اېټالیا په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان سره ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان خبر ورکړی، چې د اېټالیا حکومت ورسره له ګاونډیو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ په موخه ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته کړې؛ څو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

دغه مالي مرسته د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې ترسره شوې او تمرکز یې پر هغو کسانو دی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته مرستې ته اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال ترسره شوې، چې ایران او پاکستان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو لپاره خپل پراخ پلانونه پلي کوي.

د بشري مرستو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې دا ګام به د افغانستان پر پولو او هغو ولایتونو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی؛ بشري ناورین لا ډېر کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د اسنادو نه لرونکو ستانه شویو افغانانو بشري، روغتیایي او د خوندیتوب اړتیاو ته رسېدنه وکړي چې تمه کېږی له ۲۵زره ډېرو زیانمنو کسانو سره به په کې مرسته هم وشي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اېټالیا دغه مرستې به له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو اتو مرکزونو کې ووېشل شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د دغه مرستو پر مت به دوی د راستنېدونکو کډوالو د معلوماتو خوندیتوب او ثبت سېسټم هم پیاوړی کړي.

په افغانستان کې کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میا پارک ویلي:« له اېټالیا سره زموږ دوامداره همکاري خورا ارزښتمنه او حیاتي ده. موږ په پر دغو مرستو د زرګونه بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنېوی وکړو».

هغه زیاته کړې، د اېټالیا د دغه مرستو پر مټ به وکولای شي چې د بېرته راستنېدونکو سره په بېړنیو او ننګوونکو حالاتو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر دغو مرستو به اسانتیاوې رامنځته کړو؛ څو د نورو کډوالیو او بې‌ځایه کېدو مخه ونیسو».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې په زوره له بېلابېلو هېوادونو اېستل شوي دي.

دغه سازمان وایي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زره زیانمنو ستانه شویو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د ملګرو ملتونو سره ثبت کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

په پلازمېنې اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي.

پاکستان او ایران یو له هغو هېوادونو دي، چې مېلیونونه کډوال پکې مېشت دي او په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو اېستل کېدو په موخه تر ټولو جدي تګارې پلي کړي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو پر دغو دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او له جبري اېستلو دې ډډه وکړي.