• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټولنیزې رسنۍ او رواني روغتیا؛ د سکرین تر شا پټ حقیقت

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۲۰ GMT+۱

په شلمه پېړۍ کې ژوند داسې نه و لکه نن. خلک به له خپلو ملګرو او خپلوانو سره مخامخ کېناستل، خبرې یې کولې او د سترګو په ژبې سره به یې احساس شریکاوه.

مګر نن ورځ، ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند یوه بنسټیزه برخه ګرځېدلې ده، د اړیکو، معلوماتو، سوداګرۍ، زده‌کړو او ان تفریح له‌پاره له همدې مجازي لارو کار اخلو. خو دا مجازي اسانتیاوې تل له پټو منفي اغېزو خالي نه دي.

رواني روغتیا زموږ د انسانۍ بقا لپاره تر ټولو مهم اساس دی. ټولنیزې رسنۍ، سره له دې چې اسانتیاوې رامنځته کوي، پر رواني وضعیت هم مستقیم تاثیر لري. نو دا مهمه ده چې د سکرین تر شا حقیقت درک کړو او پوه شو چې دا وسایل څنګه زموږ افکار، احساسات، عادتونه او حتی شخصیت بدلوي.

کله چې سکرین زموږ اراده تر خپل واک لاندې نیسي

دا له موږ ټولو سره پېښیږي چې وایو: «یوازې پنځه دقیقې فېسبوک چک کوم.» مګر کله چې له سکرین څخه سر راپورته کوو، ګورو چې یو ساعت تېر شوی وي. له دې وروسته، نه یوازې دا چې د پښېمانۍ احساس لرو، بلکې خفګان، فکري ګډوډي او داخلي فشار هم رامنځته شوی وي.

د ټولنیزو رسنیو ډیزاین داسې جوړ شوی چې زموږ د مغزو د انعام سیستم (reward system) سره لوبې وکړي. هر لایک، کمنټ او فالو زموږ مغز ته یو کوچنی د خوښۍ پیغام ورکوي او موږ بیا-بیا همغې تجربې ته تږي کوي. همدا علت دی چې ډېر خلک له دې وسایلو پرته نشي اوسېدای او دا د اعتیاد بڼه غوره کوي.

د ځان پرتله‌کول او رواني فشار

کله چې موږ د انسټاګرام یا ټیک‌ټاک په کتلو بوخت یوو، د نورو ښکلی ژوند، سفرونه، لباسونه، بدنونه، خوشاله شېبې وینو او په ناخبرۍ سره خپل ژوند ورسره پرتله کوو.
خو دا باید هېر نه کړو، چې ټولنیزې رسنۍ یوازې د ژوند “ځانګړې او ښې شیبې” ښيي، نه د ژوند ټول حقیقت. ډېری وخت دا ښکلاوې تنظیم شوې، فلټر شوې او ایډیټ شوې وي. خو زموږ مغز دا ټول د واقعیت په سترګه ویني او دا پخپله د ځان‌کم‌ارزۍ، خپګان او بې‌باورۍ لامل کېږي.

یو شمېر څېړنو ښودلې چې د ټولنیزو رسنیو ډېره استفاده، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ، له ژور خپګان، اضطراب او کمترۍ سره تړاو لري.

ټولنیزې رسنۍ او خوب

د سکرین شنه رڼا د خوب هورمون (Melatonin) تولید ټکنی کوي. له همدې امله، هغه کسان چې د خوب نه وړاندې سکرین کاروي، لږ خوب کوي یا له بې‌خوبۍ سره مخ وي. دا حالت د رواني ستړیا، غوسې، تمرکز کمښت او فکري ګډوډۍ لامل ګرځي.

سربېره پر دې، کله چې یو شخص د کار پر وخت څو- څو واره د ټولنیزو رسنیو پیغامونه، نوټیفیکېشنونه یا ویډیوګانې ګوري، نو د تمرکز توان یې کمېږي. د مغز توجه د دوامداره تمرکز پر ځای د ټوټو-ټوټو معلوماتو پر لور ځي، چې دا د تولید د کمښت لامل کېږي.

له سکرین سره هوښیاره اړیکه جوړول

موږ باید په دې پوه شو چې ټولنیزې رسنۍ ولې کاروو:

ایا موږ یوازي یوو؟

ایا ستاینې ته اړتیا لرو؟

ایا له واقعیت څخه تښتو؟

که یوازې وخت ضایع کوو؟

کله چې د دې پوښتنو ځواب ذهن کې واضح شي، کولای شو له ځان سره داسې بدیلونه ومومو چې زموږ عاطفي اړتیاوې پوره کړي، خو له تاوان پرته لکه: د عکسونو مینه‌وال کولای شي خپل انځورونه چاپ کړي او البوم ترې جوړ کړي، هغوی چې د سکون په لټه کې دي کولای شي طبیعت ته ووځي، د اړیکو لټوونکي کولای شي له نږدې دوستانو سره د چای یا قدم وهلو وخت وټاکي او د تخلیقي فکر لرونکي کولای شي لیکل، رسامي یا موسیقي پیل کړي.

ځان باید خپله وژغورو

ډېری کسان د ټولنیزو رسنیو له ډېرې کارونې څخه ناخوښ دي، خو نه پوهېږي له کوم ځایه یې کنټرول پیل کړي. بدلون د فشار، شرم یا ځان‌ملامتۍ له لارې نه، بلکې له پوهاوۍ، مهربانۍ او ژورې هوښیارۍ سره پېلېږي.

ځینې ساده ګامونه:

هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت خپل ځان له موبایل، کمپیوټر، ټابلیټ او نورو ټولنیزو رسنیو لرې وساتئ.

ټول غیر ضروري نوټیفیکېشنې بندې کړئ.

د خوب څخه یو ساعت مخکې د ټلیفون یا کمپیوټر سکرین مه ګورئ.

د پردې هاخوا وګورئ

ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند برخه ده، خو باید زموږ د احساساتو، افکارو او تخیلاتو واکمن نه شي. موږ د انتخاب ځواک لرو.

راځئ چې له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره محدوده او ښه استفاده وکړو، مجازي نړۍ په تعادل کې وساتو او له ریښتوني ژوند، طبیعت، خلکو او له خپل ځان سره ژوره اړیکه وپالو.

چېرته چې ریښتینې خوښي، سکون او ارزښت پروت وي، هغه نه د "لایکونو" په شمېر کې دی، نه د "فالوور" په ډېروالي کې، بلکې د ریښتینو اړیکو په ژورتیا، معنا لرونکو شېبو او خپلواکه فکرونو په ازاده نړۍ کې موندل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د سمارټ ټلیفون د کارونې له امله د بې‌خوبۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د ټېکنالوژۍ پرمختګ زموږ د ژوند ځيني برخې اغېزمنې کړي، له اړیکو تر زده کړو، تفریحي فعالیتونو او ان خوب پورې. که څه هم سمارټ مبایلونو زموږ لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو د دې وسایلو بې‌ درکه کارونه زموږ د ذهني، فزیکي او رواني روغتیا لپاره یوه پټه، خو جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

د خوب نشتوالی؛ یوه نړۍواله اندېښنه

خوب د انسان لپاره د تر ټولو مهمو فزیکي اړتیاو څخه ګڼل کېږي.

دا نه یوازې د بدن د راحتۍ سبب کېږي، بلکې ذهن ته فرصت ورکوي چې د ورځې د فشارونو او ستړیاو نه ځان خلاص کړي؛ خو څېړنې ښيي چې زیاتره خلک د ټېکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د سمارټ مبایلونو له امله، پر وخت او کافي خوب نه کوي.

د ناروې څېړنه؛ د خطر زنګ

د ناروې د عامې روغتیا انسټیټوټ په یوې نوې څېړنه کې دا موندلې، چې د سمارټ فون د کارونې له امله د بې‌خوبۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

په څېړنه کې د ۱۸ نه تر ۲۸ کلونو پورې عمر لرونکي له ۴۵ زرو زیات کسان شامل وو، چې د هغوی د سکرین فعالیتونه او د خوب کیفیت څېړل شوی دی.

د څېړنې پایلې ښيي، کله چې یو تن د خوب وړاندې هر ساعت ځیرک موبایل کاروي؛ نو د بې‌خوبۍ خطر یې ۵۹ سلنه ډېرېږي او د خوب اوسط وخت یې شاوخوا ۲۴ دقیقې راکمېږي.

که څه هم تر دې وړاندې ډېرې څېړنې یوازې د ټولنیزو رسنیو کارونه د خوب د خرابوالي اصلي لامل بللی و؛ خو د ناروې دغه څېړنه ښيي چې د سکرین هر ډول کارونې لکه د فلمونو یا ټلویزیون کتل، ویډیويي لوبې، پوډکاسټونه یا حتا د سکرین پر مخ مطالعه د خوب پر کیفیت بد اغېز کوي.

د خوب د کمښت پایلې؛ له خپګانه تر فلج پورې

د خوب نشتوالی یوازې د ستړیا سبب نه کېږي؛ بلکې ګڼې نورې روغتیايي ستونزې هم رامنځته کوي.

څېړونکي وايي، د خوب کمښت د لوړ فشار، شکر، چاغښت، ژور خپګان، د زړه حملې او فلج خطر زیاتوي.

په اوږدمهاله ډول دا یو داسې وضعیت رامنځته کوي، چې انسان ته د نورو ناروغیو لپاره زمینه برابروي.

حل لار څه ده؟

  • د خوب لپاره د ټاکلي وخت تګلاره: باید هڅه وشي چې هره شپه په مشخص وخت ویده شئ او مخکې له خوبه لږ تر لږه نیم ساعت سمارټ فون له ځان څخه لرې کړئ.
  • د سکرین رڼا کمول: په اکثرو ځیرکو موبایلونو کې د "نایټ موډ" یا "شپنۍ رڼا" فیچر شته چې د نیلي رڼا مقدار کموي.
  • کتاب لوستل یا عبادت کول: د خوب مخکې ذهن ته ارامتیا ورکول، لکه د کتاب لوستل یا د دعا کول، کولی شي د خوب کیفیت ښه کړي.
  • د ټېکنالوژۍ شعوري کارونه: ځیرک موبایلونه باید زموږ د سهولت لپاره وي، نه زموږ د بدن د دوښمن په توګه.

ځیرکو موبایلونو زموږ ژوند ته اسانتیاوې راوړي، خو که د ځانګړي نظم پرته وکارول شي؛ نو نه یوازې ذهن او بدن ته تاوان رسوي، بلکې زموږ ټول ژوند له بحرانه سره مخ کولی شي.

د خوب مخکې له ټېکنالوژۍ ځان جلا کول، یوازې یو عادت نه، بلکې یوه اړتیا ده.

زموږ ذهن او بدن دواړه د ارام لپاره اړتیا لري، راځئ چې دا اړتیا تعریف او ومنو.

د سترګو تورول او د رنجو کارول؛ دود، هنر او دیني پیوستون

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د سترګو تورول او د رنجو کارول له پخوانیو دودونو څخه دی چې نه یوازې د ښکلا لپاره کارېږي؛ بلکې روغتیایي او دیني اړخونه هم لري.

دا عمل د تاریخ له زړو تمدنونو؛ لکه مصر، هند، فارس او د اسلامي نړۍ له لرلید سره تړاو لري او تر نن ورځې پورې په افغانستان، پاکستان، ایران او عربي نړۍ کې دود پاتې دی.

کلتوري شالید

سترګو ته رانجه یا سرمه (کاجل، سورمه) لګول له سلګونو کلونو راهیسې د ښکلا، ارزښت او شخصیت ښکارندوی ګڼل کېږي.

په ډېرو ټولنو کې ښځې او نارینه دا دود ترسره کوي، په ځانګړې توګه کورنۍ د خپلو ماشومانو سترګې ځکه توروي، چې له بدو سترګو څخه وساتل شي.

پخواني مصر کې فرعوني مېرمنو او نارینه وو به د سترګو شاوخوا تورول او عقیده یې لرله چې د خدایانو له برکته او د لمر له تاو څخه د سترګو د ساتنې لپاره دا چاره مهمه ده.

هند کې د «کاجل» استعمال له نسلونو راهیسې دود دی او هندیان سترګې د ښکلا او تبرک لپاره توروي.

 په افغانستان کې رانجه د ښکلا، د شومو سترګو دفع او د دیني برکت لپاره کارېږي.

داسې یو افغان به ډېر په ندرت پېدا شي چې په ژوند کې یې یو ځل رانجه نه وي استعمال کړي.

روغتیایي ګټې

د رنجو یا سرمې طبیعي بڼه په ځانګړې توګه د "اثمد" ډوله، د اسلامي نړۍ له پخوانیو حکیمانو او طب النبوي څخه د سترګو د ساتنې لپاره توصیه شوې ده.

نبوي طب باور لري:

  • رانجه د سترګو د لید ځواک زیاتوي
  • رانجه د سترګو وچه‌والی کموي
  • رانجه له دوړو او لمره د سترګو ساتنه کوي
  • رانجه انتي‌بکتریایي خاصیتونه لري

په اسلام کې د رانجو استعمال سنت ګڼل شوی او ان پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم د "اثمد" نومې سرمې کارول غوره ګڼلي دي.

د رانجو د استعمال په تړاو احادیث هم شته چې له مخې یې د رنجو کارول نه یوازې د سنت پیروي ده، بلکې د طبیعي درملنې یوه بڼه هم ګڼل کېږي.

خبرداری:
نن ورځ په ځینې تجارتي رنجو کې د سَر، سیس او نورو زهرجنو فلزاتو شتون ممکن خطرناک وي، ځکه د اوږدمهاله استعمال په پایله کې کولی شي د سترګو یا وینې سیستم ته زیان ورسوي.

د طب متخصصین تل د "lead-free" یا طبیعي رنجو استعمال سپارښتنه کوي.

د ښکلا او هنر وسیله

رانجه د ښکلا یو مهم لامل ګڼل کېږي.

دا د سترګو شکل، ژوروالی او تاثیر زیاتوي.

د میک‌اپ په هنر کې رانجه او ایلاینر کارول د "کلاسیکې ښکلا" برخه ګڼل کېږي.

دا کار د مخ ښکلا متوازن کوي او د شخصیت ظاهري بڼه تقویه کوي.

په پښتو هنري ادبیاتو کې د رنجو یادونه ډېره شوې او دا یې د ښکلا یو اساسي توک ګڼلی دی او د عاشق له خوا خپلې معشوقې ته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.

راشه ایینه رانجه دې واخله

نه دي یاري کړم نه دې نښې ګرځومه

په ټوله کې د سترګو تورول او د رانجو کارول یو داسې دود دی چې له ښکلا، روغتیا، کلتور او دین سره ژوره اړیکه لري.

که څه هم نن ‌ورځ رانجه یو څه تجارتي بڼه هم لري او ځینې وختونه روغتیا ته تاوان رسوي؛ خو طبي او سنتي بڼې یې لا هم ارزښتناکې ګڼل کېږي.

دا دودونه نه یوازې زموږ د کلتور برخه ده، بلکې د پېړیو – پېړیو فرهنګي ښکلاییز میراث هم دی.

انګلستان کې یوې مېرمنې د پیوند شوي رحم څخه ماشوم وزېږاوه

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

بریتانوۍ مېرمنې ګریس ډیویډسن د خپلې خور له رحم پيوندولو وروسته د اېمي ایزابیل په نوم لور وزېږوله. جراحانو دا یو «حیرانوونکی طبي پرمختګ» بللی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا لومړی ځل دی چې په انګلستان کې یوې مېرمنې د رحم له پیوندولو وروسته ماشوم زېږولی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې ګریس ډیویډسن ځوانه وه، روغتیاپالانو معلومه کړه چې هغه په یوه نادره حالت کې له رحم پرته نړۍ ته راغلې ده.

ډاکټرانو ویلي، چې دغې ۳۶ کلنې مېرمنې په ۲۰۲۳ کال کې له اته ساعته جراحي عملیاتو وروسته د خپلې خور رحم ترلاسه کړ.

ویل کېږي، چې ګریس ډیویډسن او د هغه خاوند ۳۷ کلن انګوس پر خپلې نوې زېږېدلې لور «امي ایزابیل» نوم اېښی؛ اېمي د ګریس د خور نوم او ایزابیل د هغه ډاکټر نوم دی، چې د رحم په پیوندولو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

ګریس ډیویډسن وویل، هغه ډېره خوشحاله شوه کله یې چې د لومړي ځل لپاره خپله لور امي ایزابیل ولیدله.

د راپورونو له مخې، دغه ماشومه (د فبرورۍ میاشت په ۲۷مه) نېټه د لندن کوین شارلټ چېلسي په روغتون کې زېږېدلې ده.

د ټیک ټاک مالک وايي د متحده ایالاتو سره هر ډول تړون د چینایي قانون تابع دی

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د چین په ملکیت کې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم د ټیک ټاک مالک د شنبې په ورځ وویل، چې د متحده ایالاتو سره خبرې اترې دوام لري، خو د واشنګټن سره هر ډول تړون به د چینایي قانون سره سم وي.

د ټيک ټاک مالک بایټ ډینس په یوه بیان کې وویل، چې ددغه ټولنیز پلیټ فارم اړوند مهم مسایل شتون لري چې باید حل شي.

د نوموړي په وینا: «شرکت د متحده ایالاتو له حکومت سره د ټیک ټاک يو اېس لپاره د احتمالي حل په اړه بحث کوي. تر اوسه تړون نه دی عملي شوی. کلیدي مسلې باید حل شي. هر ډول تړون به د چینایي قانون له مخې تصویب شي.»

دا خبرې وروسته له هغې راپورته شوې، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه د ټیک ټاک جبري پلور لپاره نېټه ۷۵ ورځې وغځوله، چې د مشهورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ته اجازه ورکوي، چې په متحده ایالاتو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

دا د جنوري راهیسې دویم ځل دی چې د دغه پلېټ فارم شرکت ته نېټې د غځولو تمدید صادر شوی.

د ټیک ټاک راتلونکی ناڅرګنده پاتې دی، ځکه چې د پخواني ولسمشر جو بایډن له خوا لاسلیک شوی قانون د بایټ ډینس اړ کوي، ترڅو پلیټ فارم وپلوري یا له بندیز سره مخ شي.

دغه قانون د متحده ایالاتو سترې محکمې له خوا د ټیک ټاک قانوني ننګونې سره سره تایید شوی.

دا پلیټ فارم، چې ۱۷۰ میلیون امریکایي کاروونکي لري، د جنوري په میاشت کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له لوړې دمخه د لنډ وخت لپاره بند شو، خو وروسته د بندیز بیا کتنې د لېوالتیا په صورت کې دوباره پرانیستل شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې ، د امازون په ګډون ډېری د متحده ایالاتو شرکتونو د ټیک ټاک ترلاسه کولو لپاره داوطلبي کړې.

ژوند او روغتیا؛ په نهاره د زیرې د اوبو جادویي ګټې

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱

زیره ارزانه او په اسانې سره له هر دوکان څخه ترلاسه کولای شو او د دې ترڅنګ په هر پخلنځي کې هم شته. زیره نه یوازې د خوړو بوي ښه کوي، بلکې خاصه او خوندوره ذایقه هم ورکوي.

زیره ډېرې ګټې لري که خپله یا هم اوبه یې وکارول شي په هر حالت کې د روغتیا لپاره ګټوره ده.

په نهاره د زیرې د اوبو څښلو ګټې:

د هاضمې سیسټم سموي

که څه هم د زیرې داوبو بې شمېره ګټې دي، خو د دې تر ټولو مهمه ګټه دا ده چې دا ستاسو د هاضمې سیستم سم ساتي.

د زیرې تخمونه د کارمینیتیو ځانګړتیاوې لري چې د پيټ ګاز لرې کولو کې مرسته کوي او پر دې سربېره، بده هاضمه او قبضیت ستونزه هم د همدې اوبو له لارې حل کېدای شي.

تیزابیت لرې کوي

د زیرې اوبه د سينې د سوزش او تیزابیت لرې کولو کې مرسته کوي.

برسېره پر دې دا د مناسب هایډریشن سطحه هم ساتي.

د خولې بد بوی لرې کوي

ډېر خلک د خولې بد بوی سره مخ کېږي، که څه هم دوی خپلې خولې پاکوالي ته ډېره پاملرنه کوي.

د دې لپاره ډېری علتونه شته، خو یوه وجه یې د هاضمې او کولمو د سم کار نه کولو له امله ده.

د زیرې اوبه څښل کولی شي په دې ستونزه کې ډېره مرسته وکړي.

د بدن دفاعي ځواک قوي کوي

د زیرې اوبه ویټامین سي لري، چې له دې کبله دا د بدن دفاعي ځواک قوي کوي.

د زیرې اوبه څنګه جوړې کړو؟

د اړتیا سره برابره زیره په ګرمو اوبو کې واچوئ او یو یا تر یو نیم ساعت پورې اوبه پټې وساتئ، وروسته به د زیرې عرق وځي او د اوبو رنګ بدل شي، بیا یې اوبه صافې کړئ او نوش جان یې کړئ.