• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمنک او د سمنک مېله

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰

نوروز له سمنک پرته داسې دی لکه کابل کې چې ژمی وي، خو واوره نه وي. لکه یو مشهور متل دی چې «کابل دې بې زرو وي، خو بې واورو نه.» دا خبره په نوروز کې له سمنک سره هم پرتله کولای شو، ځکه سمنک پخول د نوروز د نمانځلو ترټولو مهم سمبول دی.

«سمنک در جوش، ما کفچه زنیم، دیگران در خواب، ما دفچه زنیم» دا هغه فلکلور او نامتو سندره ده، چې ډېرو سندرغاړو ویلې ده او له بلې خوا هرکال دا سندره په ډېرو کورنو کې د ښځو له خوا هغه وخت زمزمه کېږي، چې سمنک پخوي.

د ښځو لپاره د نوروز تر ټولو ښایسته رسم او جشن همدا د سمنک پخولو مېله ده او سمنک یوازې یو پخلی نه دی، بلکې د ښځو ترمنځ د خوږو کیسو، نڅاوو او ټوکو ټکالو یوه ډکه مجموعه هم ده.
افغان مېرمنې د خوشحالۍ پر دغه ورځ د خپلو دوستانو او خپلوانو کره راټولېږي او له غنمو سمنک باندې کوي، یوې خوا ته د دېګ تپونه راخېژي او ځوانې نجونې دېګ کې څمڅمې وهي او بله خوا بیا یو شمېر مېرمنې چې زړونه یې له مستۍ څخه ډکې وي، د خوشحالۍ سندرې وایي او لاسونه پړکوي. د ښځو دودیزې جامې او نڅاوې بیا دغې مېلې ته جلا ښکلا وربښي.
سمنک د «نوروز» د خوږو وېشلو یوه لویه بهانه وه او ده، چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ایران کې هم د سمنک نوروزي مېله په جوش ترسره کېږي. تاجکستانۍ مېرمنې پارکونو کې مېلې جوړوي، په ډلو ډلو نڅاوې کوي او د سمنک تر چمتو کېدو خپلې خوښۍ اظهاروي.
سمنک چې یو ډول خواږه خواړه دي، د غنمو له شېرې څخه جوړېږي او پخېدل یې شاوخوا دیارلس یا څوارلس ساعتونه وخت نیسي.

سمنک د کلتوري او فرهنګي دود له‌مخې، د نوي کال د نذر په توګه هم ګڼل کېږي.

100%

د سمنک په اړه د خلکو باورونه او افسانې
په ځینو سیمو کې روایت شته، چې اووو خوېندو به یو ځای سمنک پخاوه، شپه به یې د دېګ تر څنګ ویښه تېره کړه او دعاوې به یې کولې.

د دې ترڅنګ یو بل روایت هم شته، چې ویل کېږي په تېرو وختونو کې به چې کله نارینه د جګړو ډګرونو ته تلل، ژر به نه راګرځېدل نو د کور ښځو او ماشومانو به د خوړولو لپاره په کافي اندازه څه نه درلودل، غنم به چې په هغه وخت کې په اسانۍ سره پیدا کېدل ښځو به ترې سمنک پخول، ځکه سمنک د مېلې ترڅنګ قوي خواړه هم دي او ډېرې روغتیایي ګټې لري.

په افغانستان، ایران او ځینو نورو سیمو کې خلک باور لري، چې سمنک امېندواره مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته ځواک ورکوي او د کور برکت ډېروي.

100%

سمنک څنګه جوړېږي؟
د سمنک پخول خورا ستونزمن کار دی او ساعتونه وخت نیسي، خو هغه څه چې د تخار ولایت اوسېدونکې مومنه چمتو کوي، لږ تر لږه د ځایی خلکو او د هغې د خپلوانو ترمنځ مشهور دی او د ښه پخولو مهارت او هنر یې ډېر کسان نه لري.
مېرمن مومنه چې اوسمهال شاوخوا د اویاوو کلونو ده، وایي چې له لسیزو راهیسې په خپل کور کې په هر ډول اقتصادي حالاتو کې د سمنک مېله او مېلمستیاوې جوړوي او دا ډول نماځل ورته له مور او نیاګانو څخه میراث پاتې دی.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د سمنک دودیزه مېله هر کال د ښځو په راغونډېدو، کیسې کولو، چمبه وهلو، نڅاوو او سندرو ویلو سره نمانځل کېږي.
هغه وایي: «کله چې ښځې دې مېلې ته راغواړم نو د سمنک ترڅنګ نور خواړه هم پخوو، که مو اقتصادي حالت سم وي نو رقم رقم خواړه تیاروو، خو که مو کله اقتصادي حالت ډېر ښه نه وي، په دوه درې رقمه خوړو اکتفاء کوو او دغه دود پر ځای کوو.»
له نوموړې څخه مې وپوښتل چې د سمنک پخول ولې ساعتونه وخت نیسي؟ هغې په ځواب کې وویل: «د سمنک د پخولو یوازې څو ساعتونه نور کسان ګوري او تجربه کوي، په اصل کې دا د څو ورځو کار دی، ځکه په لومړي سر کې غنم په لویو لویو لوښیو او یا پتنوسونو کې اچول کېږي، چې شنه شي او سبزه وکړي، هره ورځ باید تازه وساتل شي او رسېدګي باید ورته وشي. ترهغه وروسته چې د سمنک سبزه په لسو دولسو ورځو کې شنه شوه بیا د جوړولو پلان ورته جوړېږي، هغه ښځې چې د سمنک پخولو ته راځي تر هر څه مخکې د سمنک په سبزه کې نیت کوي او فال ګوري، بیا د سمنک سبزه قیچي کېږي. د سبزې له قیچي کولو وروسته د هغه تر لاندې غنم د غوښې له ماشین څخه اېستل کېږي او څو څو ځلې له اوبو اېستل کېږي، بیا په یوه لوی دیګ کې اچول کېږي او د دېګ لاندې اور بلېږي. په دې وخت کې بیا په دېګ کې د غنمو د شیرې له اچول شویو اوبو سره اوړه هم ګډېږي البته اوړه باید په اندازې واچول شي.»
د تخار د دغې اوسېدونکې په خبره: «د سمنک پخول ساعتونه وخت نیسي او په متواتر ډول باید څمڅې ووهل شي. دومره باید ولړل شي چې په غلظت ورسېږې او په دې جریان کې یوه اندازه چهارمغز له پوست سره یې تر مینځلو وروسته ور اچول کېږي. سمنک چې په غلظت ورسېده باید د څو نورو ساعتونو لپاره دم ورکړل شي.»
د هغې په خبره، کله چې د سمنک دم ورکول هم خلاص شي ټولې ښځې له دېګ سره راټولېږي او دعاوې کوي، پاخه شوي سمنک په ترتیب سره بېلابېلو لوښیو کې اچول کېږي او په کور کې د راټولو شویو ښځو په ګډون د سیمې خلکو ته ورکول کېږي.
د مومنې د خبرو جالبه برخه دا وه، چې هغو کورونو ته چې سمنک ورکول کېږي د دوی په لوښي کې هر کس د خپل توان په اندازه سوغات ږدي، یعنې د دوی لوښی بېرته خالي نه ورکول کېږي.

100%

د سمنک تاریخچه
د نړۍ هر ملت د ژوند د بېلابېلو مناسبتونو لپاره خپلې ورځې لري، چې د هغه ملت تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د هماغه ځانګړي ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي.

له دغو کلتوري او فرهنګي برخو څخه یو یې هم د سمنک مېله ده.

سمنک د لرغونې تاریخي مخېنې له امله د زرګونو کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ دود دی.

سمنک په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او نورو فارسي‌ژبو او مرکزي اسیا هېوادونو کې پخېږي.
سمنک ډېری وخت د پسرلي په موسم په ځانګړې توګه د نوروز د جشن پرمهال، د برکت، نوي ژوند او سمسورتیا د نښې په توګه پخېږي.

باور دا دی، چې سمنک د اریایانو له دورې راهیسې دود و او د غنمو جوانې د ودې، زرغونتیا او نوي ژوند نښه ګڼل کېده، نو له همدې امله یې د پسرلي له را رسېدو سره پخول.

د هخامنشیانو او ساسانیانو په زمانه کې غنم د برکت او شتمنۍ نښه ګڼل کېده، نو خلکو د حاصلاتو د ښه‌والي لپاره سمنک پخاوه.

له اسلام وروسته هم دې دود دوام وکړ او مسلمانانو دا خواړه د برکت، روغتیا او قوت د سرچینې په توګه منلی دی.

100%

د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز نمانځي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نوروز رخصتي له منځه تللې او د دې ورځې ځانګړی لمانځل منع شوی، خو تر دې وړاندې د کابل او مزار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره دغه ورځ نمانځل کېده.
نڅاوو، مېلو، د کورنیو ګډون او د بېلابېلو لوبو ترسره کولو به په کابل او مزارشر کې د دغې ورځې نمانځلو ته نوره ښکلا هم وربخښله.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

انځوریز راپور؛ د کابل نوروز، د طالبانو بندیزونه او د خلکو محدود نمانځل

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰
انځوریز راپور؛ د کابل نوروز، د طالبانو بندیزونه او د خلکو محدود نمانځل
100%

نوروز چې د افغانستان په ګډون په یو شمېر اسیایي هېوادونو کې قومي او کلتوري دود بلل کېږي، له نږدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له بندیزونو سره مخ دی.

نوروز د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په تېرو وختونو کې د بلخ په مزار شریف او د کابل په کارته سخي کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېده، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پکې دغه ورځ نه ده نمانځل شوې.

دغه انځورونه د کابل له بېلابېلو برخو لکه کوته سنګي، منډه یي، کارته سخي او شهرنو څخه اخیستل شوي دي.
د هفت مېوې لپاره د وچې مېوې پلورونکي په خپل خرڅلاو اخته دي، ښځې د کورونو په پاکولو بوختې دي، ځيني خلک نوې جامې جوړوي او اخوا بیا طالبان کارته سخي زیارت ته د خلکو د تلو مخه نیسي.

100%

دا د کارته سخي زیارت دی، چې هره غځېدلې لار د طالبانو له خوا بنده شوې.

100%

دا په کارته سخي کې هغه جنډه چې هر کال پکې پورته کېده، خو سږکال یې مخه نیول شوې.

100%

دا د شهرنو (نوي ښار) سیمې هغه کور دی، چې ښکاري د نوي کال چمتوالی یې نیولی دی.

100%

دا د کوټې سنګي سیمه ده، چې د سړک پر سر وچه مېوه پکې خرڅېږي.

100%

دا انځور د دارلامان له سیمې څخه هغې کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته استولی، چې نوی کال یې نمانځلی دی.

100%

دا له دردونو سره مل انځور دی، چې د دغه ښوونځي یوې زده‌کوونکې استولی او وایي، چې سږکال بیا هم د دوی د زده‌کړو برخلیک روښانه نه شو.

100%

دا انځور هم هغې ښځې را استولی چې د نوي کال لپاره جامې جوړوي.

په هلمند کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۰
په هلمند کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې ۱۷ تنه ټپیان شوي
100%

هلمند کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، نن غرمه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ بازار کې دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې د لاس بم د چاودنې له امله ۱۷ تنه ټپي شوي. هلمند کې ایمرجنسي روغتون هم مني چې د دې پېښې له ځایه ۱۷ ټپیان ور وړل شوي، چې پنځه یې نازک حالت لري.

د سرچینو په خبره، دغه وروڼه د دوکانونو د ملکیت پر سر خپلو کې لاس ګرېوان شول او کله چې خلکو ګواښل یوه لاس بم ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۱۷ کسان ټپیان شول.

سرچینې وايي، په دې پېښه کې همدا بم چاودوونکی ورور ټپي شوی او هغه بل ته زیان نه دی رسېدلی.

هلمند کې ایمیرجنسي روغتون پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې په ګرشک بازار کې د چاودنې له ځایه ۱۷ کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوي دي.

د روغتون د معلوماتو له مخې د پنځو کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

په هلمند کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې او د دغو کسانو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته تللی

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته تللی
100%

سرچینې وايي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن کابل ته تللی. ویل کیږي چې محمد صادق به له طالب چارواکو سره پر ډیورند کرښه پر ورستیو را ولاړو شویو ستونزو خبرې وکړي.

د محمد صادق د سفر په اړه تر اوسه طالبانو او پاکستان څه نه دي ویلي او نه هم د یاد سفر په اړه نور جزیات ورکول شوي دي.

د راپورونو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې کابل ته د صادق خان دا دریم سفر دی، چې په تورخم کې له ډیورنډ کرښې سره د طالبانو د پوستې جوړولو له امله تر جنجال وروسته کېږي.

د دې پوستې له امله د دواړو لورو ترمنځ د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې وشوې او هم دا لار د ۲۵ ورځو لپاره بنده وه، خو تېره سې شنبه بېرته لاریو ته پرانیستل شوه.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر خپلمنځي نښتو سربېره پاکستان بیا بیا د طالبانو حکومت د دغه هېواد ضد وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي، خو طالبان ورته تورونه ردوي.

دا سفر په داسې مهال دی چې پاکستان د کډوالو لپاره د مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې او ترې غوښتي یې دي، چې له دغه هېواد ووځي.

اسیا جام کې متحده عربي اماراتو د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې ته ۷ پر ۱ ماتې ورکړه

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۰
اسیا جام کې متحده عربي اماراتو د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې ته ۷ پر ۱ ماتې ورکړه
100%

د اسیا د ۲۰۲۵ کال ساحلي فوټبال جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې ۷ پر یو له متحده عربي اماراتو ماته وخوړه. دغه سيالۍ د تايلنډ په کوربتوب پيل شوې او افغان لوبډله په دریم ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، ایران او اندونیزيا سره سیالۍ لري.

د اسيا د ساحلي فوټبال ۱۱ پړاو سیالۍ د تايلنډ په پاتایا ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په ګروپي شکل پرون پيل شوې.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې نن لهمتحده عربي امارتو ماته وخوړه او راتلونکې لوبه یې د یکشنبه په ورځ د ایران او د سې شنبې په ورځ د اندونیزيا لوبډلې سره ده.

د اسیا ساحلي فوټبال جام به د وري میاشتې تر ۱۰ مې نېتې دوام وکړي.

ګروپونه

لومړي ګروپ کې تایلنډ، کويټ، لبنان او هند

دویم ګروپ کې جاپان، چين، سعودي عربستان او عراق

دریم ګروپ کې افغانستان، ایران، متحده عربي امارت او اندونیزيا

څلورم ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزيا او ویتنام برخه لري.

د دې سياليو غوره درې لوبډلې به د اسیا په استازولۍ نړيوال جام کې هم برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان پلاوي بلخ کې د طالبانو والي سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۰
د افغانستان لپاره د ازبکستان پلاوي بلخ کې د طالبانو والي سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
100%

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په مشرۍ ازبکستانی پلاوی نن په بلخ کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پیاوړتیا ږغیدلي.

په بلخ کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر په یوه خبره پاڼه لیکلي، د ازبکستان د لومړي وزیر ځانګړي عصمت الله ارګاشیف، د سرخاندریا والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ، د اوزبکستان د ساختماني، مسکن او عمومي خدمتونو وزارت مرستیال علي متوف طاهر نعمت الله اویچ او یو شمېر نورو نظامي ازبک چارواکو نن بلخ ته په خپل سفر کې د طالبانو والي او د ملا هبت الله د نږدې کس یوسف وفا سره کتلي.

په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر کډه پوله د ټرانزیټ، پټلۍ، صادراتو او وارداتو او د سوداګرو تګ راتګ لپاره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی او دغه ډول لیدني یې اړینې بللې دي.

نوموړي په دغه ولایت کې د امام بخاري په نوم د جوړېدونکې مدرسې د چارو د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ازبکستاني پلاوي د بلخ د سیمه ییزو طالب چارواکو سره د اړیکو د پراختیا، ګډو سوداګریزو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په دوام ټینګار کړی دی.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې څو ورځې وړاندې هم ازبک پانګوالو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان په ساختماني او د کان کېندنې برخو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلي وه.