• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د یوه دولتي ټلویزیون خبریاله د ماین په چاودنه کې وژل شوې ده

۷ وری ۱۴۰۴ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۰

د روسیې د یوې دولتي ټلويزیوني شبکې چېنل ون یوه پوځي خبریاله «انا پروکوفیوا» د اوکراین پولې ته نږدې د ماین په چاودنه کې وژل شوې ده. دغې شبکې د چهارشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې دا پېښه ومنله.

د چېنل ون د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د روسیې په بیلګورود سیمه کې چې د اوکراین د پولې تر څنګ پرته ده رامنځته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «انا پروکوفیوا چې د چنل ون جګړه ‌ییزه خبریاله وه، د خپلې مسلکي دندې پر مهال وژل شوې ده. د چېنل ون د فلمبردارۍ ټیم د دوښمن پر ماین ور برابر شوی و.»

د دې چاودنې له امله د یادې شبکې یو ته انځور اخیستونکی دیمیتري ولکوف هم ټپي شوی دی.

پنځه دېرش کلنې انا پروکوفیوا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اوکراین روانې جګړې راپورونه چمتو کول.

هغې د تېرې سې شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې خپل وروستی پوسټ کړی و چې په کې یې ورسره خپل انځور هم ضمیمه کړی و.

په دغه انځور کې هغې پوځي جامې اغوستي، پر سر یې کامره تړلې او د یوه ځنګل دننه ولاړه ده.

د اوکراین په جګړه کې د روسیې تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو خبریالان هم وژل شوي دي. د دوشنبې په ورځ هم د «ایزوستیا ورځپاڼې» یو خبریال د اوکراین د خارکیف په سیمه کې ووژل شو.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د راپور پر بنسټ پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي