د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي، بشري او ټولنیز وضعت په اړه درې مياشتنی راپور وړاندې کړ.
په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو پر يو شمېر کړنو او ناامنۍ اندېښه ښودلې شوې.
انتونیوګوترېش ويلي: « په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د امربالمعروف سخت قانون، له طبي زده کړو د ښځو منع کولو، د طالبانو د کړنو له کبله د مېرمنو پر ژوند اغېز، په کابل کې د داعش بريدونو، هدفي وژنو او ورته نورو کړنو باندې اندېښنې ښودلې دي.»
د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د طالبانو مشر د خپل واک ساتلو او پياوړتيا لپاره د ځان په ملاتړ په کندهار کې مهمې غونډې تر سره کړې او خپل نژدې او وفادار ملګري يې په مهمو پوستونو مقرر کړي دي.
په راپور کې یو ځل بیا د پخوانيو امنيتي ځواکونو نیول او شکنجه کېدو ته اشاره شوې.
دوی ویلي، چې طالبانو په وروستيو دريو میاشتو کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو يو کس وژلی، ۳۷ يې زنداني کړي او ۱۸ نور یې شکنجه کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي زياته کړه، چې په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې د دغه سازمان د کارکوونکو پر وړاندې شاوخوا ۴۲ امنیتي پېښې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښو کې نیول، وهل ټکول، ګواښونه، ځورول او ورته نور شامل دي.
د دغه راپور له مخې، د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د ۶ د نيولو، ۱۲ د ځورونې او ګواښ، یوه د وهلو او د ۶ د بنديزونو قضيې شوې دي.
انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې تایید کړې، چې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې په تیرو دریو میاشتو کې ۹۱ځله پر طالبانو بریدونه کړي دي.
د راپور د مالوماتو له مخې، په دې موده کې ملي مقاومت جبهې ۵۳ او ازادۍ جبهې ۲۱ ځلې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
په راپور کې د افغانستان د بشري مرستو په اړه ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ مياشتې تر پايه افغانستان ته د اړتيا وړ مرستو یوازې ۳.۵ سلنه برابرې شوې دي.
دوی زياته کړې: «دا مرستې د ۲۰۲۵ لپاره د «بشري اړتیاوو او ځواب ورکولو پروګرام» برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې د ۲۲.۹ میلیونو اړو خلکو څخه ۱۶.۸ میلیونه خلکو سره مرسته کول دي.»
دا راپور داسې مهال وړاندې کيږي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له کبله ګڼو بشري سازمانونو د مالي سرچينو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو دوې ورځې وړاندي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته له هغه په افغانستان کې د یوناما پر فعالیت نیوکه وکړه، چې دغه سازمان په ۲۰۲۴ کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې له موضوع پرده پورته کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.