• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپینې ماڼۍ ویانده: ټرمپ نه غواړي چې ایران اټومي پروګرام ولري

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویاندې د سې‌شنبې په ورځ وویل، د امریکا ولسمشر نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري. نوموړې دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا امریکا غواړي د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه یوسي، که یوازې د یورانیمو غني کولو او توغندیو پروګرامونه محدودوي.

کارولین لیویټ زیاته کړه، چې ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي او په دې مسله کې د هغه دریځ خورا روښانه دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار کمپاین د دوام اعلان وکړ، په داسې حال کې چې دا یې هم وویل، د امریکا ولسمشر لا هم له تهران سره خبرې اترې او ښکیلتیا غواړي.
هغې د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره د ډونالډ ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه وویل، چې د امریکا ولسمشر د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د لومړۍ "مستقیمې غونډې" کوربه توب ستاینه وکړه او "د خبرو اترو له لارې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو اړتیا" باندې یې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او وفاع وزیر ویلي و، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.

که څه هم امریکایي چارواکي ډېری پوځي ګزینې ته اشاره کوي، خو د دغه هېواد دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا نه وي.


ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

کینیا کې یوه نادره پېښه؛ د کینیا حکومت د نایابه مېږیانو د قاچاق مخه نیولې ده

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د کینیا د ځنګلي ژویو ادارې (KWS) ویلي، د زرګونو ژوندیو مېږيو د قاچاق په تور یې هغه څلور کسان نیولي چې غوښتل یې نایابه مېږیان له کینیا څخه د بهرنیو نایابه حیواناتو بازارونو ته ولېږدوي.

چارواکو ویلي، چې دغه کسان به د ځنګلي ژویو د غیرقانوني قاچاق په تور محکمې ته وړاندې شي او دا قضیه یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

دا مېږي په داسې ټیوبونو او سرنجونو کې ځای پر ځای شوي وو، چې امنیتي سکینرونو هم نه شو کولی چې ویې پېژني.

د ځنګلي ژویو ادارې ویلي: "دا ټیوبونه داسې ډیزاین شوي وو چې مېږي تر دوو میاشتو پورې پکې ژوندي پاتې شي، دا ښيي چې دا کار له مخکې څخه په مهارت پلان شوی دی."

سره له دې چې ډېری خلک مېږي یو مزاحم موجود بولي، خو ځینې خلک یې د نندارې او ساتنې لپاره د شفافو ښیښو په بکسونو (Formicarium) کې ساتي، تر څو د دوی ټولنیزې شبکې او کالونۍ له نږدې وویني.

د رویټرز د راپور له مخې، چارواکو شاوخوا ۵۰۰۰ د مېږیو ملکې نیولي، چې د ۲۲۴۴ کانتینرونو په دننه کې ځای پر ځای شوې وې.

د دغو مېږیو ارزښت نږدې یو مېلیون کینیایي شیلینګ (شاوخوا $۷۸۰۰) اټکل شوی.

د راپور د معلوماتو له مخې، دوه بلجیمي وګړي، یو ویتنامي او یو کینیايي د مېږیو د غیرقانوني قاچاق او ملکیت جرمونه منلي او د نایروبي په جومو کینیاټا نړۍوال هوايي ډګر کې محکمې ته حاضر شوي دي.

د مېږیو د سوداګرۍ یوې سرچینې ویلي، دا ډول مېږي چې یوازې په کینیا کې موندل کېږي، تقاضا یې ډېره او د قانوني صادراتو لپاره د ژویو د ساتنې ادارې جواز او روغتیایي سند ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه: اسراییل له اوربند راهيسې تر اوسه لږ تر لږه ۷۱ ملکي وګړي په لبنان کې وژلي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

ملګرو ملتونو ویلی، چې له تېر کال راهيسې د شوي اوربند وروسته د اسرایيلي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۷۱ ملکي وګړي په لبنان کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند ثمین الخيطان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۱۴ مېرمنې او ۹ ماشومان هم شامل دي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې «د هر هغه پوځي اقدام پلټنه باید وشي چې په کې ملکي وګړي وژل شوي.»

یاد دفتر اندېښنه څرګنده کړې، چې د اسراییل ورستیو عملیاتو ملکي زېربناوي هدف ګرځېدي لکه، د اپرېل په ۳مه سوېلي ښار نقوره کې د اسلامي روغتیايي ټولنې له خوا نوی جوړ شوی طبي مرکز ویجار شوی دی.

دغه دفتر زیاته کړې چې د اسرایيلي پوځ د معلوماتو له مخې، له لبنان څخه لږ تر لږه پنځه توغندي، دوه هاوانونه او یو بې‌پیلوټه الوتکه شمالي اسرایيل ته توغول شوي او لا هم لسګونه زره اسرایيليان له شماله څخه بې ځایه شوي دي.

الخيطان وويل: "اوربند بايد وساتل شي، ځکه د هر ډول جګړې ‌زیاتوالی د لبنان، اسرایيل او ټولې سيمې ثبات له خطر سره مخ کوي."

یاده دې وي، اسراییل له اوربند وروسته هم پر لبنان خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، چې په دې کې پر پلازمېنې بېروت هم بریدونه شامل دي.

دا اوربند د نومبر په ۲۷ د اسرایيل او وسله‌والې ډلې حزب‌الله ترمنځ تر يو کلنۍ سختو جګړو وروسته رامنځته شوی و.

د لیتوانیا د دفاع وزیره: اروپا باید د روسیې د ګواښونو مخنیوي لپاره دفاعي بودجه زیاته کړي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د لیتوانیا دفاع وزیرې دوویلې ساکالیینه رویټرز ته وویل چې اروپا باید د دفاعي لګښتونو د پور اخیستلو محدودیتونه لرې کړي، که نه نو له روسیې سره د جګړې له خطر سره به مخ شي.

هغې وویل، « اوس دفاع یوه حیاتي مساله ده، دا له جوړښتي اصلاحاتو مهمه ده. که خپلو سرتېرو ته کافي مهمات نه شئ برابرولای، نو نورې خبرې هېڅ ارزښت نه لري».

ساکالیینه ټینګار وکړ، « موږ فرصت لرو چې خپل خلک د روسي بمونو او مرمیو له وېروونکو وژنو وژغورو، خو باید همدا اوس خپلو دفاعي وړتیاوو ته بودجه ورکړو».

لیتوانیا، چې د ناټو او اروپايي اتحادیې غړی دی، د راتلونکي کال لپاره د خپل ناخالص کورني تولید ۵،۵ سلنه په دفاع لګوي، چې دا کال یې کچه ۳،۹سلنه ده.

د اروپايي اتحادیې د مالیې وزیرانو په دې وروستیو کې د ګډ دفاعي صندوق د جوړېدو پر طرح بحث وکړ، چې د ګډو وسلو پیرودل ممکن کړي.

دا بحثونه له دې امله کېږي چې اروپايي هېوادونه نور نشي کولای یوازې پر امریکا تکیه وکړي.

د روسیې دفاع وزیر پخوا ویلي و چې روسیه باید د راتلونکې لسیزې لپاره له ناټو سره مستقیمې جګړې ته چمتو شي.

ساکالیینه وویل اروپايي اتحادیه باید د دفاع لپاره د پور اخیستلو ټول محدودیتونه لرې کړي او غړو هېوادونو ته باید بې له سود پورونه نه، بلکې بې‌واپسۍ مرستې ورکړي.

هغې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې توجیه کړې، چې ګواکي که متحدین د خپلې دفاع لګښت نه کوي، نو امریکا به یې دفاع ونه کړي.

خو هغې زیاته کړه چې لیتوانیا، استونیا، لاتویا او پولنډ لا هم د امریکا ملاتړ لري، ځکه دوی د خپلې دفاع لپاره کافي لګښت او له امریکا سره نږدې کار کوي.

خامنه يي وايي د ایران راتلونکې باید له امریکا سره په خبرو اترو پورې غوټه نه شي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ یي د سې شنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو اترو په هکله «نه ډېر خوشبینه دی او نه هم نهیلی»، په داسې حال کې چې د تهران له لوري هڅه روانه ده څو د یوې احتمالي هوکړې په اړه د ولسي تمو کچه راټیټه کړي.

د خامنه‌ يي څرګندونې په داسې حال کې دي چې تیره اونۍ د عمان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې «مثبتې» بلل شوې او تمه ده چې د اپرېل پر ۱۹مه نېټه به دواړې خواوې بېرته خبرو ته کښېني.

د دې خبرو اترو له امله د ایران د اسعارو ارزښت لوړ شوی او ولسي تمې زیاتې شوې چې ښايي یوه هوکړه وشي چې د تهران اقتصادي انزوا پای ته ورسوي.

د رپوټونو له مخې، ایراني ریال په تېرو ورځو کې شاوخوا ۲۰ سلنه د ډالر پر وړاندې ارزښت موندلی.

خامنه‌ يي ددغه هېواد له درېګونو قواوو سره په خبرو کې د دې خبرو اترو په اړه له «زیاتې خوشبینۍ او افراطي بدبینۍ» څخه د ډډې کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل: «د هېواد پرېکړه چې د خبرو اترو لور ته ولاړه، په لومړیو ګامونو کې ښه عملي شوې ده. له دې وروسته هم باید خبرې په دقت سره پر مخ لاړې شي، په داسې حال کې چې سرې کرښې زموږ لپاره او د مقابل لوري لپاره هم باید بشپړې واضحې وي».

خامنه یي زیاته کړه: «دا ممکنه ده چې خبرې نتیجه ورکړي یا ورنه کړي. موږ هم نه ډېر خوشبین یو او نه ډېر بدبین، البته پر مقابل لوري ډېر بدبین یو، خو پر خپلو وړتیاوو پوره باور لرو».

هغه خبرداری ورکړ چې د هېواد راتلونکی باید له دې خبرو اترو سره ونه تړل شي.

ایران د خبرو اترو په اړه محتاط چلند غوره کړی، ځکه پخوانیو تجربوپه ځانګړې توګه د ۲۰۱۵کال هوکړې لغوه کولو د واشنګټن پر نیت شک زیات کړی دی. ټرمپ ویلي چې که ایران له هوکړې انکار وکړي، نو د بمبار ګواښ هم شونی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، خامنه‌ یي له دې سره سره، د خبرو اترو ملاتړ کړی، ځکه لوړې بې‌روزګارۍ او د پانګونې نشتوالی له خلکو څخه د حکومت ملاتړ کم کړی. د سختو بندیزونو له امله اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

امریکا، اسراییل او د لویدیزو هېوادونو ډېری چارواکي تور لګوي چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو تهران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.

جاپان له سوداګریزو خبرواترو مخکې د امریکا د ټولو تعرفو لرې کول غواړي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

جاپان له واشنګټن نه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لګول شویو اضافي تعرفو د بشپړ لرې کولو غوښتنه کوي. د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوه جګپوړي مرکچي واشنګټن ته له سفر وړاندې وویل، چې دوی به دا غوښتنه له امریکايي لوري سره شریکه کړي.

امریکا د جاپان پر صادراتو، چې د متحده ایالاتو یو اوږدمهاله متحد دی، ۲۴سلنه تعرفې لګولې دي، خو ټرمپ دا تعرفې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې دي.

له دې سره سره، ۱۰ سلنه عمومي تعرفه او پر موټرو ۲۵ سلنه تعرفه پرځای پاتې ده.

متحده ایالات د جاپان ترټولو لوی صادراتي بازار دی او موټر تقریباً ۲۸ سلنه د جاپان ټول صادرات تشکیلوي.

اکازاوا وویل، « هغه تعرفې چې اوس په ځای دي، د جاپاني شرکتونو ګټې ورځ تر بلې زیانمنوي. دا به اسانه نه وي، خو حکومت به د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره یوځای کار وکړي څو ژر تر ژره حل شي».

هغه وویل، « زموږ هدف د متحده ایالاتو د اضافي تعرفو بشپړ لرې کول دي».

اکازاوا، چې د جاپان د اقتصاد وزیر دی، وویل چې هغه به له چهارشنبې څخه تر جمعې پورې د امریکا د خزانې له وزیر سکات بیسنټ او امریکايي سوداګریز استازي جامیسن ګریر سره خبرې وکړي.

جاپان هیله لري چې متحده ایالات قانع کړي چې دواړه هیوادونه کولی شي له تعرفو پرته د «ګټې-ګټې» وضعیت ترلاسه کړي.

په دې خبرو اترو کې تمه کیږي د تعرفو، غیر تعرفي خنډونو او د تبادلې نرخونو پیچلې موضوعات تر بحث لاندې راشي.

ډیر اقتصاد پوهان تمه لري چې د ټرمپ تعرفې به د جاپان اقتصادي وده صفر اعشاریه شپږ سلنه ټیټه کړي.