ریچارډ بېنېټ: د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنې افغان ښځو او نجونو ته مورال ور کړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، له هاګ محکمې د طالب مشر او لوی قاضي د نیولو غوښتې افغان ښځواو نجونو ته مورال ور کړ. ریچارډ بېنېټ د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د هرات ۱۲ امنیتي غونډې ته دا خبرې وکړې.