المرصاد: داعشیان د مولانا فضل الرحمان د ترور په هڅه کې دي

د طالبانو اړوند د المرصاد وېبپاڼې د خپلو سرچینو په حواله په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې داعش د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د ترور پلان لري. مولانا په دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ نیوکې زیاتې کړې دي.