• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لوږې پر وړاندې د عمل موسسه: د امریکا د مرستو بندېدو سره به افغان ماشومان مړه شي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د لوږې پر وړاندې د عمل موسسې (AAH) وايي، چې د امریکا له خوا د مالي مرستو د بندېدو له امله به په افغانستان کې ماشومان د لوږې له امله مړه شي.

دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی، چې د ټرمپ ادارې د بهرنیو مرستو ګڼ شمېر قراردادونه لغوه کړل، چې افغانستان هم پکې شامل دی.

د Action Against Hunger په نوم موسسې د مارچ میاشت کې له امریکا تمویلېدونکې ټولې پروژې ودرولې، ځکه مالي ملاتړ ناڅاپي بند شوی و.

دغې موسسه د خپلې داخلي بودیجې له لارې په بدخشان او کابل ولایتونو کې تر ټولو ضروري خدمات روان ساتلي وو؛ خو دا بودیجه هم دا میاشت خلاصه شوه.

یادې موسسې ویلي، چې په کابل کې د دې ادارې د تغذیې مرکز دا اوونۍ تړل کېږي او د کارکوونکو قراردادونه یې پای ته رسېدلي، ځکه امریکایي مرسته بنده شوې.

د دغې موسسې مشره کوبی ریتلیفډ وايي: "که موږ د شدیدو خوارځواکو ماشومانو درملنه ونه کړو، د مړینې خطر یې ډېر لوړ دی، هېڅ ماشوم باید د خوارځواکۍ له امله مړ نه شي. که موږ د لوږې پر ضد مبارزه ونه کړو، خلک به له لوږې مري."

د راپورونو له مخې، سږکال په افغانستان کې له ۳.۵ مېلیونو زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰٪ زیاتوالی ښيي.

لسګونه کلونه جګړه، بېوزلي، او اقلیمي بدلونونه د دې بشري ناورین اصلي لاملونه دي.

د یادې موسسې مشرې، چې د اپرېل ۱۵مه یې په کابل کې له خپلو کارکوونکو سره خبرې کولې، وویل: "نورې موسسې هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي. نو که مرستې پرې شي، نور ماشومان به هم د خوارځواکۍ له امله مري."

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يوه راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.

دغه اداره زياتوي، چې د لوږې کچه ورځ تر بلې زياتېږي او زيات شمېر هغه کسان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي؛ بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې سلګونه زره مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په همدې لړ کې هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه له یاد هېواده اېستل کېږي.

تر دې پخوا هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او د بې روزګارۍ ناورین به د دغو کډوالو په ورتګ سره لا پسې پراخ شي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۴

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟