• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې د طالبانو کونسل: له ملا هبت‌الله سره مې اختر کې د کډوالو په تړاو خبرې کړې وې

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۱

په پېښور کې د کډوالو له استازو سره په یوه غونډه کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله شاکر وايي، چې د اختر په ورځو کې یې د دغې ډلې له مشر ملا هبت‌الله سره ليدلي او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو په تړاو خبرې ورسره کړې وې.

هغه زیاته کړه، «مونږ په پاکستان کې ۴۰ کاله تېر کړل، ځکه مو دلته هجرت راوکړ چې په پاکستان کې اسلام وو.»

حافظ محب الله شاکر له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنولو ته په اشارې سره وویل: «مونږ په پاکستان کې ازاد ژوند کړی او کوم شکایت نه لرو، باید ټول افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شي.»

هغه زیاته کړه: «هیڅوک دې اندیښنه نه کوي، اوس په افغانستان کې زموږ خپل نظام او خپل حکومت دی، هلته به کډوالو ته لاډیرې اسانتیاوې ورکړل شي.»

هغه په کډوالو غږ وکړ، چې افغانستان ته لاړ شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړی، ترڅو یو هوسا ژوند ولري.

طالب کونسل، له خبریالانو سره په خبرو کې د دغې ډلې له‌خوا د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړی کمېسېون د جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د کډوالو لپاره پنډغالي جوړ شوي، چې هر ډول اسانتیاوې لري.

په پېښور کې د طالبانو کونسل په داسې حال کې د دغې ډلې له مشر ملا هبت‌الله سره د کډوالو په اړه د خبرو یادونه کوي، چې د پاکستان حکومت په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل کړی، او هره ورځ په زرګونه کسان په جبري ډول د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو افغانستان ته ستنوي.

بلخوا د کډوالې نړیوال سازمان خبر ورکړی چې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکي کډوال د خوړو، سرپناه، روغتیایي خدماتو او له داسې نورو ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغه سازمان یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو جبري شړل سملاسي تر هغه مهاله ودروي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره خوندي چاپيریال، شرایط او قانوني وضعت جوړيږي او دوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۳

د زنبق چاودنې اوږد سیوری؛ د مرګ او ژوند ترمنځ د یوې کونډې مور د لوږې کیسه

۴

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۵

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي