د پښتونخوا حکومت په کورمه کې د وسله‌والو پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل خبر ورکړی

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پښتونخوا حکومت په کورمه کې د وسله‌والو پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل اعلان وروسته له هغه وکړ، چې د دوشنبې په ورځ دغې سیمې ته د مرستو پر کاروان د وسله والو په بریدونو کې پنځه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول.