسې د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه ترلاسه شوې؛ خو کال یې نه دی لیکل شوی.

100%


تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د ډیجیټلي مدیریت او برېښنايي اسنادو د کنټرول په برخه کې طالبانو ځیني پاکستاني انجینران ګومارلي دي.

دغو پاکستاني انجینرانو د طالبانو د استخباراتو ریاست تر څنګ په بېلابېلو ادارو کې د ډیجیټلي امنیت په برخه کې کار کاوه.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي