• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د استخباراتو د محرمیت پالیسۍ طرزالعمل؛ طالبانو د خپلو استخباراتو کارکوونکو ته قیودات ټاکلي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست «په استخباراتو کې د محرمیت ساتنې د پالیسي طرزالعمل» کاپي ترلاسه کړې ده. په دغه طرزالعمل کې، چې د طالبانو د استخباراتو لوی رییس دفتر له خوا تایید شوی، د کارکوونکو د محرم ساتلو لارښوونې شوې دي.

د دغه طرزالعمل په درېیم فصل «د بشري پیاوړتیا په برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو ریاست کې د منسوبینو جذبولو پروسه باید روښانه او اصولي وي.

په دویمه ماده کې راغلي، چې د استخباراتو منسوبین نشي کولی چې د دښمن تر نفوذ لاندې سیمو او یا له هېواده بهر کې د اوسېدلو ځایونه ولري.

په دې ماده کې زیاته شوې، چې بهر له هېواده یا د دښمن تر نفوذ لاندې سیمو کې د استخباراتو د کارکوونکو اوسیدل «موقت یا دایمي ډول» د استخباراتي اصولو خلاف ګڼل کېږي، خو فوق العاده حالات له دې امر څخه مستثنی دي.

د طرزالعمل په پنځمه ماده کې، چې دوه کاله وړاندې لیکل شوی، راغلي، چې د استخباراتو کارکوونکي نشي کولای چې د خپلو ستونزو د حل، پست د تعیین، بست لوړولو او تقدیر په موخه د طالبانو د رهبرۍ غړو او هغو مخورو ته مراجعه وکړي چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

په شپږمه ماده کې د هغو منسوبینو له جذبولو د بشپړې ډډې کولو سپارښتنه شوې، چې اصلي خپلوان یې په دښمن هېوادونو کې ژوند کوي.

د طالبانو د استخباراتو ترلاسه شوي طرزالعمل کې پنځم فصل «په اوپراتیفي برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې دی او وايي، چې د استخباراتو کارکوونکي له خپلو منابعو سره هلته لیدلای شي چې د ریاست او اړوندې ادارې په تفاهم په ګوته شوی وي.

ددغه فصل په درېیمه ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو منسوبین نشي کولای چې له بهرنیو ډېپلوماټانو سره غیر رسمي اړیکې ټینګي کړي.

په څلورمه ماده کې د استخباراتو د هغو کارکوونکو پر پرلپسې او نامحسوسې څارنې ټینګار شوی، چې اشد محرم او استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی لري.

په شپږمه ماده کې لیکل شوي چې استخباراتي کارکوونکي دې ځانونو ته مستعار نومونه وټاکي او بهر ته لېږونکو سندونو کې مستعار نومونه ولیکل شي.

100%

د همدې فصل په یوه ماده کې لیکل شوي چې د استخباراتو کاروونکي مستعار نومونه یاد کړي.

په اتمه ماده کې راغلي، چې د استخباراتو اوپراتیفي کارکوونکو ته د دندې د اجرا کولو په وخت کې غیر حقیقي کارتونه جوړ شي څو د دندې د اجرا کولو په وخت کې اوپراتیفي پوښښ ولري.

ددغه طرزالعمل په یوه بله برخه کې د «رسنیز محرمیت» تر عنوان لاندې لیکل شوي چې له رسنیو سره اړیکې یوازې د رواني عملیاتو ریاست له خوا نیول کېږي او د دوی له خوا د استخباراتو ریاست لاسته راوړنو په اړه معلومات شریکېږي.

په طرزالعمل کې ویل شوي چې له رسنیو سره یوازې د استخباراتو رییس او مرستیالان یې د خبرو کولو جازه لري خو استخباراتي مسایل او چارې به محرم ساتي او ورڅخه افشا نشي.

ددغه طرزالعمل په شپږم فصل کې «د تکنالوري ریاست په برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې د معلوماتي تکنالوژۍ د پروګرامونو د پلیتابه په برخه کې مسلکي او تحصیل لرونکي کسان باید وګومارل شي.

د طرزالعمل په یوه بله برخه کې راغلي چې د استخباراتو په روغتون کې یوازې د استخباراتو منسوبین او د هغوي اصلي کورنۍ «ښځه، اولادونه او والدین» معاینه او تداوي کېږي او د امنیتي ملحوظاتو له امله د طالبانو د مشرانو کورنۍ هم تداوي کېږي.

د طرزالعمل په وروستیو برخو کې راغلي، چې استخباراتي کارکوونکي نشی کولی چې له اجازې پرته بهرنیو سفارتونو ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د اسخباراتو اړوند په دغه طرزالعمل کې غوښتنه شوې، چې په شخصي او محفلي بحثونو کې د شفري کودونو، اوپراتیفي لاسته راوړونو، استخباراتي کړنو په اړه معلومات افشا نه کړي.

100%

دا طرزالعمل د طالبانو د استخباراتو د پلان او پالیسۍ ادارې رییس مولوي نورالحق جریر، د هغه مرستیال مولوي عبدالصمد ترتیب کړی.

په شپاړسمه ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو ټول منسوبان د طرزالعمل په تطبیق مکلف دي.

د طرزالعمل په اړه د طالبانو د استخباراتو یو بل مکتوب هم افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی دی، چې پکې ویل شوي دا طرزالعمل د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق له لوري منظور شوی او د اجرااتو لپاره یې د استخباراتو ۰۶۰ ریاست ته لېږلی دی.

دا مکتوب د طالبانو د استخباراتو د دفتر رییس مولوي عبدالله غزنوي له خوا لېږل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط حتمي و

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط حتمي و او طالبان په دې توانېدلي چې په افغانستان کې ثبات راولي او «خپلې سرچینې بنسټیزو پروژو» او د تریاکو کمولو ته واړوي.

شوکت میرضیایف له یورو نیوز سره په مرکه کې وویل، چې تاشکند ډاډه و چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نه‌ درلوده او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې.

شوکت میرضیایف وايي، د ازبکستان دریځ د افغانستان په اړه تل عملي او د اوږدمهاله ستراتیژۍ پر بنسټ ولاړ دی او هیڅکله یې هم خپل ګاونډی یوازې نه دی پرېیښی او نه یې ورڅخه مخ اړولی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ تل باور درلود چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هیوادونو له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی، چې ازبکستان پکې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک دی».

د ازبکستان ولسمشر وايي، هغه کسان چې په پیل کې ددوی د افغانستان له تګلارې سره مخالف وو، اوس دې ته مجبوره شوي چې د هغې سموالی او اهمیت ومني.

هغه زیاته کړه، « موږ ډاډه وو چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نه‌درلوده، له مخالفانو سره یې د مذاکراتو لیوالتیا نه‌درلوده، د یو ټولشموله حکومت جوړولو نیت یې نه‌درلود او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې».

میرضیایف ادعا وکړه، چې اوسنی حکومت [طالبان]توانېدلی چې په افغانستان کې ثبات راولي او خپلې سرچینې د بنسټیزو پروژو لکه هوایي ډګرونو، داخلي اورګاډي شبکو، د اوبو او برېښنا اسانتیاوو او د تریاکو کر کیلې کمولو ته واړوي.

نوموړی وايي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په۲۰۲۳ کال کې د نشه يي توکو پر پلور د طالبانو له بندیز وروسته د افغانستان د تریاکو کر ۹۵سلنه کم شوی. میرضیایف زیاتوي، « هڅې روانې دي چې کلیوالي ټولنې تقویه شي او د بدیلو کرنیزو حل لارو په موندلو سره، افغانستان د نشه‌يي توکو له اقتصاد څخه خلاص شي».

د ازبکستان ولسمشر یورو نیوز ته وویل، چې په اوسني وضعیت کې باید افغانستان د نویو ستراتیژیکو فرصتونو له لیدلوري وکتل شي او دا ډېره مهمه ده چې افغانستان په نړیوال اقتصاد کې مدغم شي. هغه دا چاره د بنسټیزو پروژو د پلیتابه له لارې ممکنه بولي.

میرضیایف په دې برخه کې د خپل چمتووالي په اړه وویل، چې دوی له اروپايي ټولنې سره د افغانستان په تړاو همکاریو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، « په دې لړ کې موږ چمتو یو چې له اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو شریکانو سره کار وکړو، چې یو مثبت او رغنده دریځ رامنځته کړو او افغانستان نه یوازې له اوسنیو بحرانونو و‌باسي، بلکې د اوږدمهاله پرمختګ زمینه ورته برابره کړي».

د ضیایف په باور، د دغه پړاو اساسي دنده له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې مرستې ته دوام ورکول دي.

د ازبکستان ولسمشر وايي، چې دده په باور د افغانستان ثبات او بیارغونه د منځنۍ اسیا هیوادونو او اروپایي اتحادیې ګډې ګټې تشکیلوي.

ازبکستان په دې وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې نږدې کړې او دواړو خواوو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.

د بشر حقونو کارپوهان: له امریکا شړل شوي افغانان خپل هیواد کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۱

امریکايي سازمان «ډاکټران د بشري حقونو لپاره» د هغو کسانو ارزونه کړې، چې په دې وروستیو کې له امریکا څخه پاناما ته ایستل شوي دي. په دغه ارزونه کې راغلي، چې افغانان په خپل هېواد کې ځورول شوي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.

د بشري حقونو لپاره ډاکټرانو د استانبول پروتوکول په کارولو سره د ۲۷ کسانو قانوني روغتیايي ارزونه ترسره کړې، چې د روان کال په فبروري کې له امریکا څخه پاناما ته شړل شوي.

دغه ارزونه چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، په کې ویل شوي چې شړل شوي کسان د دوی په اصلي هیوادونو کې د ناوړه چلند، شکنجې او جګړې له ادعاوو سره سم رواني نښې لري.

دغه ارزونه چې د دې موسسې د څلورو ډاکټرانو او د ارواپوهانو له خوا ترسره شوې، دا هم په ډاګه کوي چې ایستل شوي کسان هغه کسان دي چې له طالبانو څخه تښتېدلي او یا هم په ایران کې له اسلام څخه عیسویت ته اوښتيدي.

دغه ارزونه د افغانستان، کامرون، چین، اریتریا، ایران او روسیې څخه د بشري حقونو فعالانو، پخوانیو پوځي افسرانو، همجنس خوښواو پخوانیو سیاسي فعالانو باندې ترسره شوې.

د دغې سازمان روغتیایي مشر میشل هیسلر وایي: «ډیری هغه خلک چې موږ په پاناما کې ارزول ديد شدیداختلال یا د ناورین وروسته د فشار داختلال نښې نښانې درلودې، چې د دوی د شکنجې او بد چلند راپورونو سره مطابقت لري.»

همدا راز دغه سازمان ټینګار وکړ، چې له دغو کسانو څخه هیڅوک دا فرصت نه لري چې امریکايي یا د پاناما چارواکو ته وضاحت ورکړي چې ولې یې خپل هیواد پریښود او له کومو ګواښونوسره مخ دي.

ټامي بروس: امریکا په نورو هیوادونو کې د خپلو ټولو بندیانو خوشې کولو ته ژمنه ده

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس، پرون په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان څخه امریکا ته د فای ډي هال راستنېدل په نورو هېوادونو کې د ټولو امریکايي وګړو د خوشې کولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې د جدي ژمنې نښه ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د خلکو لپاره د ولسمشر ټرمپ ژمنتیا روښانه ده - موږ به تر هغه ارام نه شو، چې ټول هغه امریکایان د افغانستان په ګډونه په نوره نړۍ کې یرغمل شوي خپلو کورنو ته راستانه نه کړو.»

له جورج ګلیزمن وروسته، في ډي هال دویمه امریکایۍ بندۍ وه، چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوه.

في ډي هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و.

طالبانو تر اوسه پورې د دغو درېیو کسانو خوشې ته غاړه نه ده ایښې.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګیلزمن له بنده خوشی کړ.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د جورج ګیلزمن د خوشې کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشې کړی؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګیلزمن، ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.

محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو له‌خوا یو بل یرغمل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څو ورځې وړاندې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه وه.

رانا ثناالله: په پاکستان کې به د طالبانو جاسوسان له پرېکنده اقداماتو سره مخ شي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس ټربیون د خبر له مخې، د دغه هېواد د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې په پاکستان کې د طالبانو او هند په استخباراتو پورې تړلي جاسوسان به د اسلام اباد له پریکنده اقداماتو سره مخ شي. هغه وايي، د «ترهګرۍ ګواښ د کمولو یوازینۍ حل لاره پوځي عملیات» دي.

د شهباز شریف دغه سلاکار د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۱مه د پاکستان په فیصل اباد ښار کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه هېواد به نوره ترهګري ونه زغمي.

بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دوراني ډان ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي و، چې طالبانو هند ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره وکاروي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سخت دریځ پر دغې ډلې د هند د نفوذ ساحه پراخوي.

په دې وروستیو کې دپاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د مسایلو او له هند سره د طالبانو د نږدیوالي له امله د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د اړیکو ترینګلتیا له زیاتیدو وروسته پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د نیوکې ګوته نیولې ده.

اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کړی، چې له هند سره د پاکستان د حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي.

په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي د بلوڅ وسله والو له وروستي برید وروسته پاکستان اعلان وکړ، چې یرغمل نیونکي په افغانستان کې د دغه برید له پلانوونکو سره په تماس کې وو.

پاکستان همداشان هندوستان هم په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی، خو طالبانو او هند د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

پښتونخوا کې حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پیلوي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز د پښتونخوا د کورنیو چارو په وزارت کې د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه چې ۳۱ د مارچ ټاکل شوې وه پای ته رسېدلې، او د اپریل د میاشتې له لومړۍ وروسته به د یادو کډوالو د جبري ستنولو بهیر پیل کړي.

دغو سرچینو ویلي، چې د ۲۰۱۳ کال راپدېخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته بېرته استول شوي دي.

سره له دې چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسي د پلې کېدو په درشل کې ده، یاده پالیسي وار د مخه په نړیوالو رسنیو کې د نړیوالو کتونکو او بشر حقونو د فعلانو تر نیوکو لاندې راغلې ده.

یو شمېر بهرنیو رسنیو د کډوالو او په ځانګړي توګه د مېرمنو ستنول هغوی ته د جدي کواښ په توګه په ګوته کړې ده.

برېتانیايي ورځپاڼې ګارډین په خپله سرمقاله کې د پاکستان دغه پاليسي د افغان معترصو مېرمنو لپاره خطرناکه بللې او د یوې ۶۰ کلنې افغان مېرمنې کیسه چې د بشر حقونو او زده کړو فعاله ده راخیستې ده.

دغې کډوالې مېرمنې چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو ورسته یې د بشر حقونو لپاره مبارزه کړې او د دغې ډلې د تاوتریخوالي سره مخ شوې، ګارډین ته ویلي، چې که بېرته هېواد ته ستنه کړل شي نو دا د دې د مرګ په مانا ده.

پر همدې مهال یوه بله افغانه مېرمن امینه، بهرنې رسنۍ اې‌بي‌سي ته وایي، چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونو لپاره مبارزه کوله چې اوس پاکستان ته راتښتېدلې ده. هغې زیاته کړې، چې له راتګ څو ورځې وړاندې یې د ننګرهار په یوې ځایي رسنۍ کې د ښځو د حقونو په اړه مرکه ترسره کړه، له هغې وروسته ورته طالبانو تیلفون وکړ، چې دغې ډلې ته یې توهین کړې او باید سزا وګوري.

د یادولو وړ ده، چې پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغانانو پر وړاندې د پولیسو سخت اقدامات ترسره شوي.

د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي، تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

له دغه ډلې زیات شمېر یې په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم د (حاجي کمپ) په نوم د پولیسو په یوه مرکز او د ستنولو په نور کمپونو کې د شړلو په درشل کې دي.