‏طالبانو تازه د نورستان له ګران بیه ډبرو څه باندې یو میلیون افغانۍ ترلاسه کړي

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې کان کېدونکو د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې ترلاسه کړي دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې دغه ګران بیه ډبرې په ازاده داوطلبۍ کې پلورل شوي چې یو میلیون سهم یې طالبانو ترلاسه کړی دی.