د «بدري ۳۱۳» قطعې پر سر د هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلاف
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې یوه برخه تجهیزات کندهار ته انتقال کړي او غواړي دغه قطعه له کابل نه د کندهار البدر قول اردو ته ولېږدوي. د خوست له چاپمن مرکز نه ددې قطعې ۶۰۰ ځانمرګي سرتېري له وړاندې کندهار ولایت ته انتقال شوي دي.
په کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني، چې د حافظ بدرالدین له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې قوماندان و، کندهار ته له احضار کېدو وروسته له دندې لرې شوی او اوس د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې بوخت دی.
سرچینې وايي، « د بدري قطعې یو شمېر وسایل او جنګیالي کندهار ته لېږدول شوي او پرځای یې په کابل کې نور سرتېري ځای پرځای شوي دي. هبت الله غواړي د بدري ۳۱۳ قطعې ټول سرتېري او امکانات کندهار ته ولېږدوي، خو سراج الدین حقاني یې ورسره نه مني».
سرچینې وویل، چې مولوي هبت الله څو میاشتې وړاندې له خوست ولایت څخه د بدري قطعې ۶۰۰ هغه ځانمرګي بریدګر هم کندهار ته لېږدولي، چې د امریکايي ځواکونو او سي آی اې په پخواني پوځي کمپ چاپمن کې میشت وو.
دغه پوځي کمپ د خوست ښار ختیز پلو په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې پروت دی ، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې امریکايي ځواکونو د طالبانو او القاعدې خلاف د عملیاتو او ولایتي بیا رغونې د مرکز په توګه کارواه او وروسته سي ای اې په قبایلي سیمو او وزیرستان کې ترې ځانګړي ترهګرۍ ضد استخباراتي عملیات رهبري کول.
سرچینه وايي، چې له دغه مرکز نه له دې وړاندې هم یو شمېر ځانمرګي بریدګر کندهار ته لیږدول شوي وو او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او مولوي هبت الله اخوندزاده ترمنځ پرې اړیکې ترینګلې شوې وې.
ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال په کندز کې پروني ځانمرګي برید ته په اشارې سره پر ایکس پاڼه لیکلي: «ځانمرګی کله د واک ګټلو سپېڅلی اتل شي او کله د واک ګواښلو بشریت ضد کس.»
هغه وایي، چې په ځانمرګي کې د ملکي افغانانو د قتل حکم معلوم نه دی.
ښاغلی لېوال وړاندې لیکلي: «له یوه متن څخه د واک او ګټو پر بنسټ داسې متضاد او متناقض تعبیر و تفسیر به اخر هم خلکو ته حقیقت معلوم کړي.»
غفور لېوال، د طالبانو لهخوا د ۲۰۱۱ کال په ننګرهار کې د کابل بانک هغې پېښې ته چې د ۴۰ پولیسو په کې ووژل شول او ۷۸ تنه نور ولسي افغانان یې ټپیان کړل، د کنایې په ډول وایي کله، کله «ځانمرګي د واک ګټلو لپاره استشهاد او مقدسه اتلواله شي، خو بیا کله همدغه ځانمرګي د واک ګواښلو له امله د اسلام او بشریت ضد عمل ګڼل کېږي.»
همداشان، په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت، ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ، د کندز پروني ځانمرګي برید ته په غبرګون کې په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «جګړې هیڅ توپېر نه دی کړی، پرون طالب ځانمرګي بریدونه کول او نن پر دوی ځانمرګي بریدونه کېږي.»
اندړ زیاته کړې ده، «پرون طالب خپلو ځانمرګي بریدګرو ته استشهادي او فدایان ویل او ویل به یې چې استشهادي عملیات د ټینګ ایمان او کلکې عقیدي نښه ده، هر څوک یې نه شي کولی، خو نن منکر دی.»
اندړ د ایکس په یادښت کې زیاتوي، چې «خبره د ایمان، یقین او عقیدي نه ده، بلکې په نیابتي جګړو کې د اسلام د مبارک دین د بدنامي ده چې نیابتي ډلې خپله هره شومه چاره په دین تبریه کوي.»
ښاغلی اندړ په خپله لیکنه کې له طالبانو پوښتي، چې په کندز کې د پروني برید، بریدګر ته ځانمرګی او که فدایې وایي؟
طالبانو به د تېر جمهوري حکومت پر وړاندې جګړه سپیڅلې او هغه مهال ځانمرګي بریدونه شرعي بلل او ویل به یې چې دغه کار د کلکې عقېدې او بشپړ ایمان لرلو له امله کوي، خو بیا نن پر دوی ځانمرګي بریدکوونکي حرام او د اسلام او بشریت ضد کړنې بولي.
کابل ته د تګ او د هغې د درملنې د پېلولو لپاره د اړتیا وړ پیسو راټولولو اوږده موده ونیوله او سرطان یې ټول بدن کې خپور شو.
له کلي څخه یې کابل ته سفر درې ورځې وخت ونیوو.
بالاخره له سختو لارو له تېریدو وروسته د کابل د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته ورسېده او په دې روغتون کې له سخت حالت سره مخ شوه.
فاطمه په خپلو سترګو لیدلی حال وایي: "دغه روغتون د کار له ډېر فشار او د منابعو له کمښت سره مخ دی، د سرطان درمل کم پیدا کېږي او د درملنې ډېرې مهمې لارې نه لري."
هغې وويل، چې د روغتون ظرفيت ډېر محدود دى او د روغتيايي خدمتونو غوښتنه له ظرفيت څخه ډېره ده.
د دغه روغتون ډاکټر او مرستیال خالد احمد خالد وايي: "دا یوازینۍ لار ده چې موږ کولی شو کمښتونه اداره کړو. موږ کافي تجهیزات، بسترونه او ځای نه لرو، مګر نه شو کولی ناروغان رد کړو."