پېټ هېګسټ: د ټرمپ اداره د جګړې د حل لپاره په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالفت کوي

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وايي، چې د ټرمپ اداره د جګړې د حل په توګه اوکراین ته د ناټو له غړیتوب سره مخالفت کوي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د اوکراین لپاره د ناټو د غړیتوب ترلاسه‌ کول د عملي‌ کېدو وړ نه ده.