له عراق څخه تښتېدلي جنګیالي په افغانستان، سوریه او پاکستان کې له داعش سره یو ځای شوي

رویټرز خبر ورکوي، چې له عراق څخه ځیني بهرني جنګیالي تښتېدلي او په افغانستان، سوریې او پاکستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
رویټرز خبر ورکوي، چې له عراق څخه ځیني بهرني جنګیالي تښتېدلي او په افغانستان، سوریې او پاکستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
رویټرز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مشر ۲۹ کلن ثناالله غفاري دغه ډله په یوې خطرناکه ډلې بدله کړې ده.
د راپور له مخې، دغه ډله اوسمهال په سرحدي سیمو کې د پراخو عملیات د ترسره کولو وړتیا لري.
د رویټرز په راپور کې همداراز راغلي، چې داعش خراسان د یادې ډلې په خطرناکې څانګې بدله شوې ده او ډېری بهرني جنګیالي یې چې له عراق څخه تښتېدلي دي، په افغانستان کې د داعش خراسان له څانګې سره یو ځای شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي: «د امریکا په مشرۍ د اېتلاف له خوا د داعش ډلې له ماتولو سره - سره دغه ډله توانېدلې ده، چې بیا ځلې پیاوړې شي.»
د رویټرز په راپور کې ټینګار شوی دی، چې داعش ډله له خپلو پتنځایونو څخه په استفادې سره په منځنۍ حتیځ کې چریکي بریدونه کوي.
د دې مطلب لیکونکو مایکل جورجي او منا علاالدین په وروستیو کلونو کې په امریکا، روسیه، ایران، عمان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د داعش ډلې د بریدونو ورته والي ته اشاره کړې ده او وایي، چې دغې ډلې له ماتو سره - سره بیا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او په نړۍواله کچه خونړي بریدونه ترسره کولی شي.
د رویټرز د راپور له مخې، داعش ډله هڅه کوي چې په منځني ختیځ، لوېدیځ او اسیا کې خپل نفوذ زیات کړي.
که څه هم طالب چارواکو په ځلونو ویلي، چې په افغانستان کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي بیا په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړي، چې ۶ يې له افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.
نوموړي په افغانستان کې د داعش بریدونه محدود یاد کړي و او ویلي یې و، چې دغه ټول بریدونه له افغانستانه بهر طرحه کېږي او عاملان یې هم له بهر څخه افغانستان ته راځي.
د یادې ډلې د ادعاوو پر بنسټ، په افغانستان کې د داعش بریدونه له بهرنیانو او په ځانګړې توګه د تاجکستاني او پاکستاني وګړو پر مټ ترسره شوي دي.
له دې سره، د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونه وايي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دي.
د دوی اندېښنه تر ډېره د داعش ډلې پراخېدو ته ده او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د طالبانو پر همکارۍ ټینګار کوي.
څه موده وړاندې اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و، چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه داسې بریښي، چې طالبان د دغه هېواد دوه سلنه واک له لاسه ور کوي.
د دې ورځپاڼې په وینا، طالبان دا مهال د دوی له څو مخالفو جبهو او داعش سره په جګړه بوخت دي.
اسیا ټایمز ورځپاڼې په دغه راپور کې زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو له خوا ترلاسه شوي راپورونه ښيي، چې داعش ډلې د طالبانو تر واک لاندې وزارتونو کې اغېز کړی او د روان کال په جولای میاشت کې یې د طالبانو د استخباراتو ۲۰ غړي له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبان د داعش وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او داعش ډله ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.