• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سکاټ جینینګز: له افغانستان نه تر وتلو وروسته هیڅوک له دندې لرې نه شول

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

جمهوري غوښتونکي ستراتیژیست سکاټ جینینګز د سي اېن اېن په نیوزنایټ خپرونه کې وویل، چې په۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه تر وتلو وروسته، سره له دې چې امریکايي پوځیان ووژل شول، هیڅ چارواکی له دندې لرې نه شو.

هغه د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ په ګډون د جګپوړو امریکايي چارواکو د سګنال په چټ کې د اتلانټیک مجلې مسوول مدیر جیفري ګولډبرګ د ناڅاپي ګډون په اړه وویل، چې د ټرمپ اداره دغه تېروتنه مني.

جینینګز وویل، « موږ د جګړې د پلانونو جزییات نه دي لیدلي او لا هم دا بحث شته چې دا څومره حساس و. خو زه فکر کوم د یادونې وړ ده چې سپینه ماڼۍ وتوانېده خپله تېروتنه ومني، ووایي چې دوی به ترې زده‌کړه وکړي او هڅه کوي هغه تخنیکي ستونزې حل کړي چې دا حالت یې رامنځته کړ».

هغه زیاته کړه، « زه فکر کوم دا یو مثبت اقدام دی چې حکومت وایي، هو، تېروتنه وشوه. موږ به یې اصلاح کړو، دا به بیا تکرار نه شي».

نوموړي وویل، « دا خبره په تېرو پوځي او ملي امنیتي ناکامیو کې بېسارې ده، چیرې چې نه څوک مسوول وبلل شول، نه څوک له دندې ګوښه شو او نه هم چا خپلې تېروتنې ومنلې».

سکاټ جینینګز وویل چې ټرمپ او والټز په دې اړه یو سخت بحث کړی و .

نوموړي وايي، دا د بایډن له ادارې سره توپیر لري، چې هیڅکله چا پکې خپله تېروتنه ونه منله او نه هم څوک مسوول ونه بلل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: امریکا د جورج ګلزمن د خلاصون لپاره پر «پوځي انتخاب» هم غور کړی و

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۰

یوې امریکايي ډيپلوماتیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې امریکا د جورج ګلزمن د خوشې کولو لپاره د امریکا د ځانګړو ځواکونو «دلتا فورس» د عملیاتو په اړه هم غور کړی و.

یادې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، وویل چې د امریکا د عدلیې وزارت تر تعقیب لاندې کسانو له نوملړه د حقاني شبکې د ځینو غړو نومونه لرې کول د ګلېزمن د خلاصون توافق یوه برخه وه.

سرچینې زیاته کړه چې د یرغمل کسانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ استازي ادم بولر د نظامي ځواک د کارولو وړاندیز کړی و، خو د ټرمپ د نږدې کسانو سخت مخالفت دا طرح رد کړه او پر ځای یې له طالبانو سره د مذاکراتو او امتیاز ورکولو لاره غوره کړه.

په تېرو دریو کلونو کې څو امریکايي وګړي د طالبانو یا له دې ډلې سره تړلو شبکو له خوا برمته شوي دي. د هغوی خلاصون ډېری د واشنګټن له خوا د مهمو امتیازونو په بدل کې تر سره شوی.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فریکس، چې شاوخوا دوه کاله په افغانستان کې برمته و، په ۲۰۲۲ کال کې د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې خوشی شو.

په دې معامله کې امریکا د طالبانو یو لوړپوړی غړی او د ملا عمر نږدې متحد او د نشه‌يي توکو په قاچاق تورن بشیر نورزی خوشی کړ.

وروسته طالبانو د یوې هوکړې له لارې رایان کوربت (مرستندوی) او ویلیام مک‌کنټي (امریکایي وګړی) خوشي کړل.

طالبانو هغه مهال ادعا وکړه چې امریکا په بدل کې خان محمد خوشی کړی. خان محمد د کلیفورنیا په ایالت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او افراطیت له امله په عمر بند سزا محکوم شوی و.

دا لومړی ځل نه دی چې د حقاني شبکې نوم د امریکايي یرغمل وګړو له قضیو سره تړل کېږي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون استاد کوین کینګ، چې په۲۰۱۶ کال کې طالبانو برمته کړی و، د امریکا او طالبانو د بنديانو تبادلې یو بل مثال دی. هغه له خپل استرالیایي همکار ټیموتي ویکس سره یو ځای د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې له درې کلونو بند وروسته، خوشی شو.

د دې معاملې په ترڅ کې د افغانستان پخواني حکومت د امریکا تر فشار لاندې د انس حقاني په ګډون درې لوړپوړي طالبان خوشي خوشې کړل.

ریچارډ بینېټ په نړیوالو سیالیو کې د افغان ښځینه فوټبالرانو ګډون غواړي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په نړیوالو سیالیو کې د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانو د ګډون غوښتنه وکړه. هغه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه وغوښتل چې د طالبانو د سیستماتیک جنسیتي تبعیض پر وړاندې قوي دریځ ونیسي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي د چارشنبې په ورځ پرخپل اېکس ولیکل چې دی د افغان ښځینه فوټبالرانو تر څنګ ولاړ دی او له دوی ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، « زه د ورزش او حقونو ایتلاف له غوښتنې ملاتړ کوم، چې له فیفا یې غوښتي د ښځو پر ضد د سیستماتیکو محدودیتونو پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي. همدارنګه، زه غواړم جلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانې چې په افغانستان کې له لوبو منع شوې دي، په نړیوالو سیالیو کې برخه واخستلای شي».

له دې وړاندې، د ورزش او حقونو ایتلاف هم له فیفا غوښتنه کړې وه چې د افغان ښځینه فوټبالرانو پر ضد سیستماتیک تبعیض ودروي اونړیوالو سیالیو ته د دوی د بیرته ستنېدو لپاره ګام واخلي.

یو شمېر نړیوالو بنسټونو لکه د بشر حقونو څارډلې هم د یوه رپوټ په خپرولو سره له فیفا غوښتنه کړې چې سیالیو ته دجلاوطنه افغان ښځینه فوټبالرانو د بیرته ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

فیفا په دې وروستیو کې په یو لیک کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو وضعیت جدي څاري.

په لیک کې فیفا ویلي، « د ښځو فوټبال ملاتړ زموږ د ماموریتونو په سر کې دی او موږ هڅه کوو چې فوټبال ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره عملي او دوامدارې لارې پیدا کړو».

یوناما د څلورم پرله پسې کال لپاره د نجونو پر زده کړو بندیز زیانناک بللی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د نجونو د زده کړو پر بندیزونو خواشیني ښودلې، چې د څلورم پرله پسې کال لپاره طالبان نجونې له منځنۍ زده کړو منع کوي.

په کابل کې د یوناما دفتر د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د نجونو پر وړاندي د زده کړو د بندیزونو اړوند د خواشینۍ په يوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو دغه کړنې د نجونو ترڅنګ د هېواد راتلونکې سوکالۍ ته هم زيان اړوي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له قوله ویل شوي: «په افغانستان کې نوی ښوونيز کال پيل شو خو بیا هم په ټولګيو کې د نجونو له څرګند او زیان رسوونکي نشوالي سره. دا کړنه نه یوازې د دوی راتلونکی زيانمنوي بلکې د ټولو افغانانو سولې او سوکالۍ ته هم زيان رسوي.»

د یوناما مشرې ناهيلې وښوده، چې طالبان د یوې جګړه ځپلې ټولنې غوښتنې له پامه غورځوي.

هغې د همدې بنديزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

روزا اوتنبایوا له نړيوالې ټولنې څخه د افغانستان د لرې کېدو یو لامل پر زده کړو د طالبانو همدا بندیزونه یاد کړي دي.

«دا بندیزونه یو له هغو اصلي دلایلو دي، چې افغانستان يې په دوامداره توګه له نړيوالې ټولنې څخه د انزوا لور ته وړی دی.»

هغې له مرستندویه ټولنو څخه غوښتنه وکړه، چې د پوهې په برخه کې د افغان خلکو ملاتړ وکړي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه: خلیلزاد ممکن یوځل بیا د طالبانو او ټرمپ د منځګړي په توګه را وړاندې شي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ کیدای شي یو ځل د افغانستان د منځګړي په توګه خپل ملګري زلمي خلیلزاد ته مخه کړي، چې د دوحې تړون اصلي معمار دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، تیره اونۍ خلیلزاد د امریکايي زنداني د خوشي کېدو په پلاوي کې کابل کې و او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې ولیدل او بیا یې تر واشنګټن پورې د امریکايي زنداني ملګرتیا وکړه.

خلیلزاد وروسته په ټویټر کې د ګلیزمن خوشي کیدل تایید کړل او دا یې «ښه ورځ» وبلله.

کارپوهان چې د افغانستان حالت څاري وایي، د ټرمپ حکومت کیدای شي یو ځل بیا زلمی خلیلزاد ته مخه کړي څو له طالبانو سره اړیکې ونیسي، په ځانګړې توګه په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانېستل کېدو د احتمال په برخه کې چې دا به د طالبانو لپاره لوی بری وي.

د «اوږده جګړه» لیکوال ډیویډ لوین انډیپنډنټ ته وویل، داسې اوازې شته چې ټرمپ ښايي هغه کابل ته د بشپړ استازي په توګه واستوي. نوموړی وايي، « په ۲۰۱۹ کال کې هغه خورا سخت وضعیت درلود ځکه ټرمپ غوښتل جګړه پای ته ورسوي. دا لکه اوس یې چې امریکایان له پوتین سره کوي، دوی په دې برخه کې اصلي لوبغاړي، افغانان، څنګ ته کوي».

لوین وايي: « ډونالډ ټرمپ په اصل کې له دې خوښ او ځیر دی چې څنګه خلیلزاد د دوی مرکچي و او دا احساس یې رامینځته کړ چې هغه کولای شي د امریکایانو په استازیتوب د واشنګټن د اوپراتور په توګه له طالبانو سره وغږیږي». خو لوین وايي، چې که د ټرمپ اداره اوس هم د خلیلزاد مشورې ته غوږ نیسي، دده په باور، «تېروتنه کوي».

د بایډن حکومت یو شمیر چارواکي د خلیلزاد په منځګړتوب ددوحې پر رامنځته شوي تړون تور پورې کوي چې د دوی لاسونه یې تړلي وو او کله چې د وتلو د چټکتیا خبره راغله، طالبانو په چټکۍ سره د هېواد کنټرول ترلاسه کړ.

خو خلیلزاد څو ځله د دوحې په خبرو کې له خپل رول نه دفاع کړې ده.

شهزاده هري په افریقا کې د ایډز د درملنې خیریه بنسټ پرېښود

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د برېتانیا شهزاده هیري په افریقا کې د ایډز د درملنې یوې برېتانوۍ خیریه ټولنې بنسټ اېښی و، خو نوموړی د دغه بنسټ د رهبرۍ ترمنځ اختلافات "ویجاړوونکي" بولي او د یاد بنسټ له مشرتوب څخه یې استعفا کړې ده.

د برېتانیا د پاچا چارلس کشر زوی شاهزی هري په افریقا کې د ایډز د درملنې دغه خیریه بنسټ په ۲۰۰۶ کال کې د خپلې مور ډیانا په یاد کې جوړ کړی و.

رویټرز راپور ورکړی چې شهزاده هري له دغه خیریه بنسټ نه له هغه وروسته استفعا کړې چې د بنسټ د مدیره پلاوي ترمنځ شخړې راولاړې شوې.

پر همدغه مهال د لوسیټو شهزاده سیسو چې د یاد خیریه بنسټ موسس هم دی د بنسټ د بورډ ترمنځ د اختلاف له امله د بنسټ د بورډ غړیتوب پریښی دی.

دا اختلافات د یاد خیریه بنسټ د رییسې سوفي چنداوکا او د بورډ د غړو ترمنځ رامنځته شوی و.

چنداوکا د خیریه بنسټ بورډ پر غړو خپل شکایت د برېتانیا د خیریه چارو کمیسیون ته وړاندې کړی دی.

شهزاده هري او سیسو له لوري په یوه ګډ بیان کې وشل شوي:«دا ډیر خواشینوونکی دی، چې د خیریه بنسټ د بورډ د رییسې او د بورډ د غړو ترمنځ اړیکې دومره خرابې شوې چې بېرته رغول یې ناممکن شوي.»

شهزاده هري چې له ډیره وخته په افریقا کې خیریه کارونو کې برخه اخلي، اوس له خپلې مېرمنې مېګن او خپلو ماشومانو سره په کلفورنیا کې ژوند کوي.