• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په بدخشان کې د «پامیر» په نامه پر نوې ولسوالۍ کار کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د چارو ادارې په یوه مکتوب کې په ډاګه کړې، چې د بدخشان په اداري تشکیل کې د «پامیر» په نامه نوې ولسوالۍ رامنځته کړې ده. په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې پامیر ددې ډلې د مشر هبت الله په امر د ۱۴۰۴ کال په بودجه کې شامل او د اداري سېسټم لپاره یې ګامونه واخیستل شي.

د طالبانو د چارو ادارې په مکتوب کې چې تېره ورځ د سلواغې پر ۲۱ مه خپور شوی، لیکل شوي دي چې دا پرېکړه د پامیر د ستراتیژیک موقعیت له مخې شوې ده.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ددې ولسوالۍ تشکیلات او په ۱۴۰۴ مالي کال بودجه کې شاملېدل تایید کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته امر شوی چې ادارې یې جوړې او فعالې کړي.

په مکتوب کې پامیر ته درېیمه درجه ورکړل شوې او په دې اساس به ورته بودجه ځانکړي شي.

په مکتوب کې دا نه ده په ډاکه شوې چې له ستراتیژیک موقعیت پرته د کومې بلې اړتیا له مخې دا ولسوالۍ رامنځته کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوریت پرمهال هم ورته وړاندیز شوی و خو د بدخشان د هغه وخت ځینو استازو ددې ولسوالۍ له جوړېدو سره مخالفت کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د تولګټو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د واخان دهلېز د سړک د سروې او ډیزان او افغان ټرانس پروژې د پیلیدو لپاره پر چمتووالي خبرې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې