• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نه‌ده‌ ورکړل شوې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډون‌والو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډون‌والو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه‌ انتخاب شوي دي.

دغو ګډون‌والو د پنجشنبې په شپه ( د وري ۱۴مه) زیاته کړې، د اطلاعاتو او کولتور ریاست د شعرونو د انتخاب او ارزونې کمېتې یو شمېر شاعرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغې دودیزې مشاعره کې خپل شعرونه ووايي.

د ګډونوالو د معلوماتو پر بنسټ، د هغو ادبیانو شعرونو چې پر دغې ډلې یې ډېره انتقادي بڼه لرله، د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعرونو د ارزونې او انتخاب کمېټې له‌خوا رد شوي او لیکوالانو ته یې د ویلو اجازه نه ده‌ ورکړل شوې.

ګډون‌وال وړاندې وايي چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اکثریت طالب پلوه شاعرانو او فرهنګیانو په حضور کې ترسره شوې ده.

دا مشاعره تېره شپه د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې او په‌کې د خېبرپښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون درلود.

100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند کس او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس قاري احسان‌الله ساجد د دغې ډلې له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې د ګډون‌والو شمېر تر ۱۰ زرو کسانو ډېر بللی دی.

بل‌خوا، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې ویډیوګانې څرګندوي چې یو شمېر طالب پلوه شاعرانو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر ضد هم شعارونه ورکړي چې د یو شمېر هېوادوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

همداراز په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او نورو حقونو پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه مشاعره کې نه یوازې افغان قلم‌والو ښځو ګډون کاوه، بلکې د هغوی د مساوي حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره هم هر ځل غږ پورته کېده، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نه یوازې په دغه مشاعره کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د حاکم رژیم په خوښه یې یو ناخپلواک رنګ خپل کړی دی.

د یادونې ده چې نارنج ګل مشاعره د تېر جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان لومړنۍ لویه مشاعره بلل کېده چې په‌کې شاعرانو او ادبیانو د شعر ژبه د نیوکو ترڅنګ د افغاني ټولنې غوښتنې بیانولې.

نارنج ګل له ۱۳۴۴ لمریز کال راپدېخوا د ننګرهار فرهنګیانو او شاعرانو له‌خوا پيل شوې او هرکال د وخت د حاکمیتونو په همکارۍ د پسرلي موسم په پیل کې جوړېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، چې په کراچۍ ښار کې یې ۱۷ افغان کډوال له پولیسو خوشې کړي دي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګري وایي چې د کراچۍ په ښار کې مېشت اوولس افغان کډوال یې د پولیسو له منګولو خوشې کړي او پرته له زنداني کېدو یې خپلو کورنو ته لېږلي دي.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ په ایکس لیکلي: «په کراچۍ کې مېشت ۱۷ افغانان د پولیسو له توقیف ځای څخه خوشې شول او زندان ته د لیږدولو د مخه خپلو کورونو ته ستانه شول. دا افغانان، چې د کډوالۍ کارتونه یې درلودل، د ګلشن معمار پولیسو له خوا ونیول شول، چې پر وخت اقدام مو وکړ، د نیول کېدو دمخه له پورته ذکر شوې سیمې څخه خوشې شول.»

نن د پاکستان په زیاتو ښارونو کې د پولیسو له خوا افغان کډوال نیول شوي.

د پاکستان حکومت د (ای سي سي) او (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی چې د روانې میاشتې تر لسمې نېټې له پاکستان ووځي.

همدا ډول د پاکستان په ټولو ښارونو کې پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پېل کړي، افغانان نیول کیږي او جبري ویستل کیږي.

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت پلان لري چې درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې جبري اوباسي او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي.

سارا اډمز: د داعش خراسان هغه مشران ژوندي دي چې طالبانو یې د وژنې راپور ورکړی و

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، طالبان لوېدیځ ته دروغ وایي چې داعش خراسان په افغانستان کې نشته. نوموړې ویلي، ختیځ او شمال دواړو کې دغه ډله فعاله ده او هغه مشران یې ژوندي دي چې طالبانو ویلي وو وژل شوي دي.

سارا اډمز پر ایکس لیکلي چې داعش خراسان باید په افغانستان کې نقشه شي او له منځه یوړل شي، ځکه دا ډله په افغانستان کې ده.

نوموړې طالبان دروغجن بللي او لیکلي یې دي: «د طالبانو یو مشهور دروغ دا دي چې هغوی د داعش خراسان ډله له افغانستان څخه ورکه بللې وه. تاسو به حتا ځینې امریکایي چارواکي هم لیدلي وي چې دا خبره تکراروي؛ خو هغوی چې محتاط دي، وايي چې داعش خراسان لا هم د طالبانو سره په ختیځ کې " پاتې" دي.»

نوموړې زیاتوي چې طالبانو لوېدیځ ته غلت مالومات ورکړي، د داعش خراسان څلور مهم مشران ګلمرود خلیموف، ثناالله غفاري، عمر فاروق او قیص لغمانی وژل شوي بلکې دوی ژوندي دي او د افغانستان له شمال څخه پټ فعالتونه کوي.

نوموړې زیاتوي: « تاسو د جنرال ګلمرود خلیموف په مشرۍ څانګه پېژنئ (هو، دا هم ژوندی دی)، او موږ دقیقاً ښیو چې هغه چیرته فعالیت کوي. بیا د داعش خراسان مشر او د کابل هوایي میدان ابی دروازې د ماسټر پلان جوړوونکي ثنا الله غفاري د قوماندې لاندې دویم جوړښت دی، چې دوه نور ترهګر هم پکې شامل دي، طالبانو هڅه کړې وه چې لویدیز ته باور ورکړي چې هغه مړه دی، لکه خلیموف. خو دا کسان ژوندی دي. د دې ترهګرو کې عمر فاروق او قیص لغماني هم شامل دي.»

د سارا په وینا شمال کې دوه جلا د قوماندې جوړښتونه شته او فعالیتونه یې روان دي؛ خو طالبان په دې باور دي چې د دوی شتون داعش خراسان تېښتې ته اړ کړی.

د راپورونو له مخې، داعش خراسان یو ځل بیا په افغانستان کې خپل فعالیتونه کړندي کړي او وخت ناوخت مهم اهداف په نښه کوي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر خلیل حقاني باندې ځانمرګي دا خبره ثابته کړه چې دا ډله لا هم په دغه هېواد کې په چټکۍ خپل نفوذ پراخه کوي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې چارواکو د تېرې فېبروري میاشتې په لسمه د امنيت شورا غونډه کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې داعش خراسان ډله نه يواځې سيمې بلکې نړۍ ته اوس هم مهم ګواښ دی.

په کابل کې طالبانو او ایراني چارواکو لیدنه وکړه

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱

طالبان وايي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمدرضا بهرامي او د کابل لپاره د تهران له سفیر علي‌رضا بېګدلي سره لیدلي دي.

د دغه وزارت ویاند حفیظ ضیااحمد تکل د پنجشنبې په ورځ ( د وري په ۱۴مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو، وروستیو پرمختګونو، د اوبو موضوع او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هراړخیز بحث شوی دی.

تکل دامیرخان متقي په حواله ویلي چې د ایران او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دي او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید له شته فرصتونو څخه لویه ګټه واخلي.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکارمحمدرضا بهرامي هم کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له وروستي سفر وروسته، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو یادونه کړې او په وینا یې افغانستان او ایران کولای شي دوه‌اړخیزې چارې په ښه ډول مدیریت کړي.

د یادونې ده چې ایران د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه‌پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د کابل او تهران راشه درشه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

د پښتو ژبې پېژندل شوی ممثل میراوس د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا اویا کلن حیات خان چې د میراوس په نامه یې لسګونه کاله پښتنو ته ټوکې، مسخرې، تمثیلي پارچې او سندرې وویلې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پېښور په یو روغتون کې مړ شو. میراوس د شکر ناروغي لرله.

میراوس درې لسیزې د راډيو او تلوېزون له لارې طنزیه پروګرامونه مخته یوړل، د سټيج په سر یې تمثیلي پارچې وړاندې کړې او په خپل طنز، ټوکو ټکالو او طنزیه سندرو یې پښتانه وخندول.

د پښتو ژبې دغه ممثل له اوږدې مودې په روغتون کې و او درملنه یې روانه وه؛ خو سخت اقتصادي مشکلات یې درلودل.

د نوموړي مینه وال حکومتي ادارې او پښتون قام ملامته کوي چې د مېرواس په درملنه کې یې ورسره لاسنوی ونه کړ.

په دې ورستیو کې د خېبرپښتونخوا حکومت د سیاحت ادارې د مېراوس له کورنۍ سره ۵ لکه کالدارې مرسته کړې وه؛ خو د کورنۍ غړو یې ویلي وو چې په درملنه یې ډېرې پېسې راځي.

دغه پېژندل شوی ټوکمار د خېبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ اړوند د تنګي ملاخېلو اوسېدونکی و، نوموړي له یوې مېرمنې پنځه اولادونه درلودل.

د کورنۍ غړو یې رسنیو ته ویلي وو، چې د نوموړي جنازه به سبا د جمعې په ورځ د چارسدې په تنګي سیمه کې ادا شي او په خپل پلرني ټاټوبي کې به خاورو ته وسپارل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار له متقي سره کتلي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار رضا بهرامي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو اړيکو کې د نوي فصل، وروستيو پرمختګونو، د اوبو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو په تړاو خبرې شوې دي.

یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير له ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر ودې وبللې او ټينګار يې وکړ چې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو بشپړه ګټه پورته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سلاکار رضا بهرامي له قوله ویلي، چې کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير له سفر وروسته دوو اړخيزو اړيکو کې نوی پړاو رامنځته شوی او ټينګار يې کړی، چې دواړه هېوادونه وکولای شي دوې اړخيزې چارې په ښه ډول مديريت کړي.

ایران او طالبانو په دې وروستیو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړې او د دواړو خواوو پلاوي تګ او راتګ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیر کال په سلواغې میاشت کې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو، دفاع وزیرانو و ددې ډلې له رییس الوزار او نورو چارواکو سره یې لیدنې کتنې وکړې.

په دغو لیدنو کتنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د اوبو او کډوالو پر مسایلو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

دغه سفر داسې مهال دی، چې ایران په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو تر فشارونو لاندې دی.