• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا يوه ۳۶ کلنه مېرمن په افغانستان کې له داعش سره د یوځای کېدو په تور ونیوله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰

د بریتانیا پولیسو په سټراټفورډ-اپون-اېون ښار کې د فرشته جامي په نوم یوه ۳۶ کلنه مېرمن په افغانستان کې له داعش خراسان څانګې سره د یوځای کېدو په تور نیولې ده.

اېل‌بي‌سي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د بریتانوي پولیسو په حواله ویلي، چې هغې پیسې سمولې څو افغانستان ته سفر وکړي او له داعش وسله‌والې ډلې سره يوځای شي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې مېرمنې د ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې ګرافیکي او له تاوتریخوالي ډک افراطي مطالب هم خپاره کړي دي.

دا مېرمن د لیسټر په ستره محکمه کې د محاکمې له جوړېدو وروسته، د ترهګرۍ د ۲۰۰۶ قانون د پنځمې مادې پر بنسټ، ترهګره پېژندل شوې ده.

د پولیسو افسرانو ویلي، چې فرشته جامي د څو ټولنیزو رسنیو مدیریت کاوه او پر پوسټونو او پیغامونو یې څارنه کوله.

د پولیسو په خبره، دې مېرمنې په ټولنیزو رسنیو له ۷۰۰ څخه ډېر فعال غړي درلودل او په لویه کچه یې داعش ته تبلیغات کول څو دغې ډلې ته وښيي چې د هغوی ژمنه او وفاداره غړې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې همداراز، د وسلو په هکله څېړنې کړي او د اې کې ۴۷ ټوپک د ټولولو او جلاکولو په تړاو یې هم معلومات لټولي دي.

د پولیسو افسرانو په وینا، جامي افغانستان ته د خپل سفر د پلانولو په موخه۲۲ ځلې د الوتنو او نورو سفري معلوماتو په هکله پلټنه کړې ده.

د واروېکشایر پولیسو د عملیاتو مشر، ډارن وېبسټر په دې تړاو ویلي دي: «دا یوه پېچلې قضیه وه چې له ترهګرۍ او جدي جرم سره تړاو لري او موږ یې له پایلو هرکلی کوو.»

ټاکل شوې چې د فرشتې جامي په هکله د راتلونکې جمعې په ورځ په لیسټر ستره محکمه کې پرېکړه وشي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي