• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح: د بلوڅو یووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ د‌ پاکستان پوځ له مرګوني ګواښونو سره مخ ده

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د افغانستان د پرځېدلي‌ جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د پاکستان پوځ د ماهرنګ بلوڅ له زیاتېدونکي نفوس څخه په وېره کې دی او داسې برېښي چې د هغې ژوند له سختو ګواښونو سره مخ دی.

صالح د «وري ۴مه» پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د بلوڅو یووالي غورځنګ نیول شوې مشره د پاکستاني واکمنو پر وړاندې خورا هوښیاره ده او د پوځ په ګډون د دغه هېواد حکومت یې نه له پامه غورځولی شي او نه یې هم زغملی شي.

هغه زیاته کړې، چې د ماهرنګ بلوڅ زیاتېدونکی نفوس د جي اېچ کیو (GHQ) لپاره د اندېښنې وړ دی؛ هغوی نشي کولای چې د بلوڅو د حقونو د دغه مبارزې پر وړاندې چوپ پاتې شي او یا هم اقدام ونه‌کړي.

امرالله صالح په ډاګه کړې، چې ښايي دغه زنداني شوې بلوڅه مبارزه د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو په څېر د ترهګرۍ قرباني شي‌ او یا هم د بلوڅو د یوه وژل شوي مشر نواب اکبر بګټي په څېر د پوځ له لوري په مستقیمه توګه هدف وګرځي.

ښاغلي صالح د نواب اکبر بګټي یوه مشهوره خبره هم لیکلې، چې ویلي یې وو:« موږ د کوم بل ملت برخه نه یو. موږ بلوڅ بلوڅان یو، د بلوڅانو په توګه به ژوند کوو او مرو به».

دوه ورځې وړاندې سهار وختي د پاکستان امنیتي ځواکونو داسې مهال ماهرنګ بلوڅ نیولې، چې د بلوڅو یووالي غورځنګ له نورو غړو سره یو ځای یې د بلوچستان په کویټې ښار کې د پاکستان حکومت او پوځ خلاف اعتراضیه ناسته کړې وه.

هغې د تېر په څېر په دغه اعتراضیه ناسته کې هم د پاکستان پوځ د «بلوڅو پر نسل وژنې» تورنولو او غوښتنه یې کوله چې په لوی لاس تري تم کړای شوي بلوڅان دې هم خوشې کړي.

د بلوڅانو د حقونو دغه مبارزې نیول کېدو ته ګڼو بشري سازمانونو هم غبرګونونه څرګند کړي‌ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره دې ماهرنګ بلوڅ خوشې کړي او د بلوڅانو له ځورولو دې لاس په سر شي.

د بلوڅو یووالي غورځنګ مشرې څو، څو ځله ان د‌ پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې هم د خپلو خلکو د حقونو لپاره لوی، لوی لاریونونه کړي دي.

له دې سره، سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په پښتنو په سیمو کې د پاکستان پوځ له لوري په جبري توګه د لادرکه شویو کسانو د خوشې کېدو او د پښتنو په سیمو کې د پاکستان پوځ د ناسمو تګلارو خلاف پراخ مدني فعالیتونه ترسره کوي.

منظور پښتین او د هغه د غورځنګ غړي هم ادعا لري، چې د پاکستان پوځ په لوی لاس د پښتنو سیمې د ډالري جنګونو ښکار کړې دي او د خېبر پښتونخوا ایالت په ګډون یې په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې پښتانه تر سخت محکومیت او محرومیت لاندې راوستي دي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي