• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو اندېښنه؛ د پاکستان بې پېلوټه الوتکې د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب هم افشا کړی، چې په کې یې د پاکستان د بې پېلوټه الوتګو له ګزمو اندېښنه ښودلې او رسمي شکایت یې کړی. طالبانو په دې اړه یوازې خپل شکایت وړاندې کړی.

د طالبانو یاد وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست د «۱۴۰۳لمریز کال د نهمې میاشتې په ۲۴مه» په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کړي دي.

په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د پاکستان بې پېلوټه څارګرو الوتکو د دوی حریم نقض کړی چې د ننګرهار په پچیر اګام، نازیانو او غني خېلو ولسوالیو سربېره د پکتیا پر ځاځي اریوب ولسوالۍ او د پکتیکا په شکین ولسوالۍ باندې د پاکستان پوځ دغو الوتکو هوايي ګزمې کړي دي.

د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب
100%
د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب

په یاد مکتوب کې د پاکستان د بې پېلوټه هوایي الوتکو د ګزمو کوردینات هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې له خپل سفیر سره شریک کړي دي. 

همدا راز زیاته شوې چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو په پکتیکا، پکیتا او کونړ ولایت کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي دي.

طالبانو د دغه بریدونو کوردینات هم له شمېرو سره ثبت کړي‌ او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر ته استولي دي.

د مکتوب په پای کې راغلي چې طالبان د پاکستان له هوایي خوځښتونو او دغه ډول بریدونو څخه خورا تنګ ته راغلي او له یاد هېواد سره په جدي توګه خپلې اندېښنې شریکوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په وار وار په بېلابېلو وختونو کې د دغو هوایي سرغړونو او بریدونو په تړاو پاکستاني لوري ته خبرداری ورکړی، خو په پایله کې یې هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې، د پاکستان حکومت او پوځ یې اړونده شکایتونو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

طالبانو ګواښ کړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان بریدونه او هوايي سرغړونې پر دغه کرښې تاوتریخوالی لا ډېرولی شي او د دواړو لوریو پر اړیکو هم منفي اغېزې کوي.

د طالب لیکس له لوري په دې افشا شوي سند کې ښکاري چې طالبانو خپل سفیر ته لارښوونه کړې،‌ څو اړونده مسایل د پاکستان حکومت له بېلابېلو ادارو سره شریک کړي. افغانستان انټرنشنل ته په تېرو وختونو کې له کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د بې پېلوټه الوتکو د ګزمو ویډیوګانې راستول شوې وې؛ خو طالبانو پرې غوږونه کاڼه کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتېدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان خپل یو شمېر هوایي ډګرونه د امریکا متحده ایالتونو ته په کرایې ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي؛ خو پاکستاني لوري د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

کابو دوه میاشتې مخکې بیا د‌ پاکستان جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «ټي ټي پي» ځینې وسله وال او قوماندانان یې په کې په نښه کړي وو؛ خو طالبانو یې دا ادعا رد کړه او د توند غبرګون په ښودلو سره یې د دغو بریدونو قربانیان عام وزیرستاني کډوال وبلل چې ښځې او ماشومانې هم په کې وې.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍ والو بنسټونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان یاد بریدونه وغندل او له نړۍ والو قوانینو یې سرغړونه وبلله.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: تخار کې د طالبانو د احصایې په دفتر کې دننه چاودنه شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۲ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو د تخار ولایت په تالقان ښار کې د طالبانو د احصایې په دفتر کې د چاودنې خبر ورکړی دی. د سرچینو په وینا، د جمعې په ماښام د سلواغې ۲۶مه، یوه موټرسایکل چلوونکي دغه دفتر ته لاسي بم غورځولی.

طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې پرله‌پسې څوومه چاودنه ده.

د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۶مه، د سمنګان ولایت د ایبک ښار په مرکز کې د جوی زندان په جومات کې چاودنه وشوه. طالبانو تایید کړه چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې ده.

د پنجشنبې په سهار د سلواغې ۲۵مه، یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د طالبانو د ښاري پراختیا وزارت مخې ته ځان والوځاوه، چې یو شمېر کسان یې ووژل او ټپیان کړل.

له دې مخکې په کندوز ولایت کې هم یو ځانمرګی برید وشو. د سې شنبې په ورځ، یوه ځانمرګي بریدګر په کندوز کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته خپل چاودېدونکي توکي وچول، چیرې چې دولتي کارکوونکي او طالب نظامیان د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

ډېپلوماټيکې ناندرۍ؛ امریکا او چین د افغانستان د پرېکړه‌لیک مسودې پرسر اختلاف لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۰

یوه امریکایۍ ټولنه چې د امنیت، سیاست او ډیموکراسۍ په برخو کې مطالب خپروي وايي، د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د دې پرسر چې کوم هېواد باید په امنیت شورا کې د افغانستان د پرېکړه‌لیک مسوده ولیکي، اختلافات رامنځته شوي دي.

دا تحلیل د جمعې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۴مه) د جسټ‌سېکیورټي ټولنې پر وېب‌پاڼه خپور شوی او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا او چین ترمنځ اختلافات ښايي د څواړخیز امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرو کړکېچونو نښه وي.

دا ډېپلوماټیک کړکېچ چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې پیل شو، واک ته د ټرمپ له رسېدو سره لا ډېر پراخ شوی دی. د دغه تحلیل لیکوال ریچارډ ګوان لیکلي، دا اختلافات د دې پر سر چې کوم هېواد په امنیت شورا کې د افغانستان د پرېکړه‌لیک مسودې د جوړونې مسوول وي، د متحد‌ه‌ایالاتو او چین ترمنځ په یوې لویې ناندرۍ بدل شوی دی.

د امنیت شورا هر غړی چې مشري یې پر غاړه وي، د پرېکړه‌لیک مسوده جوړوي. دا موضوع ځکه مهمه ده چې د مسودې لیکوال کولای شي په دې مسوده کې ځانګړي سیاسي-قانوني مفاهیم وکاروي. راپورونه وايي چې دغو اختلافاتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دې مسودې او نورو پرانیستو دوسیو د تصویب مخه نیولې او د پرېکړو کولو بهیر یې پېچلی کړی دی.

چین څو بېلابېل دلیلونه لري چې د افغانستان موضوع او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو پر ماموریت (یوناما) تمرکز وکړي. داسې انګېرل کېږي چې چین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور دوام ته لېوالتیا لري ځکه چې دا د دغه هېواد له ګټو سره سم دی.

بیجېنګ له یوې خوا افغانستان ته د ترهګرۍ لپاره د بالقوه پټن‌ځای په سترګه ګوري، او له بلې خوا یې د دغه هېواد طبیعي سرچینو ته سترګې نیولې دي. په دغه مطلب کې ټینګار شوی چې په تېرو دوو اونیو کې له هغه وخت راهیسې چین او پاکستان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه کلن ماموریت «یوناما» د غځېدو د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړه، دا اختلافات ډېر شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې کله، چې د یوناما او د روسیې له لوري د اوکراین د اشغال د راتلونکي په تړاو په موازي ډول بحثونه روان وو، د چین استازي په چټکۍ سره له خپل روسي سیال څخه غوښتي چې دواړه مسلې ګډوډې نه کړي او د افغانستان په تړاو له خپل ویټو ځواک څخه کار واخلي. له هغه وخت راهیسې، چین له طالبانو سره ښې اړیکې پاللي دي. چین کولای شول د مسودې جوړونکي په توګه له خپل دریځ څخه له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کولو لپاره کار واخلي؛ هغه اقدام چې خامخا به د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له مخالفت سره مخ کېږي.

ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته اخېستلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریال پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

دونالډ ټرمپ چې د اونۍ پای کې خپل استوګنځای کې چې فلوریډا کې دی د خبریالانو پر وړاندې د لنډې مودې لپاره راڅرګند شو خو د خبریالانو د پوښتنو له ځوابولو یې ډډه وکړه.

د افغانستان انټرنشنل خبريال عارف يعقوبي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ايران په تړاو د سپينې ماڼۍ د پرېکړې په اړه پوښتلي دي. هغه د دې پوښتنې او د افغانستان په تړاو او د نورو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

افغان سفارت: چمتو یوو چې د جرمني حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان د جمهوري حکومت سفارت په مونشن ښار کې د افغان ګډوال له لورې په موټر د ۳۶ کسانو ټپیان کول غندلي او ویلي یې دي، چې چمتو دي د جرمني له حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې همکاري وکړي.

د تېرې پنجشنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۳۶ کسان یې ټپيان کړل.

په برلین کې د تېر جمهوري نظام سفارت پر خپله اېکس پاڼه یوه اعلامیه خپرې کړې، چې په‌کې راغلي:« په جرمني كې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن كې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلګرۍ په ګډه دا غير انساني او زړه بوږنوونكې پېښه په سختو ټكو غندي او چمتو دي چې د داسې مجریمينو د اېستلو او بيرته ستنولو په برخه كې د جرمني اړوندو ادارو سره هر دول همكاري وګري.»

د سفارت په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په جرمني کې نږدې نیم میلیون افغانان مېشت دي او ټول په دغه پېښه غمجن دي.

تېره پنجشنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۳۶ تنه په موتر وهلي دي. دغه پېښه د یوې سوداګریزې اتحادیې د کارګرانو د لاریون پر مهال شوې ده. پولیسو ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.

پولیس زیاتوي، چې د یاد لاریون پرمهال یوه موټروان خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل. تر اوسه د پېښې انګېزه نده معلومه.

د دغه افغان کډوال له لوري په موټر وهل شويو د یوشمېر ټپي شویو کارګرانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د مقاومت په نوم جبهې ادعا: په هرات کې مو دوو طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله واړوله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې په هرات ولایت کې یې د دغې ډلې پر ګزمې برید کړی او په ترڅ کې یې دوو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

نوموړې جبهې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، پر طالبانو دا برید د هرات ګذره ولسوالۍ اړوند په پښتون زرغون سیمه کې شوی چې په ترڅ کې یې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د دغې جبهې په وینا، په دغه برید کې د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړۍ لوا د کشف او استخباراتو ټولي غړي په نښه شوي دي.

ورته مهال، د مقاومت په نوم جبهې ویلي، چې په دغه برید کې د دغې جبهې غړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تراوسه د مقاومت جبهې د دغې ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په وار-وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پر طالبانو د ازادۍ او مقاومت په نوم جبهو بریدونه ډېر شوي او څه موده وړاندې هم یادو جبهو په کندوز کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان کېدد ازادۍ او مقاومت جبهو په خپلو بریدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله‌اړولې ده.