• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ویانا له پروسې د حنیف اتمر هرکلی: هغه څه باید شاته پرېږدو چې د جمهوریت د سقوط لامل شول

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر محمد حنیف اتمر د ویانا پروسه یو مثبت او د ملاتړ وړ ګام بللی او د دې پروسې د پنځمې ناستې د ترسره کېدو مبارکي یې د هغې تنظیموونکو او ګډونوالو ته ویلې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د ویانا پروسې او ملي هڅو سره د افغانستان د راتلونکي لپاره یو قوي فکري اشتراک لري.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ اتمر پر خپل اېکس ولیکل، « موږ ټول غواړو ملي حاکمیت بېرته د افغانستان خلکو ته را ستون شي او یو داسې سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ ولاړ وي، د ټولو افغانانو، ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو، اساسي حقوقو ته ژمن وي».

اتمر وویل چې دا ډول نظام نه یوازې د افغانستان د دوامدارې سولې بنسټ دی، بلکې د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

نوموړي د ویانا پروسې هڅې د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروسه وکولای شي د سیاسي او مدني جریانونو له پراخو مشورو سره یوه هر اړخیزه لارنقشه او مهم اسناد چمتو کړي.

خو اتمر د دې پروسې د لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم کړي دي.

اتمر د ملي مشورتي پروسې پراخول او د هغې ټول‌ شموله کول مهم ګڼي او ټینګار کوي، چې نور سیاسي جریانونه هم ورته پایلې ته رسېدلي دي، نو باید ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وايي، « که سیاسي او لوژستیکي محدودیتونه د ګډو غونډو مخنیوی کوي، باید له نوښتګرو لارو کار واخیستل شي، استازي واستول شي او د ملي همکارۍ لپاره ګډ تفکر رامنځته شي».

اتمر زیاتوي، « موږ باید یو بل ته د دوستۍ او همکارۍ لاس ورکړو او هغه اختلافات شاته پرېږدو چې زموږ د جمهوریت د سقوط لامل شول».

هغه دغه راز ویلي، چې لومړی باید پر هغو ټکو ملي همکاري پیل شي، چې ټولیز توافق پرې موجود دی.

د اتمر په باور، د مشروع نظام رامنځته کول او د بین‌الافغاني سیاسي مذاکراتو ترسره کول د ټولو لپاره د منلو وړ دي، نو باید ژر تر ژره پرې کار وشي.

اتمر په پای کې یو ځل بیا خپل او د خپلو همکارانو تعهد څرګند کړی او ډاډ یې ورکړی، « موږ چمتو یو چې له هر هغه افغان سره همکاري وکړو چې د دې اصولو ملاتړ کوي او موږ به د یو هدفمند او اصولي ګډ کار لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموو».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کورنیو چارو وزیر: داسې ګام باید وانخلو چې د ایران او افغانستان ترمنځ درز راشي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د رسنیو له مدیرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د بهرنیو کډوالو په برخه کې ستونزې یوازې په بحث او پر یو بل د ملامتیا اچولو له لارې نه‌حل کېږي.

هغه وویل، چې په ایران کې د بهرنیو وګړو شمېر د دوی له وسې لوړ دی، چې ځینې کاري فرصتونه یې له منځه وړي دي.

یاد ایراني چارواکي دې ناستې ته ویلي، چې « لومړی ګام، د غیرقانوني اتباعو [افغانانو] ایستل دي، خو باید داسې اقدام ونه کړو چې د دوو ګاونډیانو [افغانستان او ایران] ترمنځ درز رامنځته شي».

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې په دې برخه کې ستونزې یوازې د یو بل په ملامتولو نه‌ حل کېږي.

مؤمني وايي، «یوازې فزیکي دیوال جوړول مطلق حل نه‌دی، بلکې دا کار د تګ راتګ سرعت ورو کوي او کنټرول یې اسانه کوي، خو له بلې خوا باید د هغو کسانو لپاره لګښتونه لوړ شي چې د غیرقانوني اتباعو کارګر ځواک څخه استفاده کوي».

نوموړي ویلي، ددوی ټینګار دا دی چې والیان باید اجازه ورنه‌کړي چې ټولنیزې ستونزې امنیتي بڼه غوره کړي.

د اطاعت تمثیل؛ طالب چارواکي هممهاله په دوو پرانېستغونډو کې راڅرګند شول

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰

د طالبانو جګپوړي چارواکي ددې ډلې په منځ کې د اختلافاتو رامنځته کېدو له خبرونو وروسته، د څو پروژو په پرانېستغونډو کې حاضر شول، چې ددې ډلې د مشرتابه په منځ کې د درز خبرونو ته ځواب ووايي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، چې ددې ډلې د دفاع وزیر او نورو چارواکو یې ملتیا کوله، په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون د لیدنې پرمهال څو پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې.

د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د څلورو طبي څانګو د پرانيستې په دغو مراسمو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب وویل، چې پخوا په دغو روغتيايي مرکزونو کې «د افغانانو د وژلو پلانونه» جوړېدل، خو له دې وروسته به همدلته د افغان ناروغانو ژوند ژغورل کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، دوی د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د ناټو د پخوانۍ قوماندانۍ په ودانۍ کې څلور طبي مرکزونه پرانیستل.

په دغه روغتون کې د نظامیانو ترڅنګ د یو شمېر سختو ملکي ناروغانو درملنه هم کيږي.

ملامحمد یعقوب د سردار محمد داود کمپلکس روغتون کې د خبرو پر مهال ويلي، چې اوس مهال روغتيايي خدمات ښه شوي او په همدغه روغتون کې پیچلي روغتيایي عملیات تر سره کيږي.

هغه وايي هڅه کوي، چې په کور دننه د ناروغانو درملنه وشي.

د طالبانو جګپوړي چارواکي پر یوه ورځ داسې مهال د دوو پروژو په پرانېستغونډو کې ګډون کوي او د رسنیو پر وړاندې راڅرګندیږي، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر له یوې میاشتې ډېر وخت راهیسې په دوبۍ کې میشت دی او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یې هم له کابل نه وتلی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي استعفا ور کړې، خو استعفا یې نه ده منل شوې او اوس په دوبۍ کې میشت دی.

طالبانو ویلي، چې عبدالحکیم شرعي ددرملنې لپاره دوبۍ ته تللی او بېرته به زر راستون شي.

تر څو ورځني غیابت وروسته؛ ملا برادر وايي اطاعت او احترام ددوی د حکومت «ذاتي اصل» دی

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

پنځه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ، چې عبدالغني برادر باندې یې د یوې میاشتې لپاره د سفر بندیز لرې کړی او نوموړی د درملنې لپاره قطر ته په سفر تللی دی. خو نوموړی چې تازه بېرته کابل ته راستون شوی وايي، «اطاعت به په هر حالت کې دوام کوي».

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، چې د قطر له سفره ناڅاپي زر راستون شوی، په کابل کې یوې غونډې ته د لیکلي متن له مخې وویل، چې له امیر نه به «اطاعت په هر حالت کې دوام کوي».

تېره اونۍ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و، چې عبدالغني برادر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

قطر ته د ملا برادر تر سفر وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، چې پر نوموړي یې د یوې میاشتې لپاره د سفر بندیز لرې کړی.

ملا برادر تر یوې اونۍ غیابت وروسته په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافات «د مغرضو رسنیو خبرونه» وبلل او ویې ویل، چې «اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی چې په هر حالت کې به دوام کوي».

هغه د یوه سوداګریز ګروپ د پروژو په پراانېستغونډه کې وویل، « د اسلامي امارت ټول فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د ملت پر سوکالۍ متمرکز دی.»

ملا برادر د خپلې وینا پر مهال وویل، چې اقتصادي او سیاسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي او نړیوال دې ورسره مثبت تعامل وکړي.

په دې وروستیو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو په اړه د طالبانو ترمنځ مخالفتونه را پیدا شوي او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی لومړنۍ طالب چارواکی و، چې پر ملا هبت الله تر توندو نیوکو وروسته متحده عربي اماراتو ته وتښتید. د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم له ډیرې مودې راهیسې له افغانستان نه بهر دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم په یوه غږیز فایل کې وايي، چې ملا هبت الله ته یې خپله استعفا وړاندې کړې، خو منلې یې نه ده.

اروپايي اتحادیه وایي د عدالت د ټینګښت لپاره د افغانانو پرېکنده ملاتړ کوي

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د اروپايي اتحادیې استازولۍ دفتر د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې دوی په پرېکنده ډول د ټولو افغانانو ترڅنګ د عدالت د تامین لپاره ولاړ دي. دې استازولۍ ټینګار کړی چې ټولنیزعدالت د بشري ټولنو د سولې او ثبات بنسټ دی.

د اتحادیې استازولۍ د پنجشنبې په ورځ « د کب دویمه» د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي: « موږ په ځانګړي ډول په زده کړو او د کار په برخه کې د افغان ښځو د عادلانه او مساوي حقوقو د ملاتړ لپاره هڅه کوو».

اتحادیې له خلکو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ټولنیز عدالت د تحقق لپاره ګډه هڅه وکړي.

یادې استازولۍ د سلواغې پر پنځمه د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې باکیفیته او د جنسیت له تفکیک پرته زده کړې د افغانستان د هوساینې او خپلواکې لپاره اړینې دي.

اتحادیې ویلي و چې زده کړه د ټولو لپاره یو بنسټیز حق دی او دوی زده کړې ته په لاسرسي کې د افغانانو مرسته او ملاتړ کوي.

دغه دفتر وایي چې اروپايي اتحادیې له ټولو افغانانو سره پیوستون اعلان کړی او د افغانانو د اساسي حقونو ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۵ کال کې د کوپنهاګن په غونډه کې د فبروري۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځې په توګه وټاکله.

ملګري ملتونو دا ورځ د تبعیض، نابرابري او د ټولنیزو قشرونو د محرومولو پر وړاندې مبارزې لپاره ټاکلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په اوږدو کې ډیری ټولنیزې ډلې، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له بې عدالتیو او ځورونې سره مخ دي.

د اېلان ماسک پوښتنه: طالبانو ته مو ولې دومره ډېرې پیسې ورکړې دي؟

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د نړۍ لوی مېلیاردر او د امریکا د ولسمشر سلاکار اېلان ماسک له ټرمپ سره یو ځای فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ورکړل شويو نغدي کڅوړو په تړاو خبرې کړې دي.

ماسک چې ټرمپ یې هم څنګ ته ناست و فاکس نیوز ته په مرکه کې د پوښتنې په ډول وویل، چې ولې طالبانو ته دومرې ډېرې پیسې ورکړل شوې دي؟

هغه تر دې دمخه هم طالبانو ته د امریکا له لوري د نغدي کڅوړو لېږد د حیرانۍ وړ مسله بللې وه.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د هوکړې پر ورځ پر طالبانو د امریکا له لوري هره اونۍ کېدونکې نغدي کڅوړې ودرولې او په دې تړاو یې پخوانی ولسمشر جوبایډن په ناغېړۍ تورن کړ.

یو شمېر امریکایي بنسټونو هم طالبانو ته د نغدي کڅوړو پر لېږلو نیوکې کړې وې او اندېښنه یې ښوولې وه، چې د دغو پېسو یوه برخه طالبانو او د هغوی له لارې بیا د نورو ترهګرو لاسونو ته لوېدلې دي.

د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح هم طالبانو ته د امریکا د نغدي کڅوړو پر لېږد نیوکه کړې او ادعا یې کړې وه، چې د دغو مرستو له کبله د طالبانو بنسټونه پیاوړي شوي دي.

هغه هم اندېښنه ښوولې وه، چې د القاعده په ګډون د یو شمېر نورو ترهګرو لاسونو ته هم دغه پیسې ورغلې دي.

د امریکا له لوري د نغدي کڅوړو بندېدو په کابل کې د طالبانو پر اقتصاد هم سختې اغېزې کړې او دغه ډله یې سخته وارخطا کړې ده.

د دغو کڅوړو د بندښت له کبله د افغانۍ ارزښت هم ولوېد او د چارو کاروپوهانو ویلي، چې ښایي طالبان د دغو مرستو له کبله له جدي ننګونو سره مخ شي.

بل لوري بیا بې پرې کارپوهانو اندېښنه ښوولې، چې ښايي د دغو مرستو د بندېدو له کبله په افغانستان کې لوږه لا ډېره شي او د مرستندویه ادارو له لوري د مرستو رسونه هم ښايي له ځنډ او خنډ سره مخ شي.