• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ لخوا د پاکستان ستاینه؛ دواړه هېوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره همکارۍ ته چمتو برېښي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۷ GMT+۰

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان ستاینه کړې؛ ځکه چې پاکستان د داعش ډلې غړی محمدشریف الله چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې چې له امله یې امریکایي سرتېري وژل شوي وو، ښکېل و؛ نیولی او امریکا ته یې سپارلی.

راپور کاږي، دا ستاینه ښيي چې کېدای شي امریکا او پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد یو ځای کار وکړي.

اډام واینسټین چې په واشنګټن کې درکوینسي انسټیټیوټ مرستیال دی ویلي: «د ټرمپ دا خبره پاکستان ته مهمه ده؛ ځکه پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي».

نیویارک ټایمز زیاتوي، دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې پاکستان محمد شریف‌الله ونیوه او امریکا ته یې وسپاره.

دا په داسې وخت کې وشول، چې پاکستان هڅه کوي د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړي.

اډام واینسټین وايي: «پاکستان یوازې ستاینه نه غواړي؛ بلکې د امریکا له‌خوا امنیتي مرسته هم غواړي؛ څو وکولی شي د خپلو دښمنانو، لکه پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد مبارزه وکړي». راپور زیاتوي، د کابل هوایي ډګر برید وښوده چې امریکا او پاکستان اوس هم لږ تر لږه د داعش خراسان(ISKP) پر ضد استخباراتي همکاري لري.

نیویارک ټایمیز لیکي؛ د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر ویلي، واشنګټن ان له طالبانو سره هم ځیني استخباراتي معلومات شریک کړي دي.

مارکو روبیو (د کب په ۳مه) ویلي و، طالبان کله ناکله د القاعده او داعش پر ضد له امریکا سره مرسته کوي.

امریکايي او پاکستاني چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، امریکا پاکستان ته هغه معلومات ورکړي و چې له مخې یې محمد شریف ‌الله ونیول شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ له دې خبرو مننه وکړه او ویې ویل: «دا زموږ د هڅو پیژندنه ده، چې پاکستان د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي».

شهباز شریف وویل، «محمد شریف‌الله د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و».

ټرمپ دا خبرې داسې مهال کړې دي، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي.

بل خوا د نړۍوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ تازه راپور ښيي، چې پاکستان د ترهګرۍ له اړخه په نړۍ کې دوهم ځای لري او یوازې بورکینافاسو ترې مخکې دی.

نیویارک ټایمز لیکلي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دا مهال د ۲۰۱۴ کال له کچې هم زیات شوي دي.

پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان تر لرې کېدو وروسته سیاسي کړکېچ هم تجربه کوي.

سربېره پر دې، له هغه وخته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونه هم زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له طالبانو څخه د امریکايي وسلو له بېرته اخیستلو ملاتړ وکړ

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو چې له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستلو په تړاو یې مطرح کړې وې، ملاتړ اعلان کړی دی.

د نوموړي وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې پر ورځ (کب ۱۶مه) زیاته کړې چې له طالبانو سره د دې وسلو نشتوالی، د سیمې له امنیت سره مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه وسلې چې طالبان وايي په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دي، پاکستاني وسله‌وال یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې کاروي.

نوموړي وويل: «دغه وسلې د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې کارول شوي او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده. موږ دا موضوع مطرح کړې ده. که امریکا وکولای شي د دې وسلو د اخیستلو لپاره اقدام وکړي، دا به په سیمه کې د ټولیز امنیتي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي.»

شفقت علي خان متحده‌ایالاتو ته د داعش یوه غړي سپارلو ته په اشارې ټینګار کړی چې له امریکا سره د پاکستان امنیتي همکارۍ د ترهګرۍ ضد او استخباراتي همکاریو په ګډون یو روان بهیر دی.

دا څرګندونې له طالبانو څخه د پاکستان ژوره ناخوښي څرګندوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د دغې ډلې په ملاتړ کې پانګونه کړې وه، خو اوس له امریکا څخه غواړي چې پر طالبانو فشار وارد کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار-وار ویلي چې نوموړی غواړي په افغانستان کې د خپل هېواد پاتې‌ شوې وسلې له طالبانو بېرته واخلي.

نوموړي په دې وروستیو کې د خپلې یوې وینا پرمهال د «ډاګ» په نوم یو کس ته دنده ورکړه چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

هېګسټ د اوکراین په تړاو له روسیې څخه د واشنګټن ملاتړ «بې‌مانا او بې‌بنسټه» وباله

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ هغه تورونه چې ګواکې واشنګټن له روسیې ملاتړ کوي، رد کړي او «بې‌مانا» یې بللي دي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د هېګسټ په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ اوکراین ته د سولې راوستو په لټه کې دی او غواړي پر دغه هېواد د روسیې یرغل پای ته ورسېږي.

هېګسټ د ټرمپ دولت له‌خوا د روسیې د ملاتړ په تړاو د نیوکې په ځواب کې ویلي چې د امریکا ولسمشر یوازې سوله غواړي او دا د روسیې د ملاتړ په مانا نه ده.

هېګست په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل: «رسنۍ د کیسو او روایتونو جوړونې ته لېواله دي، خو زموږ ولسمشر سولې ته لېواله دی او موخه یې د وژنو پای ته رسول دي.»

هغه همداراز وايي چې متحده‌ایالات د یو اړخ په توګه د دغه ناورین د بشپړ حل په لټه کې دی او زیاتوي چې له د روسیې د واشنګټن ملاتړ ادعاوې ټولې بې‌بنسټه دي.

ورته مهال، د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي هم له هېګسټ سره په غونډه کې ګډون او ټینګار یې کړی چې د اوکراین سولې حل لپاره خبرې‌اترې روانې دي.

هیلي ویلي چې د دې خبرواترو جزییات په نارسمي ډول او د بندو دروازو شاته کېږي او هیله‌‌من دی څو د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ له لارې اوکراین ته سوله راشي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په سعودي عربستان کې د اوکرایني مذاکره‌کوونکي امریکایي چارواکو له لیدنې خبر ورکړی و.

زېلېنسکي د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیله‌من دی.

زېلېنسکي: اوکرایني او امریکايي چارواکي په سعودي عربستان کې د سولې په تړاو غږېږي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني مذاکره‌کوونکي به په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه او خبرې‌اترې وکړي.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیله‌من دی.

د اوکراین ولسمشر لیکلي دي: «راتلونکې دوشنبه د سعودي عربستان له ولیعهد سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر پلان شوی دی. له هغې وروسته به زما ټیم په سعودي عربستان کې پاتې شي څو زمونږ له امریکایي همکارانو سره کار وکړي.»

دا لیدنه سعودي عربستان ته د اوکراین ولسمشر د سفر په څنډه کې کېږي او ټاکل شوې نوموړی د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري. سلمان له دې مخکې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د غونډې اسانتیا برابره کړې وه.

ورته‌ مهال، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف وېټکوف هم ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې هوکړې په اړه له اوکرایني چارواکو سره خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ له اوکراینیانو سره په سعودي عربستان کې یوه غونډه وشي. هغه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل: «موږ اوس مهال له اوکراینیانو سره د یوې غونډې د همغږۍ په هکله خبرې کوو. ښايي دا غونډه په ریاض کې جوړه شي.»

دا امریکا او اوکراین استازو ترمنځ له مسکو سره د کییف د روانې جګړې په تړاو راتلونکې لیدنه وروسته له هغې کېږي چې شاوخوا یوه نیمه اونۍ مخکې د زېلېنسکي او امریکا ولسمشر لیدنه لفظي شخړې، خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

د امریکا د کډوالۍ او تابیعت خدمتونو اداره د ټولو پناه‌غوښتونکو ټولنیزې رسنۍ ارزوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۰

د فوربز مجلې د یوه راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره پلان لري څو د ټولو هغو کسانو ټولنیزو رسنیو اکونټونو ته چې د تابعیت، دایمي استوګنې یا کډوالۍ غوښتنه کوي، لاسرسی ومومي او ویې څېړي.

د فوربز مجلې دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شوی او په‌کې راغلي چې د کډوالۍ ادارې چارواکو دا اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجراییوي فرمان سره سم د پلي‌کېدو لپاره لازم بللی دی.

د نوموړې مجلې راپور زیاتوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د پناه‌غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو معلومات د هویت تصدیق کولو، د ملي امنیت ګواښونو او د عامه خونديتوب د اروزنې په موخه راټولوي او څېړنه یې کوي.

د یادې مجلې راپور څرګنده کړې چې د پناه‌غوښتونکو دغه معلومات د امنیتي ارزونو او د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي او په وینا یې، د کډوالۍ چارواکو دا اقدام د پناه‌غوښتونکو د لا بشپړې او فعالې ارزونې د ترسره‌کېدو لپاره دی.

د فوربز مجلې راپور وايي، چې دغه پلان د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ له لومړیو ورځو راهیسې له بهرنیو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یوه وسیله ګڼل کېده او اوس داسې ښکاري چې کډوالي هم د دې ګواښونو یو اړخ بلل کېږي.

ورته مهال یاده مجله وايي چې دغه پلان د عامه مشورې په پړاو کې دی او خلکو ته له تېرې چهارشنبې څخه تر ۶۰ ورځو پورې وخت ورکړل شوی څو د دغه نوي سیاست په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.

فوربز مجلې د امریکا د کډوالۍ او تابعیت خدمتونو ادارې په حواله ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دا ارزونه دوی ته اجازه ورکوي څو د پناه‌غوښتونکي په بشپړه توګه وارزوي او ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ممکنه ګواښونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا د واکمنېدو په لومړنیو ورځو کې د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د یو شمېر پناه‌غوښتونکو سفرکول د شاوخوا ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.

د یادونې ده چې پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو سیاست نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم قوي زیان رسولی دی.

ځینو اروپايي مشرانو په یوې بېړنۍ ناسته کې د اوکراین پر ملاتړ ټينګار وکړ

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د اروپايي ټولنې ځینو مشرانو د بلجیم په بروکسل ښار کې له اوکراین څخه د ملاتړ او د دغه هېواد په تړاو د پرېکړې لپاره یوه بېړنۍ غونډه کړې ده.

دا ناسته د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۶مه) شوې او په‌کې د اروپايي هېوادونو له خوا له اوکراین څخه پر پراخ ملاتړ او د پوځي بودیجې پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اروپایي ټولنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د دغې ټولنې غړو هېوادونو ته په ټینګار سره ویلي چې پر روسیې خپل دوامداره فشار ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې ده: «ډېره مننه چې مونږ مو یوازې نه یوو پرېښي او دا یوازې خبره نه ده، بلکې دا احساسوو.»

ورته مهال، د جرمني راتلونکي لومړي وزیر فریدریش مرتس او د پرتګال لومړي وزیر انتونیو کوستا په لنډې موده کې د اروپا د دفاع د پیاوړتیا د لاروچارو پر اروزنې غږېدلي دي. ښاغلي مرتس وړاندیز کړی چې د جرمني د پور په قوانینو کې باید بدلون راشي څو د دفاعي لګښتونو زیاتوالی ممکن شي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون هم په دې غونډه کې د روسیې د ګواښونو په وړاندې د اروپا د دفاع لپاره د فرانسې د اټومي انرژۍ د کارونې پر امکان بحث کړی دی. په همدې حال کې د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک ویلي چې «اروپا باید دا ننګونه، دا د وسلو سیالي ومني او باید یې وګټي.»

هغه زیاته کړې ده: «اروپا په ټولیزه توګه واقعاً کولای شي چې له روسیې سره په هر ډول پوځي، مالي او اقتصادي کړکېچ کې د ګټلو وړتیا لري - موږ پیاوړي یوو.»

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې ارزولا فون در لاین وړاندیز کړی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي څو د بودیجې قوانینو په بدلېدو سره خپل لګښتونه، په ځانګړې توګه په دفاع برخه کې ډېر کړي.

له اوکراین څخه د ملاتړ او د اروپايي ټولنې د دفاعي بودیجې د زیاتوالي په موخه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې له کیف سره خپلې پوځي مرستې وځنډولې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلې و چې که امریکا د اروپا ملاتړ ته لېواله نه وي، اروپایي هېوادونه باید د خپل دفاع لپاره چمتووالی ونیسي.