• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیګنال څه دی، چې د ټرمپ ټیم د جګړې پلانونه پرې شریک کړل؟

۵ وری ۱۴۰۴ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د ټرمپ ادارې لوړپوړو چارواکو «سیګنال» نومې پیغام لېږدوونکی اپلیکیشن کارولی، چې د جګړې پلانونه پرې شریک کړي، خو یوه ژورنالیست ته یې هم په تېروتنه لاسرسی ورکړی. دې مسالې د امریکا د کانګرس دیموکرات قانون جوړوونکي وپارول او امنیتي چارواکي یې د شهادت یوې ناستې ته ور وبلل.

د امریکا د استخباراتو مشرانو د سې شنبې په ورځ سنا مجلس ته د نړۍ د امنیتي ګواښونو په اړه خپل نظر وړاندې کړ.

د سنا د اوریدنې پر مهال خپلواک سناتور انګس کینګ له تولسي ګبارد څخه وپوښتل چې ایا دسیګنال چټ کې محرم معلومات شامل وو؟ ګبارد ټینګار وکړ چې هیڅ ډول محرم معلومات نه وو شریک شوي.

کینګ وویل: « زه باور نه لرم چې د هدفونو، وختونو او وسلو جزئیات به محرم نه وي».

د سنا د استخباراتو کمېټې مرستیال مشر ډیموکرات سناتور مارک وارنر وویل، « دا غیر مسوولانه چلند دی. دا تصادفي پېښه نه ده، بلکې یوه تکراري ستونزه ده چې امریکا ته یې زیان رسولی».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اېن بي سي نیوزسره په مرکه کې وویل: « مایکل والتز یوه تجربه ترلاسه کړه او هغه یو ښه انسان دی».

د اوریګون ایالت سناتور رون وایډن وویل: « زه باور لرم چې د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر باید استعفا وکړي».

د رویټرز د رپوټ له مخې، همداراز، د ایلی نویس سناتور ټامي ډکورتاو د اریزونا سناتور روبین ګالیګو هم د مایکل والتز او پیټ هیګست د استعفا غوښتنه وکړه.

سیګنال په پراخه توګه محرمیت‌پالان، سیاسي فعالان، ژورنالیستان او حکومتي ادارې کاروي.
100%
سیګنال په پراخه توګه محرمیت‌پالان، سیاسي فعالان، ژورنالیستان او حکومتي ادارې کاروي.

سیګنال څومره خوندي دی؟

سیګنال یوه پرانېستې سرچینه (Open-source) او بشپړ کوډ شوی (End-to-End Encrypted) پیغام لېږدوونکی دی، چې د سیګنال میسنجر شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي.

دا اپلیکیشن یوازې د کاروونکو د ټلیفون شمېره، د شاملېدو نېټه او وروستۍ کارونې معلومات ساتي.د کاروونکو اړیکې، پیغامونه، او نور ارتباطات د کاروونکي په موبایل کې خوندي وي، نه په سرورونو کې.

دا اپلیکیشن کاروونکو ته دا اختیار ورکوي چې له یوه ټاکلي وخت وروسته پیغامونه اتومات حذف کړي.سیګنال هیڅ ډول اعلانونه یا سوداګریز شراکت نه لري او د کاروونکو معلومات نه تعقیبوي.

همدارنګه، کاروونکي کولای شي خپله ټیلیفون شمېره پټه وساتي او اضافي امنیتي شمېره وکاروي، چې د پیغامونو د امنیت تصدیق وکړي.

سیګنال د امریکا حکومت یا بل کوم حکومت کوډونه نه کاروي او نه هم د حکومت په سرورونو کې فعالیت کوي.

د سایبري امنیت متخصص راکي کول وايي: «د سیګنال له لارې د ملي امنیت محرم معلوماتو بحث اصلاً له سیګنال څخه د خطر له امله نه دی، بلکې خطر دا دی چې که موبایل هک شي، نو ټول پیغامونه لوستل کېدای شي».

سیګنال څنګه کار کوي؟

سیګنال یو محفوظ پیغام لېږدوونکی خدمت دی چې د پای‌پر‌پای کوډونو (End-to-End Encryption) څخه کار اخلي. دا یعنې شرکت نشي کولای چې د کاروونکو خصوصي پیغامونه یا غږیز او ویډیویي زنګونه واوري، ولولي یا ورڅخه استفاده وکړي.

د حساب جوړولو لپاره ټلیفون شمېره اړینه ده.سیګنال د نورو پیغام لېږدونکو اپلیکیشنونو برخلاف، د کاروونکو معلومات نه تعقیبوي او نه یې هم ساتي.د دې اپلیکیشن کوډ عام دی، یعنې امنیتي کارپوهان یې ارزولی شي.

د سیګنال مشرې میرېدیت وېټاکر د دې اپلیکیشن دفاع کړې او ویلي یې دي: « سیګنال د خصوصي اړیکو لپاره طلایي معیار دی».

هغې همدارنګه پراېکس(پخوانی ټویټر) لیکلي: « واټس‌اپ د خپلو کاروونکو د پیغامونو د خوندیتوب لپاره د سیګنال کوډ کاروي».

سیګنال چا جوړ کړی؟

سیګنال په ۲۰۱۲ کال کې د مکسي مارلینسپایک او میرېدیت وېټاکر له خوا جوړ شو. په ۲۰۱۸ کال کې مارلینسپایک د واټس‌اپ له پخواني بنسټ ایښودونکي برایان اکټون سره یوځای د سیګنال بنسټ کېښود. اکټون واټس‌اپ شرکت په ۲۰۱۷ کال کې د کاروونکو د معلوماتو د کارونې پر سر د اختلاف له امله پرېښود. هغه د سیګنال بنسټ لپاره ۵۰ میلیونه ډالر لومړنۍ مالي مرسته وکړه.

سیګنال وايي چې دا اپلیکیشن له هیڅ لوی ټکنالوژيک شرکت سره تړاو نه لري او هیڅکله به د کوم شرکت له خوا ونه پېرل شي.

یو شمېر سناتورانو د مایکل والتز او پیټ هیګست د استعفا غوښتنه وکړه.
100%
یو شمېر سناتورانو د مایکل والتز او پیټ هیګست د استعفا غوښتنه وکړه.

سیګنال څوک کاروي؟

سیګنال په پراخه توګه محرمیت‌پالان، سیاسي فعالان، ژورنالیستان او حکومتي ادارې کاروي.

په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې واټس‌اپ خپل د محرمیت اصول بدل کړل، سیګنال ته د کاروونکو بې‌ساري شمېر خلک ورغلل.

رویټرز دا اپلیکیشن د هغو وسیلو له ډلې ګڼي چې کاروونکي یې د محرمو معلوماتو د شریکولو لپاره کارولی شي، که څه هم هیڅ نظام سل سلنه خوندي نه دی.

د سیګنال غیر رسمي ټولنې کې چې د سیګنال کارکوونکي یې اداره کوي، اروپایي کمیسیون هم شامل دی. په ۲۰۱۷ کال کې، د امریکا سنا مجلس د خپلو کارکوونکو لپاره د سیګنال کارونه تایید کړه.

امنیتي تحلیلګر بین ووډ وايي، « که څه هم سیګنال د کاروونکو لپاره ډېر خوندي دی، خو دا باور سخت دی چې دا اپلیکیشن دې د ملي امنیت د مسایلو لپاره مناسب وي».

دی هغې سرغړونې ته اشاره کوي چې د ټرمپ د ټیم لوړپوړو چارواکو پرې د یمني حوثي یاغیانو پر ضد د پوځي بریدونو پلانونه شریک کړي وو.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

چین پلان لري چې په سپوږمۍ کې راډیو تېلسکوپ جوړ کړي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۰

چین پلان لري، چې ډېر ژر په سپوږمۍ کې د راډیو تېلسکوپ جوړ کړي. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د فضایي اکتشاف پر څو پروژو کار کړی او ډېر ژر سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي.

اوس چینایي ساینس پوهان د سپوږمۍ په هغه برخه کې چې له ځمکې نه لیدل کېږي د راډیو ټېلسکوپ د ځای پر ځای کولو پلان لري.

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه راډیو ټېلسکوپ به په ۲۰۳۰ کال کې په سپوږمۍ کې ځای پر ځای شي.

د دې ټېلسکوپ په جوړښت کې ۷۲۰۰انتنونه دي او دا انتنونه به د ۳۰ کیلومترو په ساحه کې وغځول شي.

دا راډیو ټېلسکوپ هڅه کوي، چې د کایناتو په بېلابېلو رازونو پوه شي.

په سپوږمۍ کې د ټېلسکوپ لپاره به دا اسانه وي، چې د سیارو، کهکشانونو او تور سوړو څخه د راډیو سیګنالونه ترلاسه کړي.

تمه کېږي، چې د راډیو ټېلسکوپ جوړول به د چین له خوا د چینګ ای ۷ او ای ۸ ماموریتونو سره پیل شي.

د چانګ ای ۷ ماموریت به په ۲۰۲۶ کال کې سپوږمۍ ته او ای ۸ به په ۲۰۲۸ کال کې سپوږمۍ ته واستول شي.

دغه راډیو ټېلسکوپ به چین ته دا فرصت هم ورکړي، چې نوې سیارې کشف کړي چې د انسان د اوسېدو لپاره پکې امکان وي.

په ورته وخت کې به دا ټېلسکوپ د کایناتو د اصل په اړه د زده کړې فرصت وي.

د راپور له مخې، د دغه ټېلسکوپ د جوړولو چارې به په بېلابېلو پړاوونو کې ترسره شي.

په لومړي پړاو کې به د ۳ کلونو په موده کې به د وسایلو سره ۱۶ انتنونه نصب شي او د دې هدف لپاره به د چینګ ای لینډرونه وکارول شي.

په دویمه مرحله کې به د ستورمزلو لپاره د درې څخه تر پنځه کلونو پورې پلان بشپړ کړي.

په درېيم پړاو کې به ټول انتنونه نصب شي او تر هغه وخته پورې به په سپوږمۍ کې د چين د څيړنيزې اډې د جوړولو چارې هم بشپړې شي.

یوې ۶۶ کلنې چینایي مېرمنې چې پر بایسکل ۱۲ هېوادونو ته سفر کړی، غواړي ټولې نړۍ ته سفر وکړي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

یوې ۶۶ کلنې مېرمنې چې یوازې په بایسکل یې ۱۲ هېوادونو ته سفر کړی، پرېکړه کړې چې ټولې نړۍ ته سفر وکړي. دغه مېرمن دونګ جو نومېږي او د چین اوسېدونکې ده. نوموړې غواړي، چې د نړۍ درې لویې وچې وګوري.

دونګ جو چې تر اوسه کوم هېوادونه لیدلي، کمبودیا، فرانسه او اسټرالیا هم پکې شامل دي.

نوموړې اوس پرېکړه کړې، چې ۸۸ نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

د نوموړې په وینا: «سفر د یو اعتیاد په څېر دی، چې یو ځل یې خوند وڅکۍ، نو ځان ترې نه شئ ساتلی.»

د دونګ جو سفر سره له دې چې زړه راښکونکی دی، خو له ډېرو ننګونو سره هم مخامخ دی.

یاده مېرمن یوازې په چینایي خبرې کولی شي او په نورو هېوادونو کې د خبرو اترو لپاره د ژبې ژباړې اپس باندې تکیه کوي.

نوموړې د سفر محدوده بودیجه لري او ډېری وختونه په پارکونو یا هدیرو کې پاتې کېږي یا د اجنبیانو کورونو ته ځي چې دې ته د پاتې کېدو شپه ورکړي.

دونګ جو په ۲۰۱۳ کې چې کله له خپل خاوند نه جدا شوه او په ژور خپګان اخته شوه، د سایکل چلولو سره یې علاقه پیدا کړه.

دغې مېرمنې د بايسکل ځغلونکو يوه ډله وليده او پوه شوه، چې سپرلۍ کولاى شي.

د هغې زوی نوموړې ته یو فولډ بایسکل ډالۍ کړ او تبت ته یې لومړی سفر وکړ.

په هغه وخت کې يې يوازې ۱۷۰ يوان درلودل او د مياشتني تقاعد په توګه يې ۳۰۰۰ يوان ترلاسه کول.

مختلفو هېوادونو ته د سفر لپاره، هغه د یو کال لپاره په یو کور کې د صفاکارې په توګه کار وکړ او د سوېل ختیځ اسیا ته د سفر لپاره یې کافي پیسې خوندي کړې.

هغه له دوو نورو بایسکل ځغلونکو سره ولاړه، خو یوه اونۍ وروسته په ویتنام کې له خپلو ملګرو څخه جلا شوه.

خپلې ډلې نه له جدا کېدو وروسته نوموړې یو سړی وموند، چې په چینایي ژبه خبرې کولی شوای او کور ته په راستنېدو کې یې ورسره مرسته وکړه.

دونګ جو د دې پر ځای چې روحیه له لاسه ورکړي، هغې یو بل سفر پلان کړ او تر دې دمه یې د ویتنام، کمبودیا، ټایلنډ، میانمار، اسټرالیا، نیوزیلنډ او فرانسې په ګډون ۱۲ هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

نیوزیلنډ ته د هغې سفر د کوویډ - 19 وبا له امله لنډ شو او هغه اوس د نوي سفر لپاره چمتووالی نیسي.

هغه پلان لري، چې له قزاقستان څخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له هغې وروسته نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

اروپايي اتحادیه وايي ګوګل او اپل د سیالانو څنډې ته کولو هڅې کوي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۰

ګوګل د چارشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې له قوانینو د سرغړونې له دوو تورونو سره مخ شوی. بلې امریکایۍ کمپنۍ اپل ته امر شوی چې سیالو شرکتونو ته له ایفون او ایپډ سره د نښلېدا اجازه ورکړي.

د اروپايي کمېسیون له خوا دا اقدام په داسې حال کې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که اروپايي هیوادونه د امریکايي شرکتونو پر ضد جریمه ولګوي، نو هغه به تعرفې وضع کړي.

ګوګل او اپل له تېر کال راهیسې د اروپايي کمېسیون ترپلټنو لاندې دي، څو معلومه شي چې ایا دوی د ډیجیټل بازارونو قانون ته غاړه ایښې که نه.

پر ګوګل څه تورونه دي؟

پر ګوګل تور دی، چې د ګوګل پلې اپ سټور له لارې د نورو اپلکیشن جوړوونکو د محصولاتو د بازارموندنې مخه نیسي.

پر دغه شرکت دغه راز بل تور دادی چې خپلو خدماتو ته د سیالانو په پرتله غیرعادلانه ترجیح ورکوي. کمیسیون وایي چې ګوګل Google Flights، Google Shopping، او Google Hotels ته د لټون په پایلو کې غوره ځای ورکوي، په داسې حال کې چې سیال شرکتونه لکه Skyscanner، Expedia، او Tripadvisor له کم لید یا ټیټې درجه‌بندۍ سره مخ کیږي.

دا کار ګوګل ته مالي ګټه رسوي، ځکه کاروونکي د دوی له خدماتو ګټه اخلي، خو د سیالانو لپاره دا معنا لري چې دوی ته لږ ترافیک او کم عاید پاتې کیږي.

کمېسیون اپل ته امر کړی چې خپل ایکوسیستم سیالانو ته خلاص کړي، څو د دوی خدمات ایفون او ایپډ ته لاسرسی ومومي.
100%
کمېسیون اپل ته امر کړی چې خپل ایکوسیستم سیالانو ته خلاص کړي، څو د دوی خدمات ایفون او ایپډ ته لاسرسی ومومي.

د اپل پر ضد اقدامات

کمېسیون اپل ته امر کړی چې خپل ایکوسیستم سیالانو ته خلاص کړي، څو د دوی خدمات ایفون او ایپډ ته لاسرسی ومومي.

ګوګل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا اقدام به اروپايي سوداګرو او مصرفوونکو ته زیان ورسوي.

د ګوګل د رقابتي چارو رییس اولیور بیتل، ویلي، « د اروپايي کمېسیون مداخله به د لټون پایلې لا خرابې کړي او د کاروونکو لپاره به ستونزمنه وي چې خپلې اړتیاوې پوره کړي».

خو د اروپايي کمېسیون د انحصار ضد مسوولې تریسا ریبیرا ویلي، چې « دا اقدامات د دې لپاره دي چې ګوګل د اروپايي اتحادیې د قوانینو مطابق عمل وکړي، په ځانګړي ډول د ګوګل لټون او انډرایډ خدماتو په برخه کې».

له خنډونو سره مل ماموریت؛ د ناسا دوه ستورمزلي له ۹ میاشتني انتظار وروسته ځمکې ته راکوز شول

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۰

د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ناسا دوه ستورمزلي بوچ ویلمور او سوني ویلیامز چې له نهو میاشتو څخه ډېره موده په فضا کې اېسار پاتې وو، د اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته بېرته ځمکې ته راکښته شوي دي.

د ناسا دا ستورمزلي د سې‌‌شنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) د امریکا د فلوریډا ایالت په تالاهاسي سواحلو کې له خنډونو او ننګونو سره مل سفر وروسته ځکمې ته رارسېدلي دي.

ویلمور او ویلیامز د تېرکال د جون په پنځمه فضايي سټېشن ته د بوینګ کمپنۍ د سټارلاینر کېپسول په مرسته الوتنه کړې وه، خو په لاره کې یو شمېر ستونزو له امله هغوی اړ شول چې بېرته ځمکې ته راوګرځي.

دا دوه ستورمزلي د فضايي ماموریت لپاره د ازمایښتي پېلوټانو په توګه غوره شوي وو، خو په لار کې د تخنیکي ستونزو له امله شاوخوا نهه میاشتې په فضا کې اېسار پاتې او ځمکې ته د راکښته‌کېدو لپاره د ناسا حل‌لارې ته په تمه وو.

د ناسا له پرېکړې وروسته ټاکل شوې وه، چې دواړه ستورمزلي اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته ځمکې ته راستانه شي، خو په دغه کېسپول کې هم تخنیکي ستونزو هغوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي وو.

په وروستیو کې د ناسمې هوا د وړاندوینې له امله ناسا پرېکړه کړې وه، چې خپل دوه ستورمزلي له پلان شوې مودې څخه لږ مخکې ځکمې ته راکښته کړي او د هغوی د راکښته‌کېدو لپاره یې نېک‌هیګ او د روسیې ستورمزلي الکسانډر ګوربونوف ته د اېکس‌سپېس کېپسول په مرسته د فضايي سفر ماموریت وسپاره.

نېک‌هیګ او الکسانډر ګوربونوف وکړای شول، چې خپل ستورمزلي ملګري وژغوري او ځمکې ته یې په سلامتۍ سره راورسوي.

ځمکې ته د ویلمور او ویلیامز راستنېدل په وروستیو کلونو کې د ناسا یو ننګونکی او پېچلی فضايي ماموریت و، چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

ناسا او بوینګ اوس مهال د سټارلاینر کېپسول تخنیکي ستونزې څېړي، ترڅو په راتلونکو ماموریتونو کې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

امریکا کې یوه سپي خپل مالک په مرمۍ ویشتی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰

ستاسو لپاره به دا خبره ډېره جالبه نه وي چې سپي سړی خوړلی، یا هم د سپي مالک سپی په ډزو ویشتی، مګر د دې خبر اوریدل به تاسو ته حتماً جالب وي چې په متحده ایالاتو کې یوه سپي خپل مالک په مرمۍ ویشتی دی.

هو، دا پېښه رښتیا هم د امریکا په ټینیسي ایالت کې شوې ده. د جیرډي کرک ووډ په نامه یو کس ځایي پولیسو ته خبر ورکړی چې له خپل سپي او ټوپک سره یوځای پر خپل تخت پروت و، خو کله چې سپی ویښ کیږي په ټوپک ډزې کوي او په دې پېښه کې دغه کس ټپي شو. مرمۍ د جیرډي په چپه پښه لګېدلې ده.

کیسه داسې ده چې د جیرډي سپی اوریو نومیږي او یو کلن دی، اوریو چې کله له تخت څخه پاڅیږي پښه یې په ټوپک کې بندیږي، کله چې د ځان د خلاصیدو هڅه کوي له ټوپک ډز کیږي او مالک یې پر پښه لګیږي.

د پېښې پر مهال د جیرډ کرک ووډ یوه ښځینه ملګرې هم هغه مهال په کور کې موجوده وه، چې د ټوپک له ډزو وروسته له کوره ووتله او ټوپک یې له ځانه سره یووړ.

ټپي شوی کس روغتون ته وړل شوی او د ډاکټرانو په وینا روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

په امریکا کې د وسلو عامه کارونه او له همدې امله ناڅاپي ډزې معمول دي.

جیرډ کرک ووډ لومړنی کس نه دی چې د سپي له‌‌خوا په ډزو ویشتل شوی بلکې ورته پېښه څو کاله وړاندې هم رامنځته شوې.

په ۲۰۱۸ کې، د ریچارډ رامي په نوم یو سړي راپور ورکړی و، چې د هغه سپي په ناڅاپي توګه په ټوپک ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ.

همدا ډول، په ۲۰۱۹ کې، د میټ برانچ په نوم یو سړي هم ورته تجربه درلوده.