• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت‌الله په یوه تازه فرمان کې ‏په ملکي او پوځي برخو کې نوې ګومارنې کړې دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۴۷ GMT+۰

‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۴مه) خبر ورکړی، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله په یوه تازه فرمان کې په ملکي او پوځي برخو کې شپږ نوې ګومارنې کړې دي. ملا هبت‌الله د خپلو ځانګړو ځواکونو قوماندان له دندې لرې او د کندهار امنیه قوماندان یې ټاکلی.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه فرمان له مخې د دغې ډلې «د تخار پخوانی والي عبیدﷲ امین زاده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شو، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ پخوانی معین ضیاالرحمن اریوبي د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي معین په توګه، د افغانستان بانک د څارنې پخوانی امر عبدالرحمن قانت د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه ټاکل شوي.»

مجاهد زیاتوي: «د کندهار پخوانی امنیه قوماندان سمیع ﷲ حزب ﷲ د تخار د والي په توګه، د هلمند ولایت پخوانی والي عبدالاحد طالب د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه او د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه بیا د افغانستان بانک د څارنې امر په توګه ګومارلي دي.»
د طالبانو په مشر نیوکې دي، چې د خپل واک پراخولو لپاره ډېری کسان له ټیټو څوکیو څخه وزارتونو، معینيتونو، ولایتونو او د پوځ لوړو څوکیو ته بدل کړي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اصلاحاتو په نامه تر ۱۵۰ ډېر ځان ته نږدې کسان له ټیټو پوستونو لوړو پوستونو ته بدل کړي وو.
د طالبانو يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هبت‌الله لومړی طالب چارواکي په سويلي ولایتونو کې ګوماري او وروسته یې بیا لوړو پوستونو ته معرفي کوي.
ملا هبت‌الله په ۲۰۲۴ کال کې په ملکي او پوځي برخه کې د وزيرانو، معینانو او د پوځ د قوماندانانو په ګډون نږدې ۱۵۰کسان تغيیر او تبدیل کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د ملا هبت‌الله له لوري د هلمند پخوانی والي عبدالاحد طالب ټاکل دا څرګندوي چې ملا هبت‌الله د امنیت له پلوه پر خپل ځان ډاریږي او په کندهار کې هم ځان خوندي نه احساسوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

غفور لېوال: ځانمرګی کله د واک ګټلو سپېڅلی اتل شي او کله د واک ګواښلو بشریت ضد کس

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۰

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال په کندز کې پروني ځانمرګي برید ته په اشارې سره پر ایکس پاڼه لیکلي: «ځانمرګی کله د واک ګټلو سپېڅلی اتل شي او کله د واک ګواښلو بشریت ضد کس.» هغه وایي، چې په ځانمرګي کې د ملکي افغانانو د قتل حکم معلوم نه دی.

ښاغلی لېوال وړاندې لیکلي: «له یوه متن څخه د واک او ګټو پر بنسټ داسې متضاد او متناقض تعبیر و تفسیر به اخر هم خلکو ته حقیقت معلوم کړي.»

غفور لېوال، د طالبانو له‌خوا د ۲۰۱۱ کال په ننګرهار کې د کابل بانک هغې پېښې ته چې د ۴۰ پولیسو په کې ووژل شول او ۷۸ تنه نور ولسي افغانان یې ټپیان کړل، د کنایې په ډول وایي کله، کله «ځانمرګي د واک ګټلو لپاره استشهاد او مقدسه اتلواله شي، خو بیا کله همدغه ‏ځانمرګي د واک ګواښلو له امله د اسلام او بشریت ضد عمل ګڼل کېږي.»

همداشان، په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت، ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ، د کندز پروني ځانمرګي برید ته په غبرګون کې په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «جګړې هیڅ توپېر نه دی کړی، پرون طالب ځانمرګي بریدونه کول او نن پر دوی ځانمرګي بریدونه کېږي.»

‏ اندړ زیاته کړې ده، «پرون طالب خپلو ځانمرګي بریدګرو ته استشهادي او فدایان ویل او ویل به یې چې استشهادي عملیات د ټینګ ایمان او کلکې عقیدي نښه ده، هر څوک یې نه شي کولی، خو نن منکر دی.»

‏اندړ د ایکس په یادښت کې زیاتوي، چې «خبره د ایمان، یقین او عقیدي نه ده، بلکې په نیابتي جګړو کې د اسلام د مبارک دین د بدنامي ده چې نیابتي ډلې خپله هره شومه چاره په دین تبریه کوي.»

‏ښاغلی اندړ په خپله لیکنه کې له طالبانو پوښتي، چې په کندز کې د پروني برید، بریدګر ته ځانمرګی او که فدایې وایي؟

طالبانو به د تېر جمهوري حکومت پر وړاندې جګړه سپیڅلې او هغه مهال ځانمرګي بریدونه شرعي بلل او ویل به یې چې دغه کار د کلکې عقېدې او بشپړ ایمان لرلو له امله کوي، خو بیا نن پر دوی ځانمرګي بریدکوونکي حرام او د اسلام او بشریت ضد کړنې بولي.

طالبانو هغه مهال ځانمرګي ته فدایي ویل او نن ورته د بشریت دوښمن وايي.

‏عبدالکریم خرم: د ټرمپ په راتګ سره کمزوري هیوادونه ځانونه بې وسه ګڼي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير عبدالکریم خرم وایي، د ټرمپ په راتګ سره کمزوري هیوادونه ځانونه بې وسه ګڼي. ښاغلی خرم، دا خبرې داسې مهال کوي، چې د ټرمپ په راتلو سره افغانستان کې د لسګونه موسسو چارې دریدلې او د بازارونو وضعیت کاواکه شوی.

کریم خرم زیاتوي، چې د ټرمپ د کار ښه‌والی بیا دا دی چې هغه هر ګواښ چې پخوا د تړلو دروازو ترشا ترسره کېده؛ ټرمپ یې د خلکو د سترګو په وړاندې او د رسنیو له لارې ترسره کوي.

که څه هم هغه په خپلې لیکنه کې د تړلو دوازو ترشا د کوم ګواښ نوم نه دی په ډاګه کړی؛ خو ښایي د نوموړي اشاره د دوحې تړون ته وي.

د سیاسي چارو پوهان وايي، ښايي ټرمپ له طالبانو سره د دوحې شوی ګونګ تړون لغوه کړي
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: « له ډونالډ ټرمپ څخه ګېچ کوونکې څرګندونې اورو، چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې او په دغو خبرو کې یې له ځان سره بوخته کړې ده.»
واک ته د ټرمپ له رسېدو سره سم؛ نوموړي د لوړې مراسمو په ورځ ځینې مهمې پرېکړې لاس لیک کړې.
ټرمپ واک ته تر رسېدو وروسته ویلي، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او د بګرام اډه بېرته له طالبانو اخلي.
هغه افغانستان ته د اونیزې ۴۰ مېلیون ډالري کڅوړې مرسته او ځینې نورې مرستې هم ودرولې.
نوموړي د غزې په اړه هم په خپلې وروستۍ څرګندونه کې حماس ته خبرداری ورکړی، که چېرې ټول یرغمل شوي کسان تر شنبې ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.
هغه ویلي، چې د «غزې مالکیت» لپاره د نوموړي د پلان په چوکاټ کې بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي هلته د بېرته ستنېدو حق نه لري.
د هغه په وینا، دا سیمه به د نوموړي لپاره د «املاکو جوړونې» یوه پروژه وي او د غزې خلک به د خپلې خاورې له پرېښودو پرته بله لار ونه‌لري.

کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د «اعتبار ساتنې» لپاره د ۴۱زره ډالرو په ارزښت لنډکروزر اخیستی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د «اعتبار ساتنې» په موخه د ۴۱ زره ډالرو په ارزښت یو ټویوټا لنډکروزر اخیستی.

په دغه ترلاسه شوي سند کې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ لیکلي، چې دغه لنډکروزر موټر یې د دغې استازولۍ د «حیثیت او اعتبار ساتنې» لپاره اخیستی دی.
دغه ترلاسه شوی مکتوب د تېرکال کب میاشتې پورې تړاو لري.
د دغه مکتوب له مخې، دغه ۲۰۱۴ ماډل موټړ تور رنګ لري چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په «شفاهي» امر د ۴۱زره او ۴۶۳ ډالرو په ارزښت اخیستل شوی دی.

100%


دغه موټر په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبالجبار تخاري له‌خوا اخیستل شوی دی.
په دې وروستیو کې یوې ناپېژاندې ډلې د طالبانو د ادارو او وزارتونو اړوند زرګونه سندونو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د دغې ډلې اطلاعاتي بانک یې هېک کړی دی.
د طالبانو مخابراتو وزارت منلې، چې د دغې ډلې د لسګونو ادارو سندونه افشا شوي؛ خو په وینا یې، د طالبانو د مرکزي حکومت ډېټابېس بیا نه دی هېک شوی.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د سرطان د درملنې ملي روغتون وضعیت کړکېچن دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۰

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی ادوین سنیزا سلواډور وايي: "د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د ملي روغتون وضعیت کړکېچن دی."

د سرطان ناروغان د ډاکټرانو، اسانتیاوو، د سرطان د درملو له کمښت او د درملنې له لوړ لګښت څخه شکایت کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان سیمه ییزې څانګې د سې شنبه په ورځ په سرطان د اخته مېرمنو او د دې برخې د ډاکټرانو د هڅو کېسې خپرې کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د سرطان پر وړاندې د یوه ناڅرګند دوښمن په توګه خاموشه جګړه روانه ده.

د دغه سازمان په خبره، په لرو پرتو سیمو کې د ډېری خلکو لپاره د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې یوازینۍ لار مرکزي او ملي روغتونونو ته تګ دی، خو دا لاره هم له ستونزو ډکه ده.

۴۲ کلنه فاطمه چې د بدخشان ولایت د یوې ولسوالۍ اوسیدونکې ده، تېر کال په خپله چپه سینه کې یوې وړې غدې ته متوجه شوه.

کابل ته د تګ او د هغې د درملنې د پېلولو لپاره د اړتیا وړ پیسو راټولولو اوږده موده ونیوله او سرطان یې ټول بدن کې خپور شو.

له کلي څخه یې کابل ته سفر درې ورځې وخت ونیوو.

بالاخره له سختو لارو له تېریدو وروسته د کابل د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته ورسېده او په دې روغتون کې له سخت حالت سره مخ شوه.

فاطمه په خپلو سترګو لیدلی حال وایي: "دغه روغتون د کار له ډېر فشار او د منابعو له کمښت سره مخ دی، د سرطان درمل کم پیدا کېږي او د درملنې ډېرې مهمې لارې نه لري."

هغې وويل، چې د روغتون ظرفيت ډېر محدود دى او د روغتيايي خدمتونو غوښتنه له ظرفيت څخه ډېره ده.

د کابل د ملي روغتون د سرطان پېژندنې ډاکټره فرشته رحماني وايي: "د ناروغانو د انتظار لېست اوږد دی او بسترونه یې محدود دي."

وروسته له دې چې ناروغ په دې روغتون کې بستر شي، درې ښځې د شیمي درملنې په څانګه کې یو بستر شریکوي او په ورته وخت کې درملنه یې کېږي.

د دغه روغتون ډاکټر او مرستیال خالد احمد خالد وايي: "دا یوازینۍ لار ده چې موږ کولی شو کمښتونه اداره کړو. موږ کافي تجهیزات، بسترونه او ځای نه لرو، مګر نه شو کولی ناروغان رد کړو."

د سرطان د درملنې لګښتونه د ناروغانو او د هغوی د کورنیو لپاره بله ننګونه ده.

د فاطمې په څېر ځيني کسان باید خپله ټوله شتمني وپلوري چې کابل ته لاړ شي او درملنه یې وشي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي ایډون سینیزا سلواډور څرګنده کړه، چې د باور وړ نه ده، چې ناروغان په دغسې شرایطو کې دي او روغتون د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ ده.

هغه وويل، روغتون د خپلو خدماتو د ښه والي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.

که څه هم په ټول افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د کره شمېر په اړه معلومات نه شته، خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې تېر کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴ زره کسانو د سرطان ناروغۍ له امله روغتیايي مرکزونو ته تللي دي.

په دې وروستیو کې د هرات ولایت د روغتون مسوولینو هم وویل، چې په دغه ولایت کې د سرطان ناروغۍ کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده.

انورالحق احدي: د افغانستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت خراب دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د مالیې پخواني وزیر او په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق غړي انورالحق احدي په افغانستان کې د اقتصادي او مالي ناورین په اړه خبرداری ورکړ.

هغه ټینګار وکړ، چې د مرستو د بندېدو او د طالبانو له خوا د اصلاحاتو د نه راوستو په صورت کې به وضعیت لا پسې خراب شي.

ښاغلي احدي د سې شنبه په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې اوسمهال هم حالت تر ډېره خراب دی.

د افغانستان اقتصاد په تېرو دوو کلونو کې ۲۸سلنه راټیټ شوی او د مرستو له بندېدو سره ښايي ۱۰/۱۵ سلنه نور هم له لاسه لاړ شي.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې پانګونه کمه شوې ده او پانګوال له هېواده په وتلو دي.

ښاغلی احدي دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه کسان له افغانستانه وتلي دي او دا بهیر لا هم روان دی.

هغه ټینګار وکړ، چې له بنسټیزو اصلاحاتو پرته د وضعیت د ښه کېدو هیله نه شته.

احدي د بېوزلۍ او وزګارتيا زياتوالي ته په اشارې سره وويل، چې د امريکا د مرستو د بندېدو د دوام له امله د روغتيا او پوهنې په برخو کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې لسګونه نړۍوالې پروژې ودرول شوې او زرګونو کسانو چې په دغو پروژو کې دندې ترسره کولې، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

احدي وويل، مالي او اقتصادي ناورینونه د کورنیو شخړو او نړۍواله انزوا د رژيمونو د سقوط اصلي لاملونه دي.

هغه ټینګار وکړ: "کله چې مالي، پولي ناورین او نړۍواله انزوا په عین وخت کې واقع شي، د یوه حکومت لپاره خورا سختې ستونزې رامنځته کیږي."

همدا راز هغه وویل، طالبان ادعا کوي چې په دولت کې يو ميليون کارکوونکي کار کوي، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال هم دومره شمېر کارکوونکي نه وو.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې د جمهوري دولت په وخت کې د دولت عادي عوايد له څلورو میلياردو ډالرو څخه زيات وو، خو اوس له دوو میلياردو ډالرو څخه زيات نه دي.

د مالیې د یاد پخواني وزیر په خبره، په دې حساب د بهرنيو مرستو په نشتوالي کې طالبان د دولتي مامورينو د معاشونو د ورکړې توان نه لري.

احدي وویل، مالي او اقتصادي ناورین له کورني او نړۍوال مشروعیت پرته نه شي حل کېدای. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو داخلي مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته لسګونه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه په بشپړه یا جزوي توګه بند کړي او دې کار په افغانستان کې وضعیت کړکېچن کړی دی.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا پرون وویل، چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو وروسته به په افغانستان او ۱۹نورو هېوادونو کې خپل بشرپاله فعالیتونه ودروي.

دغه سازمان وویل، چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې باید خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا (اېن ار سي) خبرداری ورکړی، چې د سازمان د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د سمدستي حل پرته، ممکن د دې میاشتې په پای کې د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوي بشري پروګرامونه ودروي.

که څه هم افغانستان تل نړۍوالو مرستو ته اړمن هېواد دی، مګر واک ته د طالبانو له رسېدو سره په هېواد کې د وزګارۍ، بېوزلۍ او لوږې کچه لوړه شوې ده.

د نړۍوالو احصایو پر بنسټ، لږترلږه ۲۲ میلیون خلک بېړنیو نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.