نتنیاهو: په مذاکراتو کې د ایران د ځنډ په صورت کې باید له پوځي ګزینې کار واخیستل وشي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړ، چې که د ایران د اټومي پروګرام د درولو لپاره خبرې ناکامې شي یا ایران ځنډ وکړي، نو «پوځي ګزینه» به مطرح شي.