• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امريکا په بېوزله هېوادونو کې د ماشومانو د واکسيناسيون له يوې ادارې سره مالي مرستې بندوي

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۰

امريکا په بېوزله هېوادونو کې د «ګاوي» په نوم د ماشومانو د واکسيناسيون ادارې مالي ملاتړ پای ته رسوي. رویټرز راپور ورکوي، چې دغه اداره په بېوزله هېوادونو کې ماشومانو ته د واکسین د پېر په برخه کې مرستې کوي.

ګاوي ادارې بیا د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د دې سازمان په فعالیتونو کې د متحده ایالاتو ملاتړ حیاتي دی.
یادې ادارې په خپل اېکس کې لیکلي: «د امریکا په مرستو سره به مونږ وکولی شو چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د څه باندې ۸ مېلیونه کسانو ژوند وژغورو او مېلیونونو ماشومانو ته به د ښه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړو.»
د دغه سازمان د ارزونو پربنسټ، له ۲۰۰۰ کال راهیسې یې چې فعالیتونه پیل کړي دي، د ۱۸.۸ مېلیون ماشومانو ژوند ژغورلی دی.
د امریکا حکومت د هغو مرستندویه پروګرامونو نوملړ کانګرس ته سپارلی چې چارې یې بندېږي او ویل کېږي، چې لګښت یې ۷۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې ژمنه کړې وه، چې له دې پیسو څخه ۴۸ میلیارد ډالره به یې خپلو همکارو سازمانونو ته ورکړي.
د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر واکمنېدو وروسته واشنګټن خپلې بهرنۍ مرستې په بې سارې توګه کمې کړي دي.
د راپورونو پربنسټ، د امريکا حکومت له مرستندویه سازمانونو سره د همکارۍ شاوخوا ۸۰ سلنه قراردادونه لغوه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته