نتنیاهو: اسراییل د ټرمپ له‌خوا د غزې د 'نیولو' پلان ته ژمن دی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هغه د متحده ایالاتو هغه وړاندیز ته «ژمن» دی چې له مخې یې د غزې تړانګه ونیسي او د دغې سیمې خلک بې ځایه کړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې اسراییل دې غزه په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.