د زنبق چاودنې اوږد سیوری؛ د مرګ او ژوند ترمنځ د یوې کونډې مور د لوږې کیسه

د کابل په ارزانقیمت کې یوه کونډه مور د ورځې په ۱۵۰ افغانیو د خپلو درېیو ماشومانو د مړولو هڅه کوي.

د کابل په ارزانقیمت کې یوه کونډه مور د ورځې په ۱۵۰ افغانیو د خپلو درېیو ماشومانو د مړولو هڅه کوي.
مېړه یې نهه کاله وړاندې د زنبق په خونړۍ چاودنه کې ووژل شو، له هغه وروسته ورته ټاکل شوې دولتي مرسته هم بنده شوه او اوس یې نهه کلن زوی کله ناکله د بازار له غورځول شویو سبزیو د کور لپاره ماښامنۍ برابروي. د شبانې ژوند د هغو میلیونونو افغانانو د برخلیک یوه بېلګه ده چې جګړو یې د کورنۍ غړي ترې اخیستي او بېوزلۍ یې لا هم ژوند تریخ کړی دی.
د کابل په ختیځ کې، د ارزانقیمت یا احمدشاه بابا مېنې په یوه څنډه کې، د ماښام له رارسېدو سره د کوڅو شور ورو ورو کمېږي. خلک له بازارونو کورونو ته ستنېږي، د ځینو کورونو له تنورونو او پخلنځیو د تودې ډوډۍ او پخېدونکو خوړو بوی پورته کېږي او له ورځنیو لوبو ستړي ماشومان د کورونو په لور منډې وهي. څوک د مور او پلار د ناز په تمه وي، څوک د تازه پخې شوې ډوډۍ او څوک هم په دې هیله چې کور ته به یې کومه مېوه یا خوږه راوړل شوې وي.
خو د شبانې د کور ماښام له دې ټولو سره توپیر لري. هغه د هرې ورځې په پای کې له هماغې پوښتنې سره مخ وي چې سهار یې هم په اندېښنه کې له کوره ایستلې وي: ماشومان به نن شپه څه خوري؟
۵۱ کلنه شبانه له خپلو درېیو ماشومانو سره په یوې وړې کوټې کې ژوند کوي چې شاوخوا دولس متره مربع مساحت لري. پر غولي زوړ فرش غوړېدلی، په یوه څنډه کې زنګ وهلې بخارۍ ولاړه ده او د کور لږ وسایل په تنګ ځای کې سره راټول شوي دي.
د هغې لاسونه د خپل کور په پاکولو نه، بلکې د نورو خلکو په کورونو کې په سخت کار تڼاکې شوي دي. د چا فرشونه وینځي، څوک یې د کور صفايۍ ته غواړي، د چا تنور بلوي او کله د چا د غوا، غوجلې یا باغچې په سمبالولو بوخته وي. له سهاره تر ماښامه د کار په لټه کې ګرځي، خو چې کار هم پیدا کړي، د ټولې ورځې مزدوري یې ایله ۱۵۰ افغانۍ کېږي.
د شبانې لپاره هغه ورځ د اختر غوندې وي چې څوک یې کار ته وغواړي. ډېرې ورځې بیا همدا کار هم نه پیدا کېږي او هغه د کار تر ورځو لا ډېره ستړې او اندېښمنه وي؛ ځکه باید د خپلو ماشومانو لپاره څو وچې ډوډۍ پیدا کړي، چې په تریخ چای، د ګرمو اوبو او پیازو په یوه کاسه پیاوه یا په څو ایشول شویو کچالو یې ماښام تېر کړي.
هغه هر سهار له دې وېرې له کوره وځي چې که د چا کور یې پاک نه کړ او مزدوري یې ترلاسه نه کړه، ماښام به د خپلو ماشومانو سترګو ته څنګه ګوري. داسې ورځې هم پرې راځي چې په کور کې له ګرمو اوبو پرته د خوړلو لپاره بل څه نه وي.
د شبانې څوارلس کلنه لور، دولس کلنه لور او نهه کلن زوی لا د ماشومتوب په عمر کې دي، خو د کور تش دسترخوان او سپېره غولي له اوسه د لویانو له اندېښنو سره اشنا کړي دي.
شبانه پخوا له دغو اندېښنو سره دومره بلده نه وه. د مېړه په معاش یې د کور وچه او لمده مړۍ برابرېده. مېړه یې د پوهنې وزارت کارکوونکی و او د کابل د زرګونو نورو مامورینو په څېر به هر سهار خپلې دندې ته روانېده.
د ۲۰۱۷ کال د مې پر ۳۱مه هم له کوره د کار لپاره ووت، خو بېرته راستون نه شو.
هغه سهار چې د شبانې ژوند یې بدل کړ
د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مه، د روژې میاشت وه. د کابل په واټونو کې د سهار ګڼه ګوڼه روانه وه او دولتي کارکوونکي خپلو دفترونو ته رسېدل.
سهار شاوخوا اته بجې او پنځه ویشت دقیقې، د وزیر اکبرخان سیمې د زنبق څلورلارې ته نږدې، له چاودېدونکو توکو ډک د فاضله اوبو یو ټانکر والوزول شو.
په ټانکر کې نږدې دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. چاودنې د سړک په منځ کې شاوخوا پنځه متره پلنه او له درېیو مترو ژوره کنده جوړه کړه. د نږدې سفارتونو، دفترونو او استوګنیزو ودانیو ښیښې ماتې شوې او د چاودنې ټکان د پېښې له ځایه څو کیلومتره لرې هم محسوس شو.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي، یوناما، په خپل کلني راپور کې د دې برید له امله د ۹۲ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۴۹۱ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي. یوناما دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو خونړی انفرادي برید بللی و.
د پېښې په لومړیو ساعتونو کې د مرګژوبلې شمېر تر دې ټیټ اعلان شوی و، خو د قربانیانو د پېژندلو او د ټپیانو د وضعیت له روښانه کېدو سره شمېرې لوړې شوې. ځینو رسنیو د وژل شویو شمېر تر ۱۵۰ کسانو پورې هم رسولی و.
د برید مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په رسمي ډول ونه مانه. د هغه وخت افغان امنیتي ادارو د حقاني شبکه تورنه کړه، خو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړل.
د شبانې لپاره د برید د مسؤلیت پر سر اختلاف د هغې د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه نه وه. هغې خپل مېړه له لاسه ورکړی و؛ هغه سړی چې د کور د لګښت بار یې پر اوږو و او د ماشومانو د راتلونکي لپاره یې کار کاوه.
د زنبق چاودنې یوازې د یوې ورځې لپاره کابل ونه لړزاوه. د شبانې په کور کې یې د ژوند ټول حساب بدل کړ. د میاشتې معاش بند شو، خو د کور کرایه، د ماشومانو خوراک او نورې اړتیاوې پر خپل ځای پاتې شوې. د درېیو کوچنیانو د پالنې ټول مسؤلیت هم د یوې مور پر اوږو ولوېد.
د مېړه له وژل کېدو وروسته، د هغه وخت حکومت نوموړی د وژل شویو دولتي کارکوونکو په اسنادو کې ثبت کړ او کورنۍ ته یې یوه محدوده میاشتنی نفقه وټاکله.
دغه پیسې د کور ټول لګښت نه شو پوره کولای، خو لږ تر لږه یې د کرایې، وچې ډوډۍ او د ماشومانو د ځینو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوله.
شبانه پوهېده چې د میاشتې په پای کې به یو څه پیسې ترلاسه کړي، خو دا لږ ډاډ هم وروسته له منځه ولاړ.
د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره، د ډېرو دروازو ترشا
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا کابل ته ننوتل او جمهوري نظام ړنګ شو. له دې سیاسي بدلون وروسته د شبانې په ګډون د هغو کورنیو د مالي حقونو او اسنادو وضعیت هم له ستونزو سره مخ شو چې د پخواني حکومت له لارې یې مرسته ترلاسه کوله.
شبانه وايي، د مېړه د وژل کېدو له امله ورته ټاکل شوې نفقه هم ودرېده.
هغې د پیسو د بیا ترلاسه کولو لپاره هرې خوا ته منډې ووهلې، د ډېرو ادارو دروازو ته ودرېده او د خپلې دوسیې د برخلیک پوښتنه یې وکړه، خو دغو هڅو یې تر اوسه پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوه مرستیال، چې په سختۍ یې د موضوع په اړه له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو ته غاړه ایښې، ویلي چې د پخوانۍ ادارې د شهیدانو او معلولینو د ثبت او راجستر بهیر د فساد او ناسمو شمېرو له امله بیاکتنې ته اړتیا درلوده.
دغه چارواکي ادعا کړې چې په پخواني نظام کې د ثبت شویو کسانو د اسنادو د څېړنې لپاره د ډېرو خلکو د مرستو ورکړه درول شوې او د فساد او درغلیو د ادعاوو له څېړلو وروسته به مستحقینو ته په شفاف ډول امتیازات ورکړل شي.
خو د شبانې د نفقې د بندېدو څرګند اداري دلیل، د هغې د دوسیې وروستی وضعیت او دا چې د پیسو ورکړه به یې کله بېرته پیلېږي، لا نه دي روښانه شوي.
د دې کورنۍ لپاره د اسنادو د څېړنې اوږدېدل یوازې اداري ستونزه نه ده. هره میاشت چې بېپیسو تېرېږي، د کوټې کرایه، د ماشومانو خوراک او نور لګښتونه پر خپل ځای پاتې کېږي.
د شبانې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو میاشتنی لګښت لږ تر لږه اته زره افغانۍ اټکل شوی دی. په دې کې د کوټې کرایه، ډوډۍ، درمل او د ورځني ژوند نور اړین توکي شامل دي.
که شبانه د میاشتې دېرش ورځې هم کار وکړي او هره ورځ ۱۵۰ افغانۍ وګټي، ټول عاید یې یوازې ۴۵۰۰ افغانۍ کېږي؛ یعنې د کور له اټکلي لګښت څخه ۳۵۰۰ افغانۍ کم.
خو هغه هره ورځ کار نه لري. که په میاشت کې شل ورځې کار پیدا کړي، عاید یې درې زره افغانیو ته راټیټېږي او د کور د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پنځه زره افغانۍ کمېږي.
دا هغه حساب دی چې شبانه یې د کاغذ پر مخ نه، بلکې د خپل کور په ورځني ژوند کې تجربه کوي. کله د کرایې پیسې پاتې کېږي، کله د ډوډۍ او کله د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ نه وي.
د عاید همدغه کمښت د کور ماشومان هم د خوراک د پیدا کولو په هڅو کې ښکېل کړي دي.
له غورځول شویو سبزیو ماښامنۍ
د ارزانقیمت په بازار کې، هر ماښام دوکانداران خوسا شوې سبزۍ او مېوې له نورو توکو بېلوي. ځینې یې نور د پلور وړ نه وي او یوې خوا ته غورځول کېږي.
د شبانې څوارلس کلنه لور او نهه کلن زوی، د مور په وینا، کله ناکله د بازار له کمې ګڼه ګوڼې وروسته هلته ورځي او د غورځول شویو سبزیو له منځه هغه څه راټولوي چې لا یې یوه برخه د خوړلو وړ وي.
کله چې کور ته راستنه شي، مور یې خوسا شوې برخې په چاقو پرې کوي، پاتې سبزي پاکوي او له هغې څخه چکني یا ساده ایشولې سبزي جوړوي.
په ځینو شپو کې د دې کورنۍ ماښامنۍ همدا سبزي او وچه ډوډۍ وي. ځینې وخت بیا دومره خواړه هم نه پیدا کېږي.
د شبانې مشره لور څوارلس کلنه ده. د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د بندیز له امله نه شي کولای خپلو لوړو ټولګیو ته ولاړه شي. په داسې عمر کې چې باید د درسونو، ازموینو او راتلونکي په اړه فکر وکړي، د کور د ډوډۍ پیدا کول هم د هغې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.
دولس کلنه خور او نهه کلن ورور یې هم د کور له اقتصادي ستونزو بېاغېزې نه دي پاتې. د دوی د خوړو، جامو، زدهکړو او درملنې اړتیاوې د مور له ناثابت عاید سره تړلې دي.
شبانه هڅه کوي ماشومان یې وږي پاتې نه شي، خو د هغې د کار مزدوري او د کور اړتیاوې یو له بله ډېرې لرې دي.
د دې کورنۍ د ژوند کیسه یوازې د کابل د یوې کونډې ستونزه نه ده. د افغانستان د میلیونونو نورو کورنیو په څېر، دلته هم د خوراک د پیدا کولو مسئله د ورځني ژوند تر ټولو ستره اندېښنه ګرځېدلې ده.
د شبانې له دسترخوانه د میلیونونو افغانانو تر لوږې
د خوراکي خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۶مه خپرې شوې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوراکي ناامنۍ په درېیم یا تر هغه په لوړ پړاو کې وو.
دا د ارزول شوي نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسان په څلورم، یا بېړني پړاو کې شمېرل شوي وو؛ هغه وضعیت چې خلک پکې د خوراک له جدي کمښت سره مخ وي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د همدې ارزونې د وړاندوېنې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د غنمو د حاصلاتو او موسمي کارونو د زیاتېدو له امله د وضعیت د یو څه ښه کېدو تمه وه، خو بیا هم شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د سختې خوراکي ناامنۍ له خطر سره مخ پاتې کېدل.
له دې ډلې نږدې ۲.۹ میلیونه کسان په بېړني څلورم پړاو کې اټکل شوي وو.
د دې شمېرې معنا دا نه ده چې په افغانستان کې خواړه نه پیدا کېږي. د ډېرو کورنیو لپاره اصلي ستونزه دا ده چې په بازار کې د موجودو خوړو د اخیستلو وس نه لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپلو ارزونو کې بېکاري، د خلکو د عاید کمښت، د نړیوالو مرستو راټیټېدل او د سوداګریزو لارو محدودیتونه د خوراکي ناامنۍ له مهمو لاملونو بللي دي.
د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو بندېدو د خوراکي توکو پر لېږد او بیو فشار راوړی دی. د اقلیمي بدلونونو اغېزې، وچکالي او د کرنیز تولید ستونزې هم د خلکو د ژوند پر لګښت اغېز کوي.
له بلې خوا، له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو راستنېدو د کار، کور، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو امکاناتو پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۶ کال لپاره اټکل کړی چې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې به له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي او درملنې ته به اړتیا ولري.
په دې توګه، د خوارځواکۍ له خطر سره د مخ ماشومانو او میندو ټول اټکلي شمېر ۴.۹ میلیونو ته رسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله یې د مرستو رسولو توان محدود شوی دی. دغه سازمان چې تېر ژمی یې شاوخوا څلور میلیونه افغانانو ته خوراکي مرسته رسولې وه، د شته بودجې له مخې په میاشت کې یوازې دوو میلیونو کسانو ته د مرستې رسولو توان لري.
دغه سازمان د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د خپلو بېړنیو خوراکي او تغذیوي پروګرامونو د دوام لپاره ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د دغو مرستو کمېدل په ځانګړي ډول هغه کورنۍ اغېزمنوي چې ثابت عاید، سپما او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو بله سرچینه نه لري. د شبانې کورنۍ هم په همدې حالت کې ده.
ډک بازارونه او تش جېبونه
په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د هغو کورنیو لپاره چې ثابت عاید لري، د لګښت د زیاتېدو معنا لري؛ خو د شبانې په څېر د بېثباته عاید لرونکو کورنیو لپاره کله ناکله دا د خوراک د پرېښودو معنا پیدا کوي.
د افغانستان د بشري وضعیت د څار د خپلواک بنسټ مشر، احسانالله پتمن، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال، د خلکو د پېرلو د توان کمښت د اوسني بحران اساسي ستونزه بللې ده.
د هغه په ارزونه، د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې زیانمنېدل او له پاکستان سره د تورخم او سپینبولدک په څېر د سوداګریزو لارو تکراري بندېدل د لومړنیو خوراکي توکو پر بیو فشار زیاتوي.
د ده په باور، کله چې د سبزیو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شي، هغه کورنۍ چې لا له وړاندې کافي عاید نه لري، ورو ورو د بازار د پېرودونکو له ډلې وځي.
د شبانې په کور کې دا حالت په ښکاره لیدل کېږي. د هغې کورنۍ کله ناکله د بازار له دوکاندار څخه د تازه سبزیو د اخیستلو پر ځای، د ورځې په پای کې له غورځول شویو سبزیو خوراک برابروي.
د شبانې لپاره د یوې سېر سبزۍ بیه، د اوړو د یوې بورۍ قیمت او د کوټې کرایه بېلې اقتصادي شمېرې نه دي؛ دا ټول د هماغو ۱۵۰ افغانیو په حساب کې راځي چې د یوې ورځې له کاره یې ترلاسه کوي.
هغې څو ځله هڅه کړې چې د نړیوالو مرستندویو ادارو د مستحقینو په نوملړونو کې شامله شي، خو د هغې په وینا، تر اوسه یې داسې مرسته نه ده ترلاسه کړې چې د کورنۍ د ژوند ستونزې پرې په دوامداره توګه کمې شي.
د دې کورنۍ لپاره خوراکي مرسته د څو ورځو لوږه کمولای شي، خو د ستونزې اوږدمهاله حل د عاید له ثابتې سرچینې سره تړلی دی.
که د مېړه د وژل کېدو له امله ورسره کېدونکې مرسته بېرته فعاله شي، که ورته منظم کار پیدا شي او یا د ښځینه سرپرستو کورنیو د ملاتړ په یوه دوامداره پروګرام کې شامله شي، د کورنۍ د لګښت یوه برخه به یې له اوسني فشار څخه ووځي.
خو تر اوسه د شبانې په ژوند کې دا بدلون نه دی راغلی.
نهه کاله وروسته؛ د زنبق سیوری لا هم پر دې کور پروت دی
د ۲۰۱۷ کال د مې د ۳۱مې چاودنه د کابل د جګړې د کلونو یوه تر ټولو خونړۍ پېښه وه. هغه ورځ لسګونه کسان ووژل شول، سلګونه ټپیان شول، کورنۍ وپاشل شوې او ګڼ ماشومان بېپلاره پاتې شول.
د پېښې له تېرېدو نهه کاله وروسته، د هغې د قربانیانو ځینې کورنۍ لا هم د خپلو له لاسه ورکړو عزیزانو د نشتوالي اقتصادي او ټولنیز زیانونه زغمي.
د شبانې مېړه په یوه سهار کې ووژل شو، خو د هغه له مرګ وروسته د کورنۍ ستونزې په یوه ورځ پای ته ونه رسېدې.
د ماشومانو د پالنې مسؤلیت د شبانې پر غاړه پاتې شو. هغې د لږ دولتي لاسنیوي په مرسته ژوند پر مخ بېوه، خو د هغه لاسنیوي له بندېدو وروسته یې د کور ټول لګښت د خپل کار له لارې برابرولای نه شو.
اوس یې یوه لور د بازار له غورځول شویو سبزیو د خوړو د پیدا کولو هڅه کوي، دوه نور ماشومان یې د کور له اقتصادي کمښت سره لویېږي او مور یې د سبا د کار په تمه ژوند کوي.
د افغانستان د خوراکي ناامنۍ په ملي شمېرنو کې شبانه یوازې یوه مېرمن ده، خو د هغې د کورنۍ په ژوند کې دغه بحران د یوې بشپړې ورځې، یوې بشپړې میاشتې او د ماشومانو د راتلونکي بڼه لري.
د کابل په ارزانقیمت کې شپه رارسېږي. د کوڅو ګڼه ګوڼه کمېږي او کورنۍ د ماښام لپاره سره راټولېږي.
شبانه هم له خپلو درېیو ماشومانو سره په وړې کوټې کې ده. د هغې د سبا لپاره لا کوم ډاډمن کار نه شته او د مېړه په نوم د کېدونکې مرستې د بېرته ترلاسه کولو څرک هم نه دی څرګند.
نهه کاله وړاندې د زنبق چاودنې د دې کورنۍ د عاید اصلي سرچینه له منځه یوړه. نن د هغې د ماشومانو پر دسترخوان د هماغې پېښې سیوری لا پروت دی.
د ورځې په پای کې د شبانې هیله ډېره لویه نه ده. نه د شتمنۍ خوب ویني او نه د هوسا ژوند غوښتنه کوي. یوازې غواړي سبا یې څوک کار ته وغواړي، څو د ماښام لپاره څو ډوډۍ کور ته یوسي.
د هغې په ژوند کې د سبا ټولې هیلې په همدې یوې دعا کې راټولې شوې دي: خدای دې وکړي چې کار پیدا شي او ماشومان نهر ویده نه شي.